د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې

شیرین اغا جهانګیر 31.10.2010 13:34

که د پارلمان او پارلمانونو تاریخ ته ځېر شو، له پېله تر اوسه پورې پارلمانونه یواځې په دې موخه منځ ته راځي راغلي چې ددولت د اعمالو څارنه وکړي، د اړوندو قوانینو په تصویب سره د انارشیزم او بیروکراسې مخه ونیسي او د ملي منافعو د تامین په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دا چې په نوره نړۍ کې تر کومه حد ه پورې د نورو هیوادونو پارلمانونه په خپلو کارونو کې بریالي و، دا به د هغوي د اوسني وضعې او د پرمختګ له بهیرونو څخه قیاس کړو.
غواړو د افغانستان په اوسني پارلمان، د دې پارلمان په لاس ته راوړنو او د پارلمان په غړو او ددوي په کړنو باندې لنډه رڼا واچوو.
په هېواد کې د امریکا او غربي هیوادونو په مټ د نوي نظام په رامنځ ته کېدو او د غربي ډیموکراسۍ په پلي کېدو سره په هیواد کې د اوسني حکومت ډبره هم کېښودل شوه. په هېواد کې د ټولټاکنو د نوې پدېدې پلي کېدل پیل شو چې په پایله کې يې پارلمان او ولایتي شوراګانې رامنځ ته شوې.
یوه خبره په زغرده کول غواړم چې د امریکا په لاس رامنځ ته شوی نظام په بشپړ ډول فیوډالي او د سرمایه دارۍ نظام کاپي وو، ددغه نظام پلي کوونکي دیته هم ونه کتل چې آیا په داسې یو هېواد کې چې لا پکې سنتونه او سنتي سیسټمونه ځای پرځای دي او د اسلامي مفکورې او د شرعي نظام د پلي کولو لپاره خلک د خپل مال او ځان د قربانولو لپاره تیار دي، دغه فیوډالي نظام به مثبته پایله ولري او که نه؟
د تش په نامه او ډراماتیکو ټولټاکنو په پایله کې هغه خلک پارلمان او ولایتي شوراګانو ته لاره ومونده چې د امریکا ګټو ته ژمن ول. کیدای شي پوښتنه وکړئ چې دلته خو دیني عالمان هم وو، جهادي مشران هم وو، قومي سټې هم په دغو ارګانونو کې شتون درلود، ځواب دادی چې د ټولو لپاره معیار همغه یو معیار و، همغه د امریکا ګټو ته د ژمنتوب معیار.
د پارلمان لومړۍ دوره ختمه شوه او د دوهمې دورې لپاره ټولټاکنې وشوې، دا چې څنګه وې او چا په کې ګډون درلود، څومره خلکو رایه ورکړه او ولې خلکو رایه ورنکړه، دا پوښتنې هم ځواب غواړي، مګر ددې پوښتنې ځواب هم د ټولنې له وګړو سره شته.
کله چې په لومړي ځل ټولټاکنې کېدې، ټول خلک دغو ټولټاکنو ته هیله من وو او هیله يې لرله چې، دغه پارلمان وکړی شي چې شته ناخوالو ته د حل لارې را وباسي. ژمنې دومره پخې او له قسمونو سره مله وې چې غولیدلی ملت بیا هم پرې وغولید، په بمونو يې قدمونه کېښودل او د راکټو دسیورې لاندې د رایو صندقونو ته په داسې حال کې ودرېدل چې د کمزوري او تش په نامه افغان دولت مخالفینو رنګارنګ ګواښونه کول، مګر د خلکو هیلې او امیدونه هغه وخت له خاورو سره خاورې شول چې خلکو ته د خپلو استازو لخوا په مخ څپړې ورکړل شوې، خلک هغه وخت پو شول چې غولیدلي دي چې کله همدغو استازو چې پلرونه او نیکونه يې په خپل ولس او په خپل کلي کې پیدا شوي او مړي شوي وو، خپل کورونه يې له کلي بار او د کابل په شیرپور، وزیر اکبر خان او شهر نو کې يې په میلونو ډالرو ځانونو ته کورونه واخستل.
یو تن له ننګرهار څخه پارلمان ته کاندید و، ډېر زر او په اسانه ولس پرې وغولید او دومره رایه يې ورته ورکړه چې پارلمان ته يې لاره ومونده او دوهم مرستیال په توګه وټاکل شو. یو څه موده جناب په پارلمان کې و، ناڅاپه يې نوم ورک شو، وروسته معلومه شوه چې ښاغلی د خپلې ټولې کورنۍ سره امریکې ته کوچېدلی دی.
وړاندې تردې چې نوموړی جناب پارلمان ته لاره ومومي، هغه د ننګرهار د قصبې په سیمه کې یوه وړه معاینه خانه لرله او د مریضانو درملنه به يې کوله.
پوښتنه داده چې آیا ولس نوموړی ددې لپاره پارلمان ته لیږلی وو چې د پارلمان له لارې او د خلکو د رایو په بدل کې امرېکې ته لاړ شي او که ددې لپاره چې په پارلمان کې د دغو خلکو استازیتوب وکړي؟ جناب خو به په خپلو تبلیغاتي پاڼو کې ډېر لیکلي وو چې ( ولس ته خدمت)، خو آیا خدمت همدې ته وايي؟ آیا نوموړی وکیل رایه د همد ې لپاره اخستې وه چې له دې شډل هېواد څخه پرې وتښتي؟
بلې! هغه به په خوله د خدمت چغې وهلې، مګر د هغه ټینګه اراده همدا وه. هغه په دې ایمان درلود چې (تصمیم د بري لومړی شرط دی)، ځکه خو بریالی هم شو، هغه امریکې ته وکوچېد، مګر آیا هغه کله هم دا سوچ وکړلو چې ددغه ولس استازيتوب به څوک کوي؟
اوس مهال په ننګرهار کې لوړې لوړې ودانې، فابریکې، ښکلي کورونه، مارکیټونه، ښارګوټي، د تیلو پمپونه، موټر شویانې، هوټلونه او رسټورانټونه وګورو، یا خو به مستقیمآ د همدغو وکیلانو وي، یا به پکې شریک وي او یا به په غیر مستقیمه توګه یې ورونه او خپلوان پکې شریک وي.
دا ګټې یواځې د همدې یادو ځایونو پورې نه محدودیږي، بلکه همدا خلک دي چې دولتي اداره يې هم تر مستقیمې او غیر مستقېمې اغیزې لاندې راوستې ده. همدا وکیلان دي چې محلي رئیسان، ولسوالان، مدیران، مامورین، معلمان او ملکان ټاکي. ددوي په اشارې سره محلي دولتونه او والیان نڅیږي. همدوي دي چې دولتي اداره يې د خپلې مافیايي شبکې تر اغیزې لانې راوستې ده، همدوي دي چې تحصیلي برسونه په خپلو منځو کې سره ویشي او هر هغه چاته چې يې خوښه شي، ورته يې بخښي.
اوس لا یوه بله لوبه هم رامنځ ته شوې ده. دا هم کولای شو چې د مافیا یو بل رنګ او یو بل مخ وګڼو. اوس خبره تردې رسېدلې ده چې ځني دوتلي چارواکي د خپلو منافعو د دفاع او د خپل موقف د خوندي ساتلو لپاره پارلمان او ولایتي شوراګانو ته خپل لاس پوڅي ودرولي دي. دا مافیايي شبکې یواځې د ولایتونو پورې محدودې ندي، بلکې ریښې يې تر پلازمېنې هم رسیدلي دي. دوي په پلازمېنې ا و په ولایتونو کې خپل نماینده ګان پارلمان ته ودورولي وو چې په وچ زور او د پیسو په مټ يې تر پارلمانه ورسول.
ټول ولس پوهیږي چې په دې دوره کې ډېر داسې نوماندان په ټولټاکنو کې پاتې راغلي دي چې له هغوي ځني یوه هیله کېده، مګر د ټولټاکنو د پایلې له اعلان سره دغه هیله هم له خاورو سره خاورې شوه. اوس نو ټول باوري شوي چې نظام په بشپړه توګه مافیايي شوی دی او هېواد د مافیا لمنې ته ورګزار شوی دی.
د پارلمان په دوهمه دوره کې د بریالیو نوماندانو نوملړ که له نظره تېر کړو، پوه به شو چې څوک په دې توانېدلي دي چې پارلمان ته لاره پېدا کړي.
پارلمان ته په ورتګ سره دغه بریالي استازي غواړي چې خپل (غېر مشروع) شخصي ګټې خوندي کړي. په خوله خو به دوي د ( ولس، هیواد او اسلام ته خدمت ) شعار وړاندې کوي، مګر حقیقت داسې نه دی. حقیقت دادی چې دوي د ولس استازي ندي. دوي یا له امریکا او اروپا څخه هغه راغلي سوداګر دي چې دلته يې پانګه اچونه کړېده، او یا هغه خلک دي چې په تېرو څو لسیزو کې دننه په هېواد کې وو او په یو ډول نه یو ډول یې لاس د ولس په وینو ککړ دی او ټول عمر يې د خوار ولس په وینو سوداګري کړېده او یا هم د بهرنیو هېوادونو هغه جاسوسان او لاس پوڅي دي چې تل يې خپل ولس د خپلو شخصي او د خپل بادارانو د ګټو لپاره قرباني کړی دی.
ځني داسې استازي شته چې په خپله خوله اقرار کوي چې تر ۱۰،۰۰۰۰۰۰ لس میلونو پاکستاني کلدارو يې ډېرې پیسې په دغو ټولټاکنو کې لږولي دي. دا نوماندان د هغو نوماندانو په لیکو کي راځي چې په لارو او کوڅو کې يې پوسترونه د مافیايي نوماندانو تر پوسترونو ډیر کم تر سترګو کیږي، مګر بیا هم دوي ناکام شوي دي. اوس تاسې فکر وکړئ چې دوي د دومره مصارفو سره سره ناکام شوي، نو بریالیو نوماندانو به څومره لګښتونه کړي وي؟
بیا هم خبره د خدمت شعار ته کاږو. آیا دومره مصارف ددې لپاره کیږي چې خدمت وکړای شي؟ آیا ددغو پیسو مصرفول په کومه بله لاره چې ولس ته ګټه ورسوي، خدمت ندی؟
اوس راځو دیته چې دغه لږښتونه چې پارلمان ته د بري په لاره کې شوي، دا وکیلان يې له کومې لارې بېرته لاس ته راوړي؟ په هغه معاش چې د ۵ کلونو په موده کې یواځې ۶۴۰۰۰ امریکايي ډالره کیږي؟ دا ۶۴۰۰۰ ډالره خو یواځې د پوسترونو لږښت هم نه پوره کوي؟ د میلمستیاوو پیسې له کومه کیږي؟ د ۵ فورډ موټرو چې د هر یوه بیه ۱۰۰،۰۰۰ امریکايي ډارلره دی، له کومه کیږۍ؟ د لسو ساتونکو د معاش او اعاشي لږښت له کومه کیږي؟
تر کومه چې زه پوهېږم، ځواب همدا دی چې دوي هلته ځني د پردې ترشاه معاملې هم کوي، دوي هلته له د بهرنیو سفارتونو او بهرنیو جاسوسي شبکو څخه په یوه او بله نامه پېسې هم ترلاس کوي. تاسې به وايي چې نه، معاملې نشته، مګر زه وایم چې شک مه کوئ، ځکه چې ولسمشر چې يې کوي، پارلمان خو به ضرور کوي. دا راز د تیر دور ځینو وکیلانو افشاء کړې هم ده. دا خبره اوس په رسنیو کې په زغرده کیږي چې د ایران او پاکستان ونډه په افغان پارلمان کې تر امریکا هم ډېره ده.
ډېر لرې نه ځو، د تېرې اونۍ پېښه به یاده کړو، هغه پېښه چې خپله ولسمشر په دې اعتراف وکړ چې دوي له ایرانه د ( مرستې ) په توګه پېسې لاس ته راوړي. دا خبره هم کیدای شي د ویلو وي چې نیویارک ټایمز دا لیکلي وو چې ددې په بدل کې د افغانستان لپاره د ایران لوی سفیر د افغانستان د پارلمان لپاره د خپلې خوښې مشر ټاکي.
په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان پارلمان په دې ونه توانید چې د بهرنیو ځواکونو لپاره داسې یوه کړنلاره جوړه کړي چې له مخې يې د هغوي په خپل سرو عملیاتو باندې بندیز ولږوي. دغه د ولس استازي په دې ونه توانید چې یوه داسې لایحه جوړه کړي چې له مخې يې هېواد ته د ناقانونه او پټو سرتیرو( لکه په ننګرهار کې د همدې اونۍ د روسي عسکرو عملیات)، جاسوسي او استخباراتي شبکو، د امنیتي کمپینو په نامه د تروریستي ډلو، د مذهبي او کلتوري ګمراه کوونکو شبکو او نورو هغو شبکو په راتګ باندې بندیز ولږوي چې تراوسه پورې نه پرې دغه ړوند نظام خبر دی او نه پرې دغه ویده او غولیدلی ولس.
هر څه چې کیږي او هر څوک چې يې کوي، د خپلې ګټې لپاره يې کوي، مګر دا ګټه د چا په سر کیږي؟ څوک پلورل کیږي؟ په چا پلورل کیږي؟ پایله به څه وي؟ د حل لاره کومه ده؟ آیا دا نظام به پایښت ولري؟ آیا دا ړوند سیاست به د پروني لیوني سیاست غوندې په ګونډو نشي؟
ځواب يې کولای شو چې د اوسمهالې بې ثباته ادارې، د مخالفینو د ورځ تربلې زیاتېدونکو فشارونو، بهرنیو لاس وهنو، د امریکايي او ناټو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو او د ولسي بې ګناه وګړو د وژلو په پایله کې له دولت سره د ولس د بیلوالي، د مافیا منګولو ته د ولایتي شوراګانو او پارلمان ورغورځېدو څخه لاس ته راوړو.