د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان تیري او د کابل بې پروایي

احمدجان اریوزی 03.07.2011 02:30

په دې ورځو کې د پاکستان پوځونو د افغانستان په کلیو او سیمو باندې د توغندیو او توپچي بریدونه پیل کړي دی دې بریدونو کې په لس ګونو د افغانستان خلک شهیدان او ټپیان شوي دي. په لس ګونو کورونه وران او په زرګونو خلک خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي. دا بهیر روان دی.
همدارنګه د سرحدی قواو د راپور سره سم د پاکستان پوځ نږدې پنځوس کیلومتره د ننګرهار د ګوشته په ولسوالې کې مخ ته راغلی دا سیمه یې لاندې کړیده.
دا بریدونه او تیري د دفاع ، کورنیو ، او امنیتي لوړپوړو چارواکو له خوا هم تایید شوي دي خو دا چې دوی ولې په خولو د چوپتیا او نه غبرګون ښودلو پالیسي نیولي ده په دې هکله د هیواد خلک نه پوهیږي.
د پاکستاني پوځونو د ډزو او تیریو په وړاندې د کابل مسوولینو چوپه خوله او نه غبرګون د ددې زون د سرحدي ځواکونو کوماندان جنرال امین الله امرخیل دې ته اړ کړ چې اړونده مقامونو ته خپل استعفا لیک ولیږي.
په همدې ډول د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د پاکستان دې بې شرمانه تیریو ډيره غصه را پارولي ده او په زغرده د کابل د ادارې د مشرانو څخه غواړي چې ددې تیریو په وړاندې وړ غبرګون وښيي. د افغانستان خلکو دا ټکې په ډاګه ویلی دی چې دوی چمتو دي چې د خپلې خاورې څخه په میړانه ساتنه وکړي.
د پاکستان هیواد د خپل جوړیدو را په دې خوا ددې هیواد حکومتونو د افغانستان او هند په وړاندې دښمنانه سیاست مخې ته بیولي دی
چې دې دښمنانه سیاست په وروستیو څلویښتو کلونو کې ډير بربنډ او په مختلفو بڼو سره یې تیري او بریدونه کړي او افغانستان یې د جګړې په ډګر اړولی دی. او هم د پاکستان ددې تیري کونکی سیاست له امله هند دې ته اړ شوي دی چې ددې هیواد سره څو واره ښکر په ښکر شي. همدارنګه ایران هم د پاکستان څخه په خپلو کورنیو چارو کې د مداخلې څخه سر ټکوي . همدارنګه پاکستان اروپا ، امریکا، منځني ختیځ ، منځنی اسیا او ختیځې اسیا ته هم د تروریزم په صادرولو باندې تورن شوی دی . همدا پاکستان دی چې ټوله نړی یې ناکراره کړیده.
تروریزم د پاکستان د بهرنی او کورنی سیاست یوه مهمه برخه جوړوي .
په افغانستان د پاکستان بریدونه ، مداخلی او تیري کومه نوي خبره نه ده. خو دې بریدونو او مداخلو د مرحوم شهید محمد داود د د اولس مشری ( ۱۳۵۲) را په دې خوا دې بریدونو او مداخلو شدت موندلی دی چې ښکاره مثالونه یې د ښاغلی محمدداود د واکمنې په دوران کې یو شمیر وسله والو ډلو چې د پاکستان ملاتړ ورسره و په پنجشیر ، نورستان او پکتیا باندې بریدونه پیل او د محمد داود ادارې د لوړ پوړو چارواکو وژلو ته یې لا س واچوه . ددې بریدونو موخه هم دا وه چې د کابل اداره کمزوري کړي او په اولس مشر زور رواړي تر څو د ډیورینډ کرغیړنه کرښه په پښتون اولس باندې ومني.
د پاکستان ددې مداخلو له امله د محمد داود اداره کمزوري شوه .
د شهید محمد داود واک څخه وروسته کله چې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د ډیورینډ د هغه خوا پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هم یې هلمند اوبه د افغانستان د خلکو ملکیت وباله . چې د افغان دولت ددې پالیسی د اعلان سره سمدلاسه د ایران او پاکستان هیوادونو په افغانستان باندې خپل تیري او مداخلې پیل کړې. پاکستان د هغو پلانونو څخه چې د مرحوم محمد داود په ضد یې جوړې کړي و د خلک د دیموکراتیک ګوند په ضد یې هم ترې کار واخیست .
د پاکستان مداخلو او تیریو دې ته زمینه برابره کړه چې افغانستان ته ځواکونه ولیږي. او په افغانستان کې جګړې یوه نوي بڼه خپله کړه. پاکستان د مولانا مفتي محمود په فتوا سره د افغانستان په ضد جګړې ته د جهاد نوم ورکړ .
د ډاکټر نجیب الله د استعفا څخه وروسته دې جګړې نوي بڼه ونیوله چې پاکستاني او ایراني پټ سازمانونه پکې ډیر فعال و. د مجاهدینو سره د پاکستان مرسته ددې له پاره نه وه چې یو ازاد ، مستقل او ځواکمن هیواد رامنځته شی بلکې د پاکستان موخه په کنډواله او هدیره باندې د افغانستان اړول و چې واک یې د پاکستانی پټو سرچینو سره وي.
د طالبانو د حاکمیت په مهال پاکستاني پټو سازمانونو د طالبانو په لیکو کې هغه کسان چې ملي فکرونه یې درلودل ووژل همدارنګه پاکستانی پټو سازمانونو د ټولې نړی څخه اسلامي توند لاري د پاکستان د لارې څخه افغانستان ته راننه ایستل او په افغانستان کې یې مرکزونه ورته جوړ کړل. دې سازمانونو د افغانستان څخه په نورو هیوادونو کې د امریکا په شمول عملیات پیل کړل. د دوی ددې عملیاتو په نتیجه کې امریکا دې ته اړ شوه چې په افغانستان کې د ځینو ډلو دملاتړ څخه په استفادې په دې هیواد کې سرتیري پلي کړي.
د امریکي او ناټو په راتګ سره بیا هم د افغانستان په ضد د پاکستان جګړه پای ته ونه رسیده او د طالبانو تر نامه لاندې پاکستاني پټو سازمانو په دې هیواد کې جګړې ته دوام ورکړی او اوس ددې هیواد پوځ په مستقیم ډول د افغانستان په خاوره بریدونه کوي.
د دې سیمې د جیوپولیټک وضعیت په څيړلو سره دا ټکی په بشپړه توګه څرګند دی چې دپاکستان هیواد په سیمه کې د یوې اضافي وژونکي دانې حیثیت لري . تر هغه چې دا دانه چې په سیمه کې شته وي افغانستان ، هند او نوره نړۍ ارامه شپه نه شي لرلی .
د پاکستان ژوند د ګاونډیانو هیوادونو په چارو کې په مداخله کې پروت دی تر څو ددې هیواد خلکو پام د کورنۍ ناوړه حالت څخه د با ندې واړول شي .
د بلی خوا د پاکستان هیواد یو مصنوعي هیواد دی چې د نورو هیوادونو ( افغانستان او هند ) څخه د بیلو شوو ټوټو څخه د اسلام په نوم جوړ شوی دی دا هره ټوټه په طبعي ډول سره د دې خاورې څخه د بیلیدو استعداد لري. همدا خبره ده چې د اسلام اباد واکمنان ددې هیواد پایښت په جګړه او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې په مداخلو او د اټومي وسلو په لرلو کې ویني.
د پاکستان د تیري او مداخلې سیاست د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کې نه یوازې دا سیمه نا ارامه کړیده بلکې په راتلونکي کې کیدای شي دا سیاست په خپله د پاکستان د نابودی سبب شی.
د پاکستان بریدونو په دې ورځو کې یو ځل بیا سختوالی موندلی دی دا بریدونه د ځانمرګو بریدونو څخه نیولی تر مسقیم تیري پورې دوام لري.
په افغانستان کې ځینې کتونکي په دې باور دي چې ددې بریدونو یوه اساسی انګیزه ښایي د امریکایې پوځونو په واسطه د اسامه بن لادن وژل وي چې د پاکستان له خوا د هغه هیواد د پوځ د لوړ پوړو چارواکو د پوځي فامیلیو په یوه میلمستون کې ورته ځای ورکړل شوی و.
د اسامه بن لادن د وژل کیدو سره سم په هغه هیواد کې د هغه د مړینې د غچ اخیستلو اعلان وشو.
کتونکي وایي چې د امریکا په وسیله د اسامه بن لادن په وژلو سره د پاکستان پټو سرویسونو په افغانستان کې د پښتنو څخه پراخ غچ اخیستل پیل کړیدي دا ځکه چې د اسامه د وژلو دعملیاتو په ترځ کې امریکايی سرتیرو په پښتو خبرې کولې . د هغوی په ګومان ښايي دا سرتیري به پښتانه و.
نو ځکه پاکستاني پټو سرویسونو په سلګونو کسان پښتني سیمو ته استولي او استوي یې . ددې سرویسونو په ګومان که دا کسان بهرني پوځیان ووژني ګټه یې پاکستان او ایران ته رسیږي . که د کابل ادارې سرتیري هم ووژني ګټه یې د ایران او پاکستان ده او که عادي خلک هم ووژل شي ګټه یې هم ددې دوو مغرضو ګاونډیانو ده او که خپله دا کسان هم وژل کیږي ګټه ددې مغرضو هیوادونو ده.
په دې هر وګړی پوهیږي چې په افغانستان کې د اوسنیو پیچلو عملیاتو پلان کول ، تیاري ورته نیول او بلاخره رهبري کول د طالبانو په نوم د ډلو د امکاناتو او استعدادونو څخه ډيره لیرې خبره ده.دا په دې مانا چې اوس مهال پاکستان او ایران په مستقیم ډول د افغانستان په ضد په جګړه کې ښکیل شوی دي.
د سیاسی کتونکو او عادی خلکو په باور د کابل په اداره کې هغه ډلې اغیزه لري چې د بشري حقوقو په تر پښولاندې کولو ، فساد سره تورنې شوي ده .
اوس داسې شووني ده چې د افغانستان خلک دا اداره د خاورې تمامیت په وړاندې په بې پروايي هم تورنه کړي.
دا ځکه چې په دې تیرو کلونو کې د افغانستان خلک یو بل ټکي هم متوجه شول چې دا اداره د مغرضو ګاونډیانو په وړاندې د خبرو توان هم نه لري او یا یې نه غواړي چې دا په خپله مختلف عوامل لري:
کتونکي وايي چې د کابل په اداره کې زیاتره واکمنې ډلې په دې مغرضو هیوادونو کې جوړې شوي دي.
په دې ټول خلک ښه پوهیږي چې د پورتنیو ډلو په پوځي فعالیتونو کې ددې هیوادونو سرچینو ډیره اغیزه درلوده.
همدا سبب دی چې ښاغلی احمدي نژاد او یا د پاکستان لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې په هر ډول اوتو بوتو سر شي نه د کابل د ادارې مشر او نه د بهرنیو چارو وزارت څه غبرګون نه شي ښودلی . د ساري په ډول که هر څومره وسله د طالبانو په نوم ځینو ایراني پلوو ډلو ته وسله د ایران څخه راشي او د ناتو له خوا ونیول شي خو بیا هم د کابل چارواکي پرده په اچوي.
د کتونکو په باور په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی ښاغلی داودزی ددې په ځای چې د افغانستان د ګټو ساتونکی واوسي د پاکستان د ګټو ساتونکی دی په ده باندې دا تورونه په رسنیو څو واره لګول شوي دی او دا کومه ناڅاپي خبره نه ده.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د کابل اداره یوه کمزوري اداره ده او هم د هیواد اقتصاد ډیر کمزوری دی. د افغانستان وسله وال پوځ هم د ورځی په جګړه ایز تخنیک با ندې سمبال شوی نه دی. په مقابل کې ایران او پاکستان چې د افغانستان ګاونډیان او ددې هیواد ستراتیژیک او تاریخي دښمنان دی دواړه هیوادونه د افغانستان په نسبت ځواکمن اقصاد او د اتومي وسلو لرونکی دي.
د دا ډول هیوادونو سره د افغانستان له پاره ښکر په ښکر کیدل خطرناک دي .خو د افغانستان په تاریخ کې ډير وار داسې شوي دی کمزوری افغانستان په ځواکمنو دښمنانو باندې بریالي شوی دی. یعني کمزوري باید د دښمن په وړاندې د تسلیمي په مانا نه وي.
همدا خبره ده چې د خپل ځان د ژغورلو د پاره باید افغانستان هم لاس په کار شی. د افغانستان خلک د خپلې خاورې بیساري مینه لري او په دې لاره کې یې ډیر سرښندنې کړي دی او کوي یې. او دا یو تاریخي حقیقت دی خو له بده مرغه د افغانستان زیاتره واکمنان د اوسنیو واکمنانو په ګډون د خپلو شخصي ګټو له پاره ملي ګټو ته شا کړي ده.
خلک مري ، د هیواد خاوره د تیري کونکو له خوا لاندې کیږي مګر افغان چارواکي خپلو سرتیرو ته د ځانه د دفاع اجازه نه ورکوي او نه ملګرو ملتونو ته شکایت کوي ا و په افغانستان کې شته نړیوالو پوځونو سره دا مسله په جدي توګه مطرح کوي.
د افغانستان د اساسي قانون په اساس د هیواد لوړ پوړو چارواکو لوړه کړیده چې ا فغانستان د خاورې د تمامیت ، ملي حاکمیت ، ازادی او استقلال څخه به ساتنه کوي مګر داسې ښکاري چې دې چارواکو د لوړې د مراسمو په ترځ کې د لوړې د متن د ویلو په ځای د ځانو سره نور څه ویلي دي.
او که نه د پاکستان د تیریو په وړاندې به یې سترګې نه وای پټې کړي.
د کابل د ادارې د اولس مشر ویاند چې د انګریزی د څو لغتونو زده کولو او د ښکلیو دیریشیو په اغوستلو او د ځان په ښایسته کولو سره یې د لوړ پوړو مقامونو پام ځانته اړولی په ډيرې بې مسوولیتي سره په غیر مستقیمه توګه د پاکستان د اهدافو له پاره کار کوي . د ساري په توګه هغه وایی ( د پاکستان د خاوری څخه په افغانستان د توغندیو او توپچي بریدونه کیږي) . ددې جملې په کارولو سره د اولس مشر ښایستوکی ویاند د هغه په استازیتوب د ډيورینډ کرښه په رسمیت پیژني. ده ته اړینه وه چې ویلي وای ( پاکستاني پوځیانو د کنړ په ولایت کې په کلیو او بانډو باندې د توغندیو او توپچي ډزې کړي دی). ښايي دا ویاند هم دومره ساده نه وي بلکې دی هم په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په څير چې دواړه یو مهال نږدې همکاران و په زړونو کې کوم بل ډول نیتونه ولري.
یا کله چې د ننګرهار په ولایت کې د کابل بانک په څانګه باندې د برید په ترځ کې د رزعجم خان په نوم یو د میرامشاه اوسیدونکی نیولی او بیا د کابل د ادارې له خوا په اعدام محکوم کیږي د کابل اداره د هغه مړی په کابل کې د پاکستان سفارت ته د هغه هیواد د اتباع په توګه وروړل کیږي . له دې لازې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا اسلام اباد ته په غیرمستقیمه توګه د ډيورینډ کرښې د په رسمیت پیژندلو زیګنال ورکول کیږی.
یوه قومي مشر یوه ورځ راته وویل : هر هغه چا چې یو وار د پاکستان د پټو سرچینو په دسترخوان ډوډی و خوړله بیا د هغه څخه د یوه رښتینې وطندوست افغان د جوړیدو هیله مه کوه.
د ډیورینډ کرښه د افغانستان خلک او ټول پښتانه په رسمیت نه پیژني او دا په څلورو ټوټو ویشل شوی پښتون اولس اوس مهال د بیرته یو کیدو په لور روان دی خو له بده مرغه د اسلام اباد او تهران چارواکي په دې لاره د هر ډول خنډونو د جوړولو څخه ډډه نه کوي.
تر اوسه وخت تیر شوی نه دی د کابل ادارې ته اړینه ده چې د پاکستان د تیریو او مداخلو په وړاندې په غوڅه توګه د هیواد څخه دفاع وکړي.
د افغانستان خلک لوږه ،تنده ، جنګ او جګړه زغملی شي خو هیڅکله د هیواد ملي ګټو سره سرسري چلند نه شي زغملی . د افغانستان خلکو امیر دوست محمدخان د پیښور په دلاسه ورکولو سره نه دی بښلي . امیر محمدیعقوب خان یې د ګندمک د تړون او امیرعبدالرحمن خان یې د ډیورینډ تړون په لاس لیک کولو سره د هیواد د خلکو له خوا غندل کیږي . او داسې نور. که چیرې د کابل اداره د ملي ګټو څخه سترګې پټې کړي بیا د افغانستان د خلکو له پاره یوه شیبه هم د زغم وړ نه ده او نه به یې وزغمي.