غزل
خپلواک سادات 12.06.2011 15:28کاشکې زه د جانان زلفو کې ویښته وای
چې یې ول په ول په مخ باندې ویده وای
یا له سترګو چې تویېږي د یار مخ ته
هغه سپینې رڼې ښکلې اوښکې زه وای
یا مې دواړه لاسه تاو د یار له غاړې
یا له سره پیدا نه وم څه به ښه وای
یا مې ستا نوم په ژوند هېڅ نه اورېدلای
یا مې یاره تر څنګ تل تر تله ته وای
یا د تور بوړي غږونه وای په غرو کې
یا له یار سره بې ځانه خوله په خوله وای
بس خپلواکه تش د مینې په نوم پایو
که په ژوند کې مینه نه وای ژوند به څه وای
خبرونه
- پر امریکا د ټیک ټاک اپلیکیشن نه پلورو- بایټ ډنس چینايي شرکت
- په کندهار کې د تسبې جوړولو وضعیت څنګه دی؟
- ملګري ملتونه وایي شمالي غزه اوس هم د لوږې له کبله "د کاختۍ خواته روانه ده"
- ګلوټین څه شی دی او ولې د ځینو کسانو د هاضمې سیستم ورسره حساس وي؟
- پاکستان: د ایراني صدر په سفر کې د ګیس پایپ لاین په پروژه غور شوی، امریکې سره هم په تماس کې یو
- ایا پاکستان به ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژې ترسره کولو کې د امریکې فشارونو ته ټینګ شي؟
- په غزه کې د اسرایلو د جګړې پر سر احتجاجونه د امریکا نورو پوهنتونو ته هم خپاره شوي
- امریکا وایي پاکستان یې په سیمه کې مهم ملګری دی او خپلې اړیکې ورسره نورې هم پیاوړې کوي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019