د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت

14.08.2016 10:10    |   پښتون خوځښت خپرونو څانګه پښتون خوځښت غندن لیک

لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی

20.05.2012 12:47    |   پښتون خوځښت .. پښتون خوځښت په پکتیا کې غونډه وکړه ٠٠

۱۳۹۱/۰۲/۲۹ پښتون خوځښت د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې غونډه وکړه، په غونډه کې د پکتیا د پوهنتون استادانو، شته مدني ټولنو، د پوهنتون زده کړیالانو او په سلګونو ځوانانو ګډون کړی وو. غونډه د پکتیا د ځوانانو په نوښت جوړه شوې وه، د خوځښت د مرکزي جرګه ګۍ غړو هم په غونډه کې برخه اخيستې وه. غونډه د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوې وه. په غونډه کې د افغانستان د خپلواکۍ، دافغانستان ثبات، د خوځښت په مبارزې او د ملت ژغورنې په اړه خبرې وشوې، همدارنګه په غونډه کې د ځوانانو پر مسوليتونو، د افغانستان پر اوسني سیاسي حالت ، پر افغان وژنې او په پښتنو سېمو کې د زده کړې په اړه خبرې او بحث وشو.

12.04.2012 06:58    |   پښتون خوځښت د شینوارو ځینې قومي مشرانو مخورو علماؤ او ځوانانو د پښتون خوځښت ننګه وکړه.

تېره جمعه چې د اپرېل میاشتې شپږمې نېټې سره یې سمون درلود د ننګرهار ولایت اړوند په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو او ځوانانو لخوا د پښتون خوځښت په ملاتړ یوه غونډه تر سره شوه.

17.03.2012 15:02    |   پښتون خوځښت پښتون خوځښت ځوانانوپه کابل کې د کندهار د شهیدانو فاتحه واخیسته

پښتانه ځوانان وتوانیدل چې د دغو شهیدانو په حق کې د قران عظیم الشان ختم او فاتحه اخیستنه د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه تر سره کړي.

10.03.2012 10:06    |   پښتون خوځښت د ښځو نړیواله ورځ - د پښتون خوځښت اعلامیه

ښځه د بشریت او انسانیت هغه برخه ده چې په ټولنه کې د ډېر اهمیت او ځانګړتیا خاونده ده زمونږ په ټولنه کې ښځه هغه څوک ده چې دنیا ته راشي نو د مور او پلار خدمت کوي چې واده شي دخاوند او چې عمر وخوري نو بیا د اولادونو په خدمت کولو همداسې له دې فاني نړۍ پناه شي. ښځه هغه څوک ده چې مور کیدای شي او د مور مرتبه په اسلام کې دومره لوړه ده چې وایي جنت د مور او (پلار) تر پښولاندې دی.

16.02.2012 19:31    |   پښتون خوځښت پښتون خوځښت په ننګرهار کې دویمه غونډه وکړه!

ننګرهار د جمعې ورځ د ]فبرورې ۱۰, ۲۰,۱۱ [پښتون خوځښت په ننګرهار کې غونډه وکړه، غونډه د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوې وه.چې په لسګونو ځوانانو پکښې برخه اخيستې وه. په غونډه کې د پښتون خوځښت د کړنو په اړه معلومات وړاندې شول، د پښتون خوځښت استازې د پښتنو پر اساسې ستونزو وږغیدل، ځوانان ېې پښتون خوځښت ته راو بلل.او د پښتنو ځوانانو څخه د پښتون خوځښت د مبارزې د ډول په اړه نظر پوښتنه وکړه. پښتنو ځوانانو د پښتنو دستونزو په اړه څرګندونې وکړې. د پښتانه د ژوند د مرګ مسله،د افغانستان اوسنې سیاست، د پښتنو داقتصادې وده، د ټولنیز عدالت پلې کول، د پښتنو د اساسې ستونزو دپاره د یو بنسټیز حل دغونډې دخبرو او بحث غټ ټکې وه.

29.01.2012 11:14    |   پښتون خوځښت په افغان مشرانو غږ!!

ټول ستر او ښاغلې مشران چې دافغانستان په بدرنګه غمیزه کې (چې تر اوسه لاهم دوام لرې) سياسې او وژونکئ شالیدنه لرې،د پښتنو مشران دې.

21.07.2011 18:28    |   پښتون خوځښت د پښتون خوځښت غونډه کونړ

د لوړو غرونو، تاريخ جوړونکې غونډيو، کلا ګانو، تړو،څليو،نرخونو،چيغو او جر ګو ټاټوبی کــــــــــونړ د لوی افغان د تاريخ ستره نښه ، د سيد جما الدين افغان ټاټوبی کې د پښتون خوځښت غونډه د جمعې په ورځ د جولای په 15مه نېټه په اسعد اباد کې جوړه شوه.

04.07.2011 20:47    |   پښتون خوځښت په ننګرهار کې د پښتون خوځښت غونډه

پښتون خوځښت د جمعې په ورځ د جون په ۱۷مه نېټه چې د روان هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې د ۲۷ نېټې سره یې سمون خوړ په ننګرهار کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې ۵۵ مسلکې ځوانانو او د پوهنتون زده کړیالانو ګډون کړی وو د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوي وه. غونډه د ماسپښین په دری بجو پیل او د مازديګر په شپږو بجو پای ته ورسيده.

30.04.2011 22:40    |   پښتون خوځښت پښتون خوځښت غونډه - فارياب ميمنه

پيژندنه: د پښتنو سياسي پس منظر او سیاسې ماتې ته په کتنې او ارزونې سره ، پښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه، هوښيار مسلکي او پر اولس مينو او درديدونکو ځوانانو د یو ځای کیدل او همږغې ده.

16.04.2011 13:35    |   پښتون خوځښت په کندهار کې د پښتون خو ځښت غونډې بشپړ ګزارش

پښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه هوښيار مسلکي او پر اولس مينو او درديدونکو ځوانانو یو ځای کیدل دي، د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتنې او ارزونې ، دپښتونو د مختلفو ستونزو د حل، پښتون ژغورنې او پښتون جوړونې په موخه په ګډې مبارزې سره یو ټولنیز بنسټ په کابل کې کښېښود، چې د ودې په موخه یې په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې د ځوانانو همږغي کول دوام لري. میاشتې وړاندې، یو شمېر پښتون احساسه ځوانانو د فيسبوک له لوري وکولای شول خپل احساسات یو د بل سره شريک کړي، پښتون خو ځښت پیل، د پښتون جوړونې په لور ګړندي ګامونه واخلي. فيس بو ک په کابل کې ځوانان راټول کړل، په روانو مسایلو پوه ځوانانو په خپلمنځي غونډه کې دخبرو او ارزونو د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتو سره يې هوډ وکړ چي پښتون پوه ځوانان باید د یوې سوليزې مبارزې دپاره یو اساسي بنسټ کښيږدي تر څو په روان بهران کې د پښتون وکالت وکړي.

03.03.2011 22:10    |   پښتون خوځښت د پښتون خو ځښت لومړنۍ غونډه

د انټرنټ په ټولنیزه پاڼه ؛فس بوک؛ کې مصریان راټول شول او د ۲۱ مې پیړئ د تاریخ جوړونکي سپین اوښتون يي رامنځ ته کړ، چې په منځني ختیځ کې یې سارئ نه درلود او نورې عربي نړۍ ته یې وښودله چې سپین اوښتونونه په سیمه کې ناشونی کار ندی.