د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شیرین اغا جهانګیر

24.07.2011 11:27    |   شیرین اغا جهانګیر مسلمان ملت او کفري قانون

زما د ټول افغان مسلمان ملت او د دیني عالمانو څخه دا هیله ده چې زر تر زره ددې ناوړه اقدام په مقابل کې پورته شي او له منځه یې یوسي. او ددې پر ځای چې دا ناوړه وضعي قانون عملي شي، باید د الهي قانون د عملي کولو لپاره شوراګانې او جرګې جوړي شي او د مهر الهي قانون دې عملي شي.

03.07.2011 15:46    |   شیرین اغا جهانګیر د پاکستان پرلپسې یرغلونه او د پښتنو چوپتیا

کله چې د پارلمان لپاره ټاکنې روانې وې، له بل ځایه خو خبر نه یم مګر دلته په مشرقي سیمه، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې هر نوماند همدا چغې وهلې چې :

01.06.2011 10:03    |   شیرین اغا جهانګیر په زړه مې ته وې خدای رانکړې کتاب ته یوه لنډه کتنه

په زړه مې ته وې خدای رانکړې، کتاب ته یوه لنډه کتنه

30.01.2011 10:52    |   شیرین اغا جهانګیر خیانت

ګرانه رابرټه! بخښنه غواړم، هر څه کوښښ چې مې وکړ، ستا څهره مې یاد ته رانغله، هیله کوم چې د عکسونو له منځ نه خپل عکس واخلئ او نور عکسونه راته بېرته راولیږئ.

26.01.2011 19:28    |   شیرین اغا جهانګیر طمع: لنډه کیسه

عالي جناب! ما هره شپه د همدې جامو سره د ژمي سړې شپې زغملې، مګر ستا د ګرمو جامو طمع زه له پښو وغورځولم!

13.01.2011 19:05    |   شیرین اغا جهانګیر دوه درویشان

دوه درویشان سره په یو سفر کې ملګري ول. یو درویش ډېر زیات ډنګر و او د ورځې يې یواځې یو څل خوراک کاوه، بل درویش ډېر چاغ و او غښتلی وجود يې درلود، د ورځې به يې په درې ځلي خوراک هم بسنه نه کوله. دواړه یو ښار ته ورسیدل. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو په لټه کې ول. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو پر ځای دغه دوه درویشان ګرفتاره کړل او په زندان کې يې ورګذار کړ. د دغو دوو درویشانو پسې د زندان دروازې بندې شوې او اوبه او خواړه يې پرې بند کړ.

09.01.2011 12:13    |   شیرین اغا جهانګیر جنت: څو ژباړې

ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل، دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود. یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل.

31.10.2010 12:34    |   شیرین اغا جهانګیر پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې

که د پارلمان او پارلمانونو تاریخ ته ځېر شو، له پېله تر اوسه پورې پارلمانونه یواځې په دې موخه منځ ته راځي راغلي چې ددولت د اعمالو څارنه وکړي، د اړوندو قوانینو په تصویب سره د انارشیزم او بیروکراسې مخه ونیسي او د ملي منافعو د تامین په لاره کې هلې ځلې وکړي.

01.10.2010 07:09    |   شیرین اغا جهانګیر حوصله

دوه شپې کېدې چې سترګې مې نه وې پټې کړې. سر مې پړسیدلی و، درد راباندې دومره زور کړی و چې زړه مې غوښته سر په دیوال ووهم. په موټر سایکل باندې خو هسې هم ګرځېدل له خطرونو ډک وي، مګر کله چې په شپه کې موټر سایکل وچلول شي، دا نو بیا بیخي خطرناک وي. په اوړي کې له نورو خطرونو سره یوه خطره د حشراتو ده. د موټر سایکل د چلولو پرمهال دومره په تېزه د سړي په مخ او ځان لږي، چې د ګټو ګمام پرې کیږي.

30.09.2010 21:40    |   شیرین اغا جهانګیر حوصله

دوه شپې کېدې چې سترګې مې نه وې پټې کړې. سر مې پړسیدلی و، درد راباندې دومره زور کړی و چې زړه مې غوښته سر په دیوال ووهم. په موټر سایکل باندې خو هسې هم ګرځېدل له خطرونو ډک وي، مګر کله چې په شپه کې موټر سایکل وچلول شي، دا نو بیا بیخي خطرناک وي. په اوړي کې له نورو خطرونو سره یوه خطره د حشراتو ده. د موټر سایکل د چلولو پرمهال دومره په تېزه د سړي په مخ او ځان لږي، چې د ګټو ګمام پرې کیږي.

29.09.2010 07:37    |   شیرین اغا جهانګیر د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا

له دې سره سره چې افغاني کلتور له ښېګڼو ډک دی او د نړۍ د غوره کلتورونو په لومړي لیکه کې راځي، ځني نیمګړتیاوې هم لري. کېدای شي چې زما دغه خبره د ځینو خلکو خوښه نشي، مګر نیمګړتیا باید پټې پاتې نشي، باید په ګوته يې کړو

26.09.2010 10:59    |   شیرین اغا جهانګیر فی البدیهه مشاعره: رحمانی، نظامي، جهانګیر

یادونه: د شپې لس بجې وې. زه ( شیرین اغا جهانګیر) او ګل رحمان رحماني لا په خپل دفتر کې وو او په کار بوخت وو چې سید عبدالله نظامي راننوت. راته يې وویل چې نن شپه یوه فی البدیهه مشاعره کوو. دا اراده خو ما او رحماني صیب یوه اونۍ وړاندې کړې وه، مګر ورته نه برابرېدو. اوس نو زه هم خوښ شوم. درې واړه د نظامي کوټې ته روان شو. که څه هم لاره اوږده وه، مګر درې واړو یارانو مجلس دومره خوږ و چې پوه نشو چې لاره څنګه پرې شوه او کوټې ته ورسېدو. له چایو او میوو له خوړلو وروسته رحماني له خپله جبه قلم رابهر کړ او پیل يې کړ. مونږ درې واړو درې بېلابېل بیتونه ولیکل، مګر د نظامي په بیت مو د غزل د مطلع په توګه وټاکه .

22.09.2010 13:30    |   شیرین اغا جهانګیر له ګرمې لوبې وروسته، سړه چوپتیا

له ټولټاکنو لا یوه اوونۍ نده تېره شوې چې د کاندایدانو رښتېنې څیرې بربنډې کیږي. ددوی هغه شعارونه چې ویل به يې چې" ولس ته خدمت" اوس تشې پوچې وعدې ښکاري. کله چې ټاکنیزې مبارزې پیل شوې، هر یوه به کوښښ کولو چې له خپل سیال نه وړاندې شي او تر ټولو ډیر او غټ غټ پوسترونه ددغه کوچني ښار د لارو او کوڅو په دیوالونو، ونو، څلور لارو، دباغ وحش په دروازه، د ښوونځیو او روغتونو پردیوالونو او د دوکانونو او مارکیټونو پر سرونو نسب کړي. ښار ټول ددوي په رنګه پوسترونو ککړ شو. هر پوستر باندې تر ټولو ستر شعار همغه د ولس ته خدمت خبره وه.

17.09.2010 09:24    |   شیرین اغا جهانګیر آزادي - لنډه کیسه

په تالار کې ناست خلک ټول د هغه ښاغلي خبرو ته غوږ نیولی وو چې د سټیچ پر سر ولاړ وو او خبرې يې کولې. د هیچا له خولې غږ نه راښته. د لاوډ سپیکر غږ په تالار کې انعکاس کاوه. د تالار دننه هوا ډیره ګرمه وه. ځینو په هغو پاڼو چې دوي ته د غونډې د تنظیموونکو له لوري ورکړل شوې وې، ځان ته پکی وهل.

16.09.2010 09:30    |   شیرین اغا جهانګیر د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت

ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي. مګر که په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د کونیو جګړو حالاتو ته ځیر شو، دا باید یو غنیمت وګڼل شي او افغان ملت باید ورته په ورین تندي هرکلی ووايي.

16.09.2010 09:30    |   شیرین اغا جهانګیر د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت

ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي. مګر که په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د کونیو جګړو حالاتو ته ځیر شو، دا باید یو غنیمت وګڼل شي او افغان ملت باید ورته په ورین تندي هرکلی ووايي.

10.09.2010 05:24    |   شیرین اغا جهانګیر یتیم او اختر

د کلي په ټولو کوڅو کې ماشومانو شور ماشور جوړ کړی وو. هرې خواته د پټاقیو غږونه اورېدل کېده. د پټاقیو له سوو باروتو د اختر بوي راښته. په کوڅه کې د هټیو مخې ته ماشومان راټول شوي وو. د هر چا نوې جامې په تن وې. نن له هر وخته زیات د هټیوالو بازار ګرم وو. ژاولې خو بیخي ډېرې ښې خرڅېدې. هرې نجلۍ په مخ ښه ډېر سورخي او سفیده وهلې وې. وړو نجونو به خپلو همزولو ته خپلې شونډې ور وړاندې کړې او خپل لب شیرینونه به يې ورته ور ښودل. د هلکانو ډلې هم جوړې وې. هیچا په خپلو نوو څپلیو ګردونه نه پرېښوده. ځنیو خپل دسمالونه په اوږو اچولي وو او لاسونه يې جبونو ته ننه ایستې وې.

07.09.2010 12:53    |   شیرین اغا جهانګیر خیرا

اشاره سره شوه د ګلو ګېډۍ چې له ګل پلورونکي نه يې اخیستې وه، د نجلۍ په لاس کې وه. په تلو تلو کې وړه نجلۍ ناڅاپه څلور لاري ته ورسېده.

07.09.2010 12:16    |   ژباړه : شیرین اغا جهانګیر احسان....

هغه ایله د لسو کالو و. له ډېرې بې وسۍ نه او ددې لپاره چې د خپلو زدکړو او د ژوند د پرمخ بیولو لپاره پېسې پېدا کړي، کوڅه په کوڅه به ګرځېده او د ماشومانو د لوبو شیان به يې خرڅول. له یوې کوڅې نه بلې ته او له یوه کوره بل ته ددې لپاره تله چې کېدای شي څوک ورنه یو څه وپیري.

07.09.2010 10:03    |   ژباړه : شیرین اغا جهانګیر ژوند

د پوهنتون په وروستۍ ورځ استاد په ډېر زحمت سره یوه درنه خلته ټولګي ته راننه ایسته. کله چې ټولګی رسمآ پېل شو، استاد یوه غټه ښیښه يي پیاله له خلتې نه رابهر کړه او د مېز د پاسه يې کېښوده. بیايې له خلتې نه څو دانې غټې تیګې وویستې او په پیاله کې يې واچولې. بیا يې له محصلینو نه چې په ډېرې حېرانتیا سره يې پیالې ته کتل، پوښتنه وکړه:

01.09.2010 10:00    |   شیرین اغا جهانګیر د ټیلیفون پرکرښه

کله چې ماشوم وم، زمونږ په چم کې اول چې چا ټېلېفون واخست، مونږ وو. تر اوسه مې د ټېلېفون پخوانۍ زړه دستګا، د هغه توره غوږۍ او مزی چې د دیوال پورې نښلول شوي وو، په ډېر ښه توګه په ذهن کې پاتې دي. زما قد ټیټ وو او لاس مې ټېلېفون ته نه رسېده. هرکله چې به مې مور په ټېلېفون کې خبرې کولې، څنګ ته به يې ودرېدم. غوږ به مې ورته نیولو او د هغه له خبرو نه چې له ټېلېفون سره يې کولې، خوند اخسته.

30.08.2010 07:58    |   شیرین اغا جهانګیر د ننګرهار له محبس څخه ۴۰ تنه زندانیان آزاد شول

د ننګرهار له زندان څخه ۴۰ تنه هغه زندانیان چې په جنايي جرمونو بندیان شوي وو، او د دریو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند حکم پرې شوی وو، له زندانه آزاد شول.

30.08.2010 07:38    |   شیرین اغا جهانګیر خوب او ډار - لنډه کيسه

د یوه سپین فرش دپاسه يې څنګ ته کښېناستم. راته يې وکاته. ما هم ورته وکاته، یوه شپږ کلنه نجلۍ، ویښتان يې خرمايي او د جامو رنګ يې قهوه يي وو. غلی ورنږدې شوم او په ورو غږ مې ورته وويل:

25.08.2010 07:37    |   شیرین اغا جهانګیر نهه لنډۍ ژباړل شوې کیسې

د پوهنتون د دورې څو ملګري چې بېلابېلې دندې يې لرلې او په خپل ژوند او کار کې بریالي ول، ډېره موده وروسته سره پوهنتون ته لاړل او غوښتل يې چې له خپلو استادانو سره وګوري. هغوي خپل یو استاد سره ناست ول او د معمول سره سم يې ډېری خبرې له ژوند څخه ګلیې وې. د خبرو پر مهال يې استاد هغوي ته قهوه تیاروله. هغه ګرمه قهوه تیاره کړه، پر مېز يې کېښود او له هغوي څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانته قهوه واچوي.

19.08.2010 17:44    |   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر وروستۍ هیله

په وروستي ځل مې چې کله هغه سره لیدنه وشوه ، د اګست پنځه لسمه نیټه وه. له اعدام څخه يې یوه شپه وړاندې. اصولا له اعدام څخه وړاندې چاته اجازه نشته چې له هغه چا سره وویني چې اعدام کیږي. په هغو شپو کې زه په ډېرې خوشحالۍ سره خپلې بسترې ته تللم او د اګست د اته ویشتمې انتظار مې ایسته او تل به مې هغه سهنه ځانته په خپل ذهن کې انځوروله او تکراروله چې باید آزاد شوی وای.