د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د باستان ښار او د سیونو ورک کلتور

خپلواک سادات 22.11.2011 16:59

هرات د افغانستان د لرغونیو ښارونو یو ستر ښار دی او لا د اسلام څخه دمخه هم د تمدن ښار یادېده، چې ټول لرغوني توکي یې لا ډیرې پخوانۍ نښې لري. د تاریخ پوهانو له آنده د هرات ښار د کوشانیانو او کنشکا له وخته د کیسو تاریخ لري. د باستان دغه ستر ښار د علومو او په ځانګړې توګه د اسلام له ظهور څخه راپدېخوا د عربي ژبې او فنونو د علم یو لوی مرکز ؤ او ډير لوی عالمان یې په لمن کې روزلي.
د هرات ښار له تاریخه خبرې نه کوو ځکه دغه ښار یو ځانګړی او روښانه تاریخ لري چې زمونږ په څو جملو کې یې راټولول ګران دي. خو دا اړینه وه چې یو ځل مې باید دا ښار له نږدې لیدلای وای او یوه ننداره مې کړې وای.
زه د خپلو ملګرو سره په ۲۰۰۶ کال د لمړي ځل لپاره هرات ته ولاړم. د ښار پاکوالی، لوی او پراخه واټونه او تاریخي کلا او نور ځایونه مې رښتیا هم ډیر خوښ شول.
د ښاریانو ژوند هم خورا ښه ؤ او لا په هماغه وخت کې یې نږدې ټولو وګړو ته د برېښنا کارول یوه عادي خبره وه. همدا رنګه په ښار کې ټولو ځوانانو ته ښه ښوونځي او تعلیمي ادارې برابرې وې. د ښار نجونې هم پاکې او ښکلې وې او د خلکو جامې هم عصري وې، د ځوان نسل نر او ښځو یې پتلون اغوستی او لا اوږدې چپنې یې ډیری ښځینه و په تن وې.
زمونږ یو ملګری چې په دري ژبه پوره نه پوهېده یوه پولیس ترې د هویت پوښتنه وکړه خو د تذکرې له ښودلو روسته باوري شو چې مونږ ټول افغانان یو، او له ځانه سره یې وویل چې بیره وییییین شه ما مثل سی وېنو میګاردییی بابې... مونږ حیران شولو چې دا به څه مانا ولري؟ جامې خو مو هم پاکې او افغاني دي، خبرې مو هم سمې دي او نشه مو هم نده کړې؟؟؟ دا به نو څه وایي. خو خیر کله چې د یو هراتي ملګري له خولې خبر شولو چې دوی دلال ته سي و نو وایي نو په رښتیا چې ډیر خپه شولو او له ځانه سره مو وویل چې نږدې ۲۲ کاله مو په پاکستان کې تېر کړل خو هېڅ پولیس راته دومره په سپکه نه وو کتلي لکه د هرات دغه سیونو پولیس. خو زمونږ ملګري کلک عزم وکړ چې سبا باید د کابل تګ نه دمخه یو ځل دا سیونو پولیس ووینم، خو څه وو چې مونږ باید د شپې ډیر د وخته له هراته تللي وای ترڅو سهار مهال باید په کندهار کې له نورو ملګرو سره یو ځای شوي وای.
مونږ له هراته تر کندهاره همدا د سیونو خبرې کولې او د تېرو دریو ورځو په موده کې مو چې په چا د سیونو شک راته سره به مو یادول. خو څه سر به دې خوږوم په باور سره که ګمان ترې لرې هم شي نو نږدې دوه سوه نر او ښځې سیونوګان خو به مو لیدلي وي، خو مونږ ترې ځان ساته. الله دې ترې ټول په امان کې وساتي.
د سیونو خبره هم زمونږ تر غوږو راورسېده او بېرته هېره هم شوه او موده تېره شوه. د پوهنتون لمړی کال مو و. د وعدې سره سم دوکاندار راته تلفون وکړ چې زرینې نمرې راغلي که یې خوښوې نو ژر راشه. زه هم سمدلاسه له کوټې راووتم پاسپورټ او د پوهنتون کاغذونه مې واخستل او د لیلیې څخه د پوهنتون د بازار په لور روان شوم. په لاره کې دوه ملګرو راته وویل چې رامېش ویل چې نوې نمرې مې راوړي او که یې اخلۍ نو ژر راشۍ که نه نو خلاصېږې. دوي ته مې هم وویل چې راځۍ ولاړ شو. کله چې دوکان ته ورسېدو نو رامېش شپږ سیم کارتونه راکړل او راته یې ویل چې خوښ یې کړﺉ پکې. زمونږ خدای بخښلي ملګري او یو ورور یې دوه سیم کارتونه خوښ کړي و. زما سره د لارې ملګرو هم یو یې سیم کارت خوښ کړ او ما هم د ځان لپاره یو سیم کارت چې درې ځله یې ۳۹ شمېرې لرلې خوښ کړ. د رامېش سره مو د سیم کارت په بیه کې بحث اوږد شو خو چې د خپلو ملګرو خواته مې پام شو چې یو یې بل ته په سترګو کې اشارې کوي او له ځانه سره پخ پخ کوي. ترې ومې پوښتل چې ولې؟ ایا د سیم کارت بیه مې ډیره نامناسبه ویلې که څنګه؟ په خدای سوګند چې زما له ذهنه د سیونو خبره پوره وتلې وه، خو چې هغوی یو یې راته وویل چې (بیګې جونم شماره کې سه بار سیونو دارد بیګي که دلال شوي). زه په خپل ځان ونه پوهېدم خو دا فکر مې وکړ چې ستا د سیونو پولیس خو رانه بچ شو خو ته هم هراتي یې او له همدې سره مې د ښی لاس سوک د هغه په خوله داسې روغ ولګېده چې سر یې د دوکان بېرونۍ ښیښه هم ورماته کړه او له همدې سره مې پرې څو لګتې هم ورواچولې ، خو نور ملګري مو تر منځ شول او د هغه د خولې وینې یې پاکې کړې او له ځانه سره یې کوټې په لور روان کړ. دوکاندار رانه پوښته وکړه چې ارې بایي یه کیا هوا؟ اس نی سیم کارټ کې بارې می کچ بتایا؟؟؟؟ ما ویل نه سیم کارت دې واخله زه به بیا راشم . او زه هم د خپلې کوټې په لوري روان شوم. له ځانه سره مې ویل چې دا دې څه بد وکړل دا خلک به څه وایي؟؟؟ سمدلاسه کوټې ته ورغلم او هلته نور ټول افغانان او نور ملګري راټول شوي ول او (د سیونو) خبره یې د غیر افغانانو غوږونو ته هم رسولې وه. خو ما ترې بخښنه وغوښته او ورځ تېره شوه خو تر ټولو بده یې د شپې هغه ساعت ؤ چې د بهرنیو محصیلینو د کونسل مشرې نږدې د دوه زره څخه زیاتو نر او ښځو محصلینو ته زمونږ د شرم نه ډکه خبره واوروله او زمونږ لوی کلتور یې راته داسې یاد کړ لکه چې ایرې په ډیران پرتې وي. سوګند یادوم چې زه هغه ساعت اوس هم رایاد کړم نو وایم چې کاش کې ماته یې موردګاو، دلال او هر سیونو ویلای وای خو ما باید هېڅ نه ویلای، ځکه چې هلته نو د هرات، کابل او ننګرهار خبره نه وه خو یواځې د افغان سټوډنټ په نامه یې پېژندلو او بیا نو تر ډیره وخته هر غیر افغان محصل به چې کوم افغان محصل ولید نو ویل به یې چې ( های سیونو، هو آر یو... اوه ساري آی اېم سیونو) او بیا به یې وخندل. ما خو تر درې څلورو ورځو خپل ژوند هېر کړی و خو څه مې کړي وای د باستان ښار او د سیونو کلتور و نو....
سیونو په کابل کې: په دې حکومت کې خو د کابل واټونه هم په مازدیګر او ماښام داسې بند وي او د سړک په مخ نو موټرو داسې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي لکه ته به وایې چې په ګوړه میږیان راټول شوي وي. یوه ورځ ماښام ته نږدې همداسې حالت و. یو موټر چې کیدای شي په غلط ځای کې تم شوی و، ترافیک ماما له خپل موټره ورته په لاوډسپیکر کې ورغږ کړ چې کرولای شخصي سفید رنګ بې جا استاد نشو، توره میګم او کرولا که پلېت سیونو ام داري. ټولو خلکو وخندل او ماته یې بیا دا د شرمه ډکه خبره رایاده کړه.
اوس نو وخت رارسېدلی ؤ چې د کابل په ترافیک مدیریت کې د سیونو خبرې روانې وې او دا هم ویل کېږې چې خبره دې ته رسېدلې وه چې د موټر خاوند ته به ترافیکو ویل چې از سیونو بچ میکنمت چارصد دالر بتې...... خو د خلکو تر منځ دغه ورک کلتور ورځ په ورځ زیاتېده، ځکه چې سړی خپل کلتور ونلري نو خو همدې خبرو ته پاتې کېږي کنه.
د سیونو خبره خو په نورو دولتي ادارو کې هم یادېدله خو اوس یې نو د هیواد له لویو نوامیسو څخه چې لویه جرګه ده، هم ورسوله. لویه جرګه د هیواد د هر رنګه بحرانونو او پلانونو اړوند پرېګړې کوي، چې دا ځل هم لویه جرګه د هېواد د راتلونکې په اړه سره راغونډه شوه او غوښتل یې چې د امرېکې سره د ستراتېژیکي تړون اړوند خپل آندونه شریک او یوه ښه پرېکړه وکړي.
د لویې جرګې غونډه جوړه شوه او غونډې په کاري کمیسیونونو کې هم خلک ځای شول. د لویې جرګې اداري هیئت له خوا د کمیسیونونو نوم لړ اعلانېده خو چې د نه دېرشم کمیسیون وار راغی، نو د جرګې د یو تن سپین ږیري له خولې ټولو بې مغزه وکیلانو خولې چینګې نیولې وی او په غونډه کې شور ماشو جوړ و. ځینو وکیلانو چې لا د باستان د ښار د سیونو له ورک کلتور نه بې خبره ول هک حیران ول چې دا ولې؟؟؟ خو د نه دیرشم کمیسیون په ځای یې د څلوېښتم او ورپسې د یو څلوېښتم کمیسیون نوم لړ اعلان کړ. البته دغه کار د نه دېرشم کمېسیون د غړو له خوا وړاندیز او بیا اداري هیئت ومانه.
اوس نو تاسو د جرګې د غړو او د هغوي له همدې پرېکړې د غړیو وړتیا او د ستراتېژیک تړون په اړه د هغوي پرېکړې ارزولای شﺉ. د ستراتېژیک تړون اړوند خو څه نشو ویلای خو دا باید په ډاګه کړو چې زمونږ د هغو خلکو چې د هېواد په لویو چارو کې خبرې کوي وړتیا ووینو. دا خبره د رسنیو له خوا هم وڅېړل شوه خو که مونږ له خپل ځانه سره دا فکر وکړو چې مونږ د څومره لوي کلتور خاوندان په کومه خبره سر خوږوو او یا هم د کومو خبرو او کارونو وړتیا لرو نو البته ځواب به یې هم رانه ورک وي.