د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت په ننګرهار کې دویمه غونډه وکړه!

پښتون خوځښت 16.02.2012 21:31

لنډیز:
ننګرهار د جمعې ورځ د ]فبرورې ۱۰, ۲۰,۱۱ [پښتون خوځښت  په ننګرهار کې غونډه وکړه،  غونډه د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوې وه.چې په لسګونو ځوانانو پکښې برخه اخيستې وه. په غونډه کې د پښتون خوځښت  د کړنو په اړه معلومات وړاندې شول، د پښتون خوځښت استازې د پښتنو پر اساسې ستونزو وږغیدل، ځوانان ېې پښتون خوځښت ته راو بلل.او د پښتنو ځوانانو څخه د پښتون خوځښت د مبارزې د ډول په اړه نظر پوښتنه وکړه. پښتنو ځوانانو د پښتنو دستونزو په اړه څرګندونې وکړې.  د پښتانه د ژوند  د مرګ مسله،د افغانستان اوسنې سیاست، د پښتنو داقتصادې وده، د ټولنیز عدالت پلې کول، د پښتنو د اساسې ستونزو دپاره د یو بنسټیز حل دغونډې دخبرو او بحث غټ ټکې وه.
تفصيل:
ځوانان موه ورورسته وتوانیدل تر څو د پښتون خوځښت د ودې په اړه په ننګرها ر کې غونډه وکړې، غونډه  د جمعې په ورځ د فبرورې،۱۰،۲۰،۱۱ په ننګرهار کې جوړه شوه.  په غونډه کې نږدې ۵۰ فعالو ځوانانو ګډون کړئ وو. غونډه د ماسپښيڼ په ۲  بجې د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ځوانانو ته د ښه راغلې نه وروسته، د پښتون خوځښت د کړنو په اړه معلوما ت وړاندې شول، انجنیر سميع د پښتون خوځښت د پيژندنې، هلو ځلو، او کړنو په اړه وویل:
 پښتون خوځښت د پښتنو ځوانانو یو خوځښت دئ، چې د فیسبوک له نړی څخه د پښتون ژغورنې په موخه پيل شوئ، پښتون خوځښت  د اسلام د سپيڅلې دين او پښتونوالي پر بنسټ د  افغان د اسلامې هويت، د افغانستان د خپلواکی، ملې ارزښتونو، ملې ميراثونو ،ملې هويت د ساتنې او د ملت ژغورنې په موخه مبارزه پيل کړې، د پښتون د ژوند ساتنه د پښتون خوځښت لومړیتوب دئ.  رضوان سادات د پښتون خوځښت د کړنو په اړه تفصيلې راپور وړاندې کړ، ده زیاته کړه پښتون خوځښت د افغانستان په ټولو سترو ولایتونو کې غونډې کړې، اوپدې لړی کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوې. پښتون خوځښت پر ټولو ځوانانو او پښتنو رښتنې مشرانو ږغ کوي تر څو ددوی ملا وتړې.

د پښتون خوځښت د مرکزې جرګې غړی، خیرالله شينوارې د پښتنو په اساسې ستونزو وږغيد، شینوارې وویل: پښتانه په سيمه کې یو ځپل شوئ اولس دئ، پښتانه په کلې او کور کې د د ښمن تر ګزار لاندې دې، هر څوک چې پښتانه وژنې، د افغانستان اصلې دښمن دی. د پښتون تاريخې سیاسې شالید د پښتنو د ثبات ډاډ کوې، خو ملت وژونکې پدې نه پوهيږې اود وژونکو ستراتيژیوپه عملې کولو په لګیا دې. پښتانه ټول وخت د پردیو کړیو له خوا د جنګ په لومه کې راګیر شوې، خو پښتون ورته لومې څیرلې دې.  شینوارې زیا ته کړه، پښتون خوځښت د پښتون وینه تویول نه غواړې، بلکې همدا خوځښت د پښتون د ښمن سره د فکرې جګړې شروع بولې. پښتون خوځښت  د پښتنو د حق او انصاف دپاره هلې ځلې کوې، او د ټولنیز عدل د تامين دپاره په ملې او نړیواله کچه مبارزه کوې.


د شینوارې د څرګندونو څخه وروسته سید عثمان روشن د پښتون خوځښت ته د ځوانانو د رابللو په اړه څرګندونې وکړې، پښتانه ځوانان يي د پښتون ژغورنې یوازنې څرک  ته را وبلل،او پر ټولو ځوانانو يي ږغ وکړ، په نړی کې ژوند کول د هر وګړي حق دئ، پښتون ځوان باید نور خپل حق وپيژنې. پښتون خوځښت په ګرده نړئ او افغانستان کې پر پښتنو ځوانانو ږغ کوي:  چې یوازنې  قتل کیدونکې قوم ته د ژوند په هيله د پښتون خوځښت ملګرتیا وکړئ. پښتون خوځښت د پښتنو د یووالې په موخه خپل جوړښت کې دبرترئ او کمترئ مسله نه منې. هر ځوان  برتره اود بدلون مشر دئ. هيله ده پدې مشری کې راسره برخه واخلئ.




اسدالله خاطر هم په خپل وار سره، د افغان ژغورنې په موخه ښکلې شعرونه زمزمه کړل،  د غونډې په پای کې د ځوانانو څخه نظر پوښتنه وشوه، چې پښتون خوځښت يي  دلاندې نظرونو ملاتړ کوې، او عملې کیدو دپاره يي هلې ځلې کوې.
۱: پښتانه ځوانان باید نور د پښتون ژغورنې په موخه سیاست وکړې، که څه هم پښتانه د سياسې لوبو ښکار دې خو له سیاست او سیاسی مبارزې څخه د يوې طبقې، قشر او ګروپ د غړو مایوسه کیدل، له مبارزې لاس اخيستل او بې تفاوته کښېناستل په عمل کې د خپلو مخالفينو او دښمنانو له پاره د مبارزې او سیاست د ډګر  خالی کول، د رقیب  او دښمن ارادې ته تسلیمیدل،  د هغو اوامرو ته غاړه ایښودل  او په پای کې د دښمن او سیاسی رقیب  په ګټه عمل کول دی.  پښتانه ځوانان باید  د افغانی ټولنې د اوسنیو پیچلو ستونځو د حل او د باثباته افغانستان  دپاره سیاست وکړې.
۲:د پښتون خوځښت مبارزه باید په ښارونو، کلیو، ولسونو، ښوونځیو او مسجدونو کې یو پراخ ويښتابه ته اړتیا ده. ټول پښتون په دې خبره پوهول په کار دي چې په اوس وخت کې د سرلوړتیا او پرمختګ بنسټ څه کیدای شي؟ دوی باید وپوهول شي چې روا حقوق ېې څه دي؟ نړیوال او داخلي کړۍ له دوی نه څه ګټه اخلي؟ که همداسې پاته شي نو راتلونکی به ېې څه وي؟ پښتانه ولې د نړۍ په کچه ترهګر، وحشي او وژونکي معرفي کیږي؟ دې ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کول او بیا عام وګړي او ولسونه پرې پوهول او د هغوی غوږونو ته رسول د ننني ځوان او هر با احساسه پښتون دنده ده.
۳: ټول هغه زورور، ټول هغه جنګسالاران، ، غله، وطن پلورونکې، جاسوسان ، بې عقيدې او بې عاطفې زورور چې له خدای ( ج) څخه وېره نه لرې او افغانستان يي له درو لسيزو راهیسې وران ويجاړ کړ، ملت يي وواژه، افغانې ارزښتونه، انسانې حقوق  او اسلامې اصول يي تر پښو لاندې کړل، باید د اسلامې شریعت د اصولو له مخې محاکمه شې.چې د ولس قاتلین په سزا ورسيږې، خدای (ج) راضې شې، او حق حقدارته ورسيږې
همدارنګه د پښتو ژبې د زده کړې د حق، د پښتنو یووالئ، د رښتینې  مبارزه، دنورو قومونود تعصبې چلند،په افغانستان کې د نړی دبيچلې سیاست، د پښتون خوځښت وده، د پښتنو اقتصادې ستونزو د له مينځه وړلو په اړه نظرونه وړاندې شول.

د غونډې په وروستو کې په ننګرهار کې د پښتون خوځښت ولایتې مسولین وټاکل شول. او غونډه پر ۵ بجو پای ته ورسيده.

د پښتون خوځښت یادونه:
پښتون خوځښت په خپل نوم فعالیت کوې، او په فیسبوک کې د پښتون خوځښت په نوم ګروپ لرې. د فیسبوک بل هيڅ ګروپ د پښتون خوځښت پورې اړه نه لرې. او خپل استازیتوب پخپله کوې.
په درنښت
پښتون خوځښت!