د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنجوایي د پېښې ویرنه

خپلواک سادات 13.03.2012 12:46

بیا دې سرې جامې اغوستي کندهاره
بیا په سرو وینو کې رنګ شوې لاله زاره
بیا دې ټوله شپه په زړه کې اور بلېږي
بیا دې څنګه لوګی خېږي تر سهاره
بیا دې څومره میندو اوښکې تویې کړي
بیا د کومې ملالۍ سوې کوکاره
بیا دې راشي ټول زلمي تورې دې سرې کړي
بیا ټپه شوه کومه پېغله یکه زاره
*********
بیا په نیمه شپه کوکارې دي څه چل دی
بیا د کوم داړه مار ستا په زړه یرغل دی
بیا دې ټوله مځکه سره ده پکې سوځو
بیا د چا دلاسه دغه اور پرې بل دی
بیا پړونی مې د کومې انا سوځي
بیا د څو سپین ږیرو برخه کې اجل دی
بیا د کومې خورکۍ روح ځي تر اسمانه
بیا د کوم وحشي ټوپک ویشتي اوربل دی
********
بیا د سرو وینو سیلاب پکې بهیېږي
بیا دې غېږ کې تي خواره کوچنیان قتلېږي
بیا دا کوم ماشوم شهیدې مور ته ژاړي
بیا یې سره مرمۍ د ستوني نه تېرېږي
بیا شوې څومره میندې بورې، څومره ورک دي
بیا دې څو بچیان جنت ته روانېږي
بیا به وخت راکړي د ګلو ګېډۍ څنګه
بیا سپرلي نه مخکې سره ګلان رژېږي
**********
بیا خپلواک افغانستان سپیره میرات دی
بیا په سرو وینو لړلی زنګابات دی
بیا مو وینه نذرانه ده لویه خدایه
بیا زمونږه مرګ د ارګ د ژوند زکات دی