د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مدافعې پارلماني وکیلان

خپلواک سادات 05.05.2012 18:44

اونۍ وړاندې دا دی یو ځل بیا د فساد په وړاندې د مبارزې ادارې د یو فساد په جامو کې پټ وزیر اسماعیل خان خلکو ته وپیژانده او د فساد په ککړوالي یې د افغانستان خلکو ته په ګوته کړ او نوره یې نو قضیه لوی څارنوالۍ ته ورپرېښوده. دلته په افغانستان کې خو هم د دا رنګه فیصلو څېړل لکه د وزلوبې په شکل په مخ وړل کېږې. چې یوه شیبه یې په میډیا کې دولتي ډلې راکاږي، بیا یې ترې نادولتي ډلې خوا خپله کړي او کله ناکه نو بیا پرې په تلویزینونو کې ښې تودې مرکې جوړیږي او هماغه د وزلوبې میدان شي. اوس نو د وزلوبې د میدان ښه قهرمان ټیم په پارلمان کې د ولسي جرګې ټیم دی. دغه ډله سیاسي لوبغاړي په پوره همغږې سره هره موضوع ډیره ښه په مخ بیایې او هغه د چا خبره چې لکه په میدان کې وزه ښه په ولکه کې ولري دارنګه دا ټیم د تورنو وزیرانو قضیې داسې بسمه بسمه کوي چې سم یې لکه اوړه او مالګه ګډ وډ کړي.
خبره رانه ورکه ورکه کېږي، خو څه وکړو چې لیکوال نه وي او لیکل کوي د هغه دې هم خدای انصاف په برخه کړي... خو خیر خبره د اسماعیل خان ښکاره شوه او د فساد په ضد د مبارزې مشر عزیزالله لودین په سرګنده سره وویل چې اسناد لري او په ثبوت سره یې اسماعیل خان د ملت غل دی. خو هلته په لوی څارنوالۍ کې نو سمدستي خبره بدله شوه او اسماعیل خان یې د هر رنګه فساده لیرې وښوده او جایداد نو د ښاغلي زابلي دي چې کله یې دولت، کله پوهنتون او کله یې اسماعیل خان ته ورسپارلی وو... په قضیه یې ټول لوستونکي خبر دي.
بله خوا اسماعیل خان داسې چوپ چاپ پاته وو او ددې خبرو یې دومره قدرې پروا هم نه کوله چې دا ما پسې لودین څه ډنګوي او څارنوالي لا بیا ماته څه وایې، خو هو همداسې پکار وه چې بیغمه او بې فکره باید پاته وای، ځکه هلته خو نو په پارلمان کې د اسماعیل خان خپل د مدافعې وکیلان ښه په پوره کچه په اسونو سپاره او ددې موضوع د څېړلو لپاره په طمع ناست وو. په پارلمان کې د ولسي جرګې غړو ( مقننه قوه ) اوس ټوله په ناندریو بدله شوې او د پارلمان په ودانۍ کې یې دا د وزیرانو او لویو ریسانو د جرمونو قضیو او د هغو سپیناوي ته ښه وخت ورکړی.
نوموړو پارلماني وکیلانو د اسماعیل خان د غصب موضوع داسې ښه وڅېړله او ډیری وکیلانو په ولسي جرګه او تلویزوني رسنیو کې پکې داسې لکه د اوښانو غړۍ ووهلې او په پایله کې یې تورن وزیر داسې سپین صاف کړ لکه همدا د وزیر صیب اسماعیل خان پاکه ږیره چې په سنسلیک کې مینځل شوې وي.
مونږ د افغانستان ملت د اسماعیل خان د قضیې دومره لیواله نه یو خو خبره دا ده چې دا د ملت په نامه استازي چې په ولسي جرګه کې ناست دي او د اعتماد وړ رایې یې اخستي دومره ولې د یو وزیر ملاتړ او د سپیناوي کوښښ یې کوي، دا خو نو د فساد په وړاندې د مبارزې اداره او بیا بیرته څارنوالي او محکمه ده چې باید په اړه یې پرېکړه وکړي. ایا د پارلمان وکیلان چې سترګې پټې کړي او یواځې په همدې چې د یو تورن وزیر سپیناوي وکړي او یا هم په کوم بل کس تور ولګوي او په اړه یې مالومات خپاره کړي، خپل پارلماني مسؤلیت پوره کولای شي.؟
هر وزیر ځانته وکیلان لري او هره د وکیلانو ډله ځانته وزیر لري، کارونه یې یو په بل پورې تړلي او په مخ روان دي. اجرایه او قضایه قوې هم داسې په خپل منځ کې په خپلو خبرو نه پوهیږي، د ملت واګي د ډیرو په لاس کې دي، څوک یې یو خوا او څوک بل خوا ته راکاږي. خدای ته به مونږ ټول مسؤل یو او ددې هري کړنې ځواب به ویو.