د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان پرلپسې یرغلونه او د پښتنو چوپتیا

شیرین اغا جهانګیر 03.07.2011 15:46

کله چې د پارلمان لپاره ټاکنې روانې وې، له بل ځایه خو خبر نه یم مګر دلته په مشرقي سیمه، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې هر نوماند همدا چغې وهلې چې :
زه به ستاسې حق وغواړم
زه به د مشرقي والو حق وغواړم
زه به له هزاره ګانو، تاجکانو او نورو لګکیو نه ستاسې حق واخلم
زه به تاسې ته خدمت کوم
زه به خپل قوم، دین او وطن ته خدمت کوم
زه به د افغانستان له پولو څخه دفاع کوم
زه به د افغانستان له یوې لویشتې خاورې څخه دفاع کوم
.....
هغوي چې همدا وعدې يې له خلکو سره کولې ، زمونږ ساده ولس ددوي په درواغو وغولیدل، ډېر زر يې په دوي زړه وبایلود او ددوي پسې رهي شول.
په همدې وخت کې به زه له خپلو ملګرو سره کښېناستم او هغوي ته به مې ددغو درواغو په هکله معلومات ورکاوه. تل به مې خپلو ملګرو ته ویل چې دا شعارونه یواځې او یواځې د شخصي موخو د لاس ته راوړلو لپاره دي، دا شعارونه به تر هغې دوام وکړي چې دوي خپلو موخو ته ورسیږي، او کله چې دوي خپلو موخو ته ورسېدل، بیا به نه د حق وینا کوي، نه به د چا حق وغواړي، نه به قوم ته خدمت وي او نه دین ته. نه به يې په پارلمان کې غږ واورئ او نه به يې په کلي کې د موټرو د ټایرونو ګردونه.
همداسې وشول. زما وړاندوینې رښتیا شوې، دا خبرې هغه وخت رښتیا شوې چې کله زمونږ مقدس کتاب ته توهین وشو. دا خبره هغه وخت رښتیا شوه چې کله په زرګونه بې ګناه افغانان د جګړې د ښکېلو ډلو له لوري په شهادت ورسېدل.
کله چې بې ګناه افغانان په شهادت رسیږي او ددوي کورونه، ښوونځي او روغتونونه له خاورو سره خاورې کیږي، زه خپلو ملګرو ته بار بار وایم چې اوس هغوي چېرته دي چې پښتون ته خدمت يې شعارو و؟ اوس هغوي چېرته دي چې له قاتلینو نه د پښتون پوښتنه وکړي؟ اوس هغوي چېرته دي چې خدمت وکړي؟ نن ولې خپل ولس ته نه راځي او لږ ترلږه له هغوي سره نه ژاړي؟

په هغه وخت کې به دوي داسې شعارونه ورکول چې له هزاره ، تاجک ، ترکمن او ازبک نه به د پښتون حق وغواړو . نن چې کله دوي بریالي شوي دي؟ نه یواځې دا چې دغه حق غوښتلو سوچ هم ورسره نشته،بلکه لګیا دي او د خپلو شخصي ګټو لپاره له هر خاین سره ایتلافونه جوړوي.
نن هغوي چېرته دي چې د پنجابي نه د خپل قوم حق وغواړي؟

درې اونۍ کیږي چې د پاکستان له خوا په پښتنو سیمو باندې هوايي بمبار کیږي او میزایلونه توغول کیږي. په دغه دریو اونیو کې تر سلو پورې خلک مړه او ټپیان شوي دي. په سلګونه کورونه له خاورو سره خاورې شول. په سلګونه کورني حیوانات مړه شول. په زر هاوو کورنۍ اړشول چې خپل کورونه پرېږدي او بل ځای ته کډن شي.
په تېرو دوو کلونو کې پاکستان ۵۷ کیلو متره د افغانستان خاوره اشغال کړېده او درګرده دې اشغال ته دوام ورکوي.
په دغه موده کې نه هغه راغی چې د پښتون ددفاع چغې يې وهلې او نه هم دولت کوم عکس العمل ښکاره کړ. د همدې سېمو وکیلان په پارلمان کې ناست دي، مګر یو هم د خپل ولس غږ پورته نکړ، یو هم اعتصاب ونکړ او سړکونو ته راونوتل. له دوي نه خو هغه د کابل نجیب کابلي یو په سلو با وجدان افغان وخوت او د ښار کوڅو ته د مشرقیوالو ددفاع لپاره راووته او د پاکستان پر ضد يې مظاهرې وکړلې.
تر پرونه پورې زمونږ په هره مشاعره کې د پښتون، پښتونستان او اټک خبرې کېدې، هر چا ببولالې غږولې، هر چا ویل چې تر پښتونستانه پورې یوه خاوره ده او یو ورور دی. نن زه له همدې ښاغلو تپوس کوم چې اوس هغه ورورولي مو څه شوه؟ ولې مو ورور پنجاب ته اجازه ورکوي چې ستا پر کورونو ددوي له سیمو توغندي ووروي؟ ولې ستاسې ورونه ستاسې په دفاع نه پورته کیږي؟
تاسې خو د اټک خوبونه وینې، مګر دښمن مو تر کابل رسېدلی دی.
نورستان، کنړ او ننګرهار بې له شکه چې د پاکستان تر یرغل لاندې دې او په هر لحاظ اشغال شوی دي. دلته کلدارې چلیږي. دلته خلکو ته پاکستاني شناختي کارتونه ورکول شوي دي. دلته پاکستان ۵۷ کیلومتره د افغانستان خاوره لاندې کړېده. او دا دې په همدې سیمو دا یوه میاشت وشوه چې بمبار کوي او راکټونه وروي، مګر څوک نشته چې مخه يې ونیسي او حتی دومره يې زمونږ مشران ډارولي چې څوک خپله خوله هم نه خلاصوي.
که حالات همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې د شمشاد سرحدي پوسته په سروبي کې جوړه شي او د پاکستان بیرغ پرې ورپیږي.
په دې هیله چې ولس د خپلو مشرانو ګریوان ته لاس واچوي او د خپلې خاورې، د خپل شناخت، د خپلو شهیدانو، د خپلو ورانو کورونو او د خپل عزت پوښتنه ترې وکړي.



۱۲ سرطان ۱۳۹۰