د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژړغونی ګل

خپلواک سادات 20.06.2011 23:02

مونږ به تل د هر سپرلي په پیل کې د غره لمنې ته د سپرلنۍ میلې لپاره تلو. دا ورځ به مو د سپوږمۍ د څوارلسمۍ شپې په سبا ورځ وه، چې کله به سپوږمۍ د څوارلسو شپو شوه نو د هغې سبا ورځ به کله د سپرلي په دوهمه او یا هم دریمه اونۍ کې وه. دغه د میلې ورځ به مونږ ټوله د غره په لویه لمنه کې د وړو غونډیو شاوخوا تېروله، د غره په لمن کې به مو د یوې ورځې میلې لپاره حلواګانې او نورې کټوۍ پخولې او د ډوډۍ خوړلو په وخت به مو خپلې کاسې له نورو سره یو ځای شریکولې، هلته به مو د ماسپښین او مازدیګر لمنځونه په جمع ادا کول کوچنیانو به د ښځینه و تر څنګ لوبې کولې او .......
اوس بیا د میلې ورځ رانږدې وه او ټولو د کلي خلکو به سپوږمۍ څارله چې که د څوارلسمې شي او میلې ته ځان تیار کړي. دا کال د نورو په پرتله ژمې لږ څه ځنډیدلی و او د غره په څوکو لا واورې ښکارېدې، خو د تل په څېر د غره لمن او ورڅېرمه ټولې غونډۍ ډیرې ښې شنې شوې او ښېرازې وې، د بلبلو نغمو هم د سپرلي په ښکلا کې نوی رنګ راوړی و. هوا ډیره زړه راښکونکې وه....
لنډه دا چې د مېلې ورځ هم د سپوږمۍ د څار له مخې سبا وه خو نن ورځ باید ټولو کوچنیانو ځانونه چمتو کړي وای ، نجونو هم د سبا لپاره ښې جامې او د پخلي توکې راټول کړي وای او  ځوانانو د سبا لپاره ښه چمتوالی نیولی وای تر څو د زلمیو تر منځ په ځغاسته، غېږنیولو او نورو سیالیو کې ښه و ځلېږې چې تر بل کاله یې نجونې په کلي کې کیسې او خبرې د ګودر او تناره په سر یادې کړي......
زه د مېلې څخه یوه ورځ وړاندې د غره لمنې ته د ملګرو سره یو ځاې ولاړم تر څو خپل ځان ته ښه ځای غوره کړو او سبا باید تر ټولو دمخه هغه ځای ته ځان ورسوو. توریالي او حامد زما په خوښه داسې یوه غونډۍ غوره کړه چې تر نورو یو څه لوړه او چینې ته هم نږدې وه. او له همدې ځایه مو نور ټول کلیوال څارلای شول...... ماښام نژدې و غوښتل مو کلي ته ولاړ شو خو زه د حامد په ګلانو شکولو په قهر  شوم او له یو څه شخړې روسته مې ورته وویل که ته سر له اوسه همداسې ګلان شکوې نو سبا به څه کوې..... هغوی ولاړل او زه ورپسې د کلي په لور راون وم خو په زړه کې مې د ګلانو تنکیو غوټیو او د هغوی کم عمر چې ایله به تر سبا وای( ځکه چې د مېلې د کوچنیانو او زلمیانو به ښکار کیده) فکر کاوه. په فکر کې مې ناڅاپه د نرګس او انا هغه سال ځواب رایاد شو چې:
             سحرګــه وه د نرګـــس لېــــمه لانده                څاڅکی څاڅکی یې له سترګو څڅېده
            ما ویل څه دې ښکلیه ګله ولې ژاړې                ده ویل ژوند مې ده یوه خولـــه خندېده

زه په همدې فکرونو کې کلي ته نږدې د چینې غاړې ته رسېدلی وم چې د لویو چینارونو په غټو خاښونو باد خپلې څپې داسې تېرولې چې اواز یې لکه د یو خامار پرشار کاوه. لږ ودرېدم او یوې د نرګس ګل کوچنۍ غوټۍ چې ایله به یې خوله خلاصوله ځیر شوم. اوس نو په ما هم ناوخته شوی و او شپې خپلې تورې وزرې ورو ورو د کلي په خوا راخپرولې چې سمدستي یې د سپوږمۍ رڼاګانو تورې تیارې ورغوڅې کړې او د کلي ختیځ خواڅخه د لېرې غرونو په سر سپوږمۍ راپورته او له نرۍ وریځو څخه په منډه منډه راتېره شوه، شپه هم ناوخته، هوا یو څه سړه شوې وه د کلي له لوري هم د سپیو اوازونه نه راتلل او د سپوږمۍ رڼا ټوله فضا داسې روښانه او رنګینه کړې وه چې تا به ویل ګوندې د تنکیو کبلو په منځ کې یې د کومې ورکې پسې خپلې زرینې وړانګې ګرځوي. نری نری باد هم لګېده چې لکه د کوچني اواز مې تر غوږ شو زه وویرېدم لږ ځیر شوم، ګورم چې د نرګس کمکۍ غوټۍ وه، اسمان لوري ته یې مخ و او له سپوږمۍ یې وپوښتل: ای د ټول جهان لیدونکیه سپوږمیه ته څومره ښکلې یې او دا ټوله نړۍ دې په خپلو وړانګو څومره روښانه کړې ده، ته اوس هم ډیر ښکلی او روښانه یې مګر ای سپوږمیه ته خو د ټولې نړۍ مخ ګورې او ترې راڅرخې مګر بیا هم دا ستا په مخ ولې داغونه شته او ښکلا یې درته کمه کړې ده؟؟؟
سپوږمۍ شېبه چوپ وه او بیا یې وویل هو ته رښتیا وایې. بیا چوپ شوه.
د نرګس کمکۍ غوټۍ د نري شمال په مرسته خپل سر اخوا دېخوا واړاوه. خو چې شمال ودرېد نو بیا یې یوه د غرور نه ډکه خندا وکړه او له سپوږمۍ یې وپوښتل چې اې د تورو تیارو رڼاکوونیه سپوږمیه ایا که زه ستا په څېر د ټولې نړۍ لوړې او ژورې، غرونه او راغونه، وچې او بحرونه او دا د ټولې نړۍ مخ ووینم نو زما ښکلا به څومره وي؟ حال دا چې زه اوس هم ډیره ښکلې غوټۍ یم او تر ګل کېدو مې امید دی، زما ستاینه په شعرونو کې هم کېږي،  د مینو تر منځ هم ډالۍ کېږم او.....
سپوږمۍ چې نوره یې حوصله په واک کې نه وه،  نرګس ته وویل: ای کمکۍ غوټۍ ته لا د عمر کمه یې ما دا نړۍ ولیده او که تا همدا اوس چې زه څه وینم ولیدل نو د ژوند توان به ونه لرې نو پرېږده چې که زما په مخ خاپونه دي او که ښه یم.....
نرګس لږ غوندې په ملا ټیټ شو ما ویل لکه چې تعظیم کوي، او بیا یې له سپوږمۍ وپوښتل چې ای روښانه سپوږمیه ایا کیدای شي چې په هر هغه څه ځان وپوهوم چې ته یې وینې او له ما څخه پناه دي؟ چې ته رښتیا وایې او که دې د خپل مخ کمزوري راته بهانه جوړوې؟؟؟؟
سپوږمۍ خپلې روښانه او ځلانده وړانګې د نرګس په مخ وټومبلې او ورته یې په ژړغوني غږ وویل ته څه  پوهېږې چې همدا اوس ستا تر څنګ په یو نږدې کلي کې یوه پېغله په همدې امید چې سبا به د غره لمنې ته راځي چې ته پکې اوسې او په دې هیله چې یوه د ګل غوټۍ به خپل د ژوند هغه ملګري ته له نورو کلیوالو نجونو پټه ورډالۍ کوي. هغه لا همدا اوس هم ویښه ناسته او ماته خپل سلامونه راکوي چې د هغې د ژوند ملګري ته یې ورسوم، هغه د یوه زلمي په نامه ناسته ده او له دې هم خبره نه ده چې هغه زلمی به کلي ته راغلی وي او که نه؟ هغه پېغله له ما دا هم پوښتي چې د هغې د برخې زلمی به د پوهنتون څخه د سبا مېلې ته راځي او که نه؟ دا ساده پېغله د خپل زړه حال ماته وایې او دا راځنې پوښتي چې د هغه زلمي له لوري ورته سلامونه لرم او که نه؟ دغه پېغله په همدې امید ماته راګوري چې ګوندې زه یې د ژوند ملګري ته هم ښکارم او لکه د هغې د عادت په څېر یې تر منځ ریباره یم........خو ای غوټۍ ته نه پوهېږې چې زه زه ..... سپوږمۍ په سلګیو شوه او بیا شېبه چوپ شوه.
نرګس د یوه نري شمال په مرسته سر اخوادېخوا وګرځاوه او چې باد ودرېده نو سپوږمۍ ته یې وویل: ای سپوږمیه دا نو څه د ژړا خبره ده ولې ژاړې بله بهانه دې نه وه چې اوس ....، سپوږمۍ یې خبره په یوه کریغه ورغوڅه کړه او ورته یې وویل چې اې نامردې غوټۍ زه دغه سپېره پېغله څنګه وپوهوم چې ستا په اند ستا د ژوند ملګری ډیر بې وفا دی.... د هغه نور ته نه یې پکار او نه درسره مینه کولای شي... هغه زلمی د سبا میلې لپاره د پوهنتون څخه راروان و. نن مازدیګر چې له لیلیې څخه راووت نو د خپلې کوټې ملګرو ته یې د میلې د ګډون بلنه هم ورکړه،  خو خو.... سپوږمۍ سلګیو نیولې وه او بیا یې خبرې پیل کړې چې هغه بدقسمته زلمي چې همدغې پېغلې ته ېې موده مخکې په لیک کې لیکلي و چې د مېلې په ورځ به ورته د ښاره یوه ښکلې ډالۍ راوړي، د همدې وعدې پوره کولو په خاطر چې ماښام نژدې و، د بازار په لور ولاړ او هلته د یوه بنجاره دکان لوري ته وروګرڅېد چې د یو ناڅاپه درز په اورېدو مې همدا زلمی چې سپینې جامې یې په سرو وینو رنګ وې، د څو تنو سره یوځای، د سړک له سطحې څخه زما په لور لس، دولس متره راګزار ولید او بیا راځنې په دړو او لوګیو کې ورک شو......،  ما یې تر اوسه لټه کوله، خپلې وړانګې مې په هر لوري ورپسې رڼا کړې تر څو پیدا یې کړم، خو دادی اوس مې د ښار په صحت عامې روغتون کې د خپلو ځغلنده وړانګو په مرسته وموند چې ټوټې ټوټې جسد یې د کړکۍ لوري ته ایښی دی...
اوس نو شپه تېره وه سپوږمۍ هم د غره څخه د اوښتو په حال کې وه او ایله یې وړانګو د نرګس غوټۍ نازکې پاڼې ښکولولې او همدا خبره یې کوله چې ای د نرګس غوټۍ: اوس خو هغه پېغله په ډیر خواږه خوب ویده ده سبا که یې د هغه زلمي مړی رانه وړ، نو ته به هغه نجلۍ خبره کړې، زما له واکه نه ده پوره.
د همدې خبرې په تمامېدو سره سپوږمۍ د غره وراخوا شوه. د نرګس لیمه د اوښکو ډکې وې او ډنډ ډنډ اوښکې یې په نازکو پاڼو پرتې وې چې سبا به ورته خلکو شبنم وایه. چې خپل ځان ته مې پام شو نو ګریوان مې په اوښکو لوند کړی و. او له ځانه سره مې ویل چې مونږ څومره ناپوهه یو چې د ګل اوښکو ته شبنم وایو او هغه ګل چې ژړغونی ګل دی مونږ یې خندنی بولو.