د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه او روانې ستونزې

احمدجان اریوزی 24.05.2011 14:10

په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده چې د دې جګړې لمن د کراچۍ د ښار څخه نیولي تر بادغیس او کشمیر پورې غزیدلي ده . ددې جګړې لومړی کرښه جوته نه ده بلکې سیمه یې ښکاره ده .
په دې جګړه کې مدافع او متعرض قوتونه نه دي څرګند.دوی ډول ډول نومونه لري دا قوتونه بدلیږي خو د دوی په جګړو کې زیان یوازې پښتنوته رسیږي .اوس مهال هره ورځ په منځنۍ توګه دوه سوه تنه بیګناه پښتانه خپل ژوند په کې د لاسه ورکوي .
د پښتنو له پاره خپله سیمه د اور سره تبۍ ګرځیدلی ده په دې ټوله نیمه وچه کې داسې ځای نه پیدا کیږي چې پښتون اولس په کې په ارام سره شپه سبا کړي.
کورونه او کلي وران او د کرنې ځمکې په شاړو اوړي. په پښتني سیمو کې د زده کړو او روغتیا مخه نیول کیږي.
دا جګړه د هغې جګړې دوام دی چې د پښتنو په ضد د اعلحضرت شاه زمان په وخت د بریتانوي استعمار له خوا په ختیځ ، پارسي لوړتیا غوښتونکو له خوا پښتنوپه وړاندې پیل کړي وه چې هغه جګړه اوس د هغو میراث خوارو له خوا ( پنجاب ، تهران ) په مخ بیول کیږي.د پښتنو په ضد په دې جګړه کېد سیمې او نړۍځینې هیوادونه او عربي جګړه ماره ډلې په غیرمستقیمه توګه د ایران او پنجاپ مرسته کوي.
که څه هم په تیرو کلونو کې پښتنو په ډيره میړانه د خپلې ازادی او خاورې څخه دفاع کړي خو بیا هم نه دي توانیدلی چې د استعماري ځواکونو د ناوړو پلانونو مخه ونیسي . استعماري ځواکونه د پښتنی واکمنانو د ځان غوښتنې له امله په دې بریالي شول چې د پښتنو خاوره ټوټې ټوټې کړي .
په اوسنیو شرایطو کې پښتون اولس د یوه بې وسه موجود په توګه ددې پراخې جګړې په وړاندې د ځانه وړ غبرګون نه شي ښودلی. دا چې پښتون اولس د کومو عواملو له امله نه شي کولای ددې لوی ناورین مخه ونیسي تر ډیرې اندازې ښکاره دي.
لومړی: د پښتون اولس په څلورو برخو ( ازاد قباییل ، پښتونخوا، بلوڅستان د کراچۍ په ګډون ، د افغانستان پښتانه) ویشل ددې سبب شوی دی چې و نه شي کولای د یوه وجود په توګه د پنجاپیانو ، پارسیانو او نورو استعماري ځواکونو په وړاندې وړ غبرګون وښيي.
استعمارچیان او د هغوی مزدوران پښتنو ته دا باور ورکوي چې پښتون یو اولس نه بلکې په پورتنیو سیمو کې هر یو بیل اولس دی. پنجاپي استعمار او په کابل کې واکمن متعصبه کړۍ دا لټه کوی چې د دې سیمو د پښتنو تر منځ قومی ، کلتوری ، او د خپلوی اړیکې وشلوي .
دوهم: سبب د پښتنو په منځ کې د یوه ملي تفکر د رامنځته کیدو مخنیوي دی چې په اګاهانه ډول سره د پښتون ضد ځواکونو له خوا کیږي .په دوو تیرو وروستیو پیړیو کې د نړی د زیاترو هیوادونو په ملتونو کې د استعماري قوتونو په وړاندې د ملي یووالی او مقاومت روحیه او تفکر پیدا شوی او د هغه په رڼا کې نوموړو قومونو او ملتونو د خپلو ګټو څخه ساتنه کړیده.
خو په تیرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو په منځ کې د خپلو دښمنانو له خوا داسې افکار او ایدیولوژی خپرې شوي دی چې په خپله پښتنو ته په زیان او د هغوی دښمنانو ته په ګټه تمام شوي دی.
د پښتنو په منځ کې د ملي یووالی افکارو رامنځته کول او وروسته د ملي یووالی تامین ددوی د نجات په لور مهم ګامونه ګڼل کیږي.یو شمیر پښتو ژبي په اصطلاح سیاستوال د پښتنو تر منځ د ملي یووالی څخه د ویرې احساس کوي ددوی په باور د پښتنو تر منځ د ملي یووالی تفکر به ددې سبب شي چې لږکې ځانونه د پښتنو څخه بیل کړي.
د پښتنو تر منځ د ملی یووالی تامین یوه اړتیا او د تاریخ حکم دي تر څو دا ملت وکولای شي خپل روا حقوق د واکمنو متعصبو کړیو او د سیمې د استعماري ځواکونو څخه تر لاسه کړي د پښتنو یووالی د نورو قومونو سره د دښمنی په مانا نه دی.
دریم: د پښتنو د کمزوری یو بل اساسي علت د پښتنو په منځ کې د ملي مشرتوب نه موجودیت دی هر هغه مهال چې پښتون قوم په دې بریالی شوی دی چې ملی مشرتوب رامنځته کړي په هغه مهال یې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړی دي.دا مثالونه په تیر شپږ زره کلن تاریخ او په تیره بیا په وروستیو پیړیو کې غوریانو ، هوتکیانو، سوریانو ، لودیانو ،درانیانو په مهال کې ښه په ګوته کیدای شي.
استعماری ځواکونه هڅه کوي چې د پښتنو په منځ کې د یوه ملي مشرتوب د رامنځته کیدو مخه ونیسی. په بهر پورې د تړلو پټو کړیو په ډيره بې شرمی سره هڅه کړیده چې ټول هغه مشران چې کیدای شی یو کلی، ولسوالی او یا د ولایت خلک ورباندې راټول شي په بې رحمانه توګه د منځه یووسي . په اوس مهال کې د پښتنود مشرانو وژنه د وزیرستان څخه نیولي د پښتنو په ټولو سیمو کې د ټاکلی منظم پلان سره سم روانه ده.
تر اوسه پښتانه په دې بریالی شوي نه دي چې یو ملي مشرتوب رامنځته کړي .خو اوسنی شرایط دا غوښتنه کوي چې دا ډول مشرتوب رامنځته کړي.
څلرم: په دې اوس ټول پښتانه پوهیږي چې د دوی د ستونزو یو عمده علت د پښتنو په سیمو کې د پوهنې او زده کړو مخنیوي دی. کیدای شی چې پښتون اولس ته د بې سواده اولس خطاب وکړو ځکه چې بشپړ اکثریت یې لیک او لوست نه شي کولای.
په پښتنو کې د لیک او لوست مخنیوی د پنجاپ او تهران ګډه توطیه ده چې په دې کې د هغوی مزدورې ډلې ډيرې فعاله ونډه لري.
اوس مهال په ټولو پښتني سیمو کې د پوهنې د ودې مخه نیول شوي او کیږي. د کابل اداره د پښتنو ماشومانو د تعلیم سره علاقه نه لري او په افغانستان کې د پښتنو په سیمو کې د ښوونځیو دروازې تړل کیږي .د قبایلو په سیمو کې د ښوونځیو د جوړیدو مخنیوی کیږي همدارنګه په بلوڅستان او کراچې کې هم پښتانه ماشومان د زده کړو بې برخې دي.
همدارنګه په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت په دې لټه کې دی چې د مختلفو لارو څخه په استفادې د لوړو زده کړو موسسو ته د پښتنو زده کونکو مخنیوی وکړي.
پنځم:د پښتنو د ناتوانۍ بل سبب د پښتنو په مغزو کې د پښتون دښمنه ځواکونو له خوا د محرومیت او بې وسه والی د احساس راپيداکول دی اوس یو شمیر په پښتنوکې باسواده کسانو دا احساس پیدا کړی دی چې پښتانه نه شی کولای ددې ټولو ناخوالو په وړاندې د غبرګون د و ښيي نو له دې امله باید هر څه چې پرې تیریږي باید غاړه ورته کیږدي.
یو شمیر پښتو ژبي په اصطلاح سیاستوال یوازې خپلو ځانګړو ګټو ته پاملرنه کوي او په ټول هغه ناورین چې په ټول پښتون اولس راغلی دی سترګې پټوي. دوی نورو کسانو ته دا مفکوره ورکوي چې اوس یې وخت نه دې چې پښتانه د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي . او که نه پنجاب ، تهران او په افغانستان کې پاشیستي مرتجع کړۍ او ډلې خفه کیږي . په همدې خبرو سره سلو څخه زیات کالونه تیر شول او په سیمه کې پښتانه د خپلو ټولو حقوقوبې برخې دي.
شپږم: دسیمې استعماري او لوړتیا غوښتونکو هیوادونو له خوا د پښتنو په منځ کې د یو شمیر مزدورو ډلو رامنځته کول دی دا په پنجاپ او ایران پورې تړلي مزدورې ډلې د بې وزله پښتنو په ستوني چاړې ږدي او یا یې په ګولیو ټټرونه سوري سوري کوي .
دې مزدورو ډلو له پاره ملي اهداف او ګټې کوم اهمیت نه لري.دا ډلې او کړۍ هڅه کوي چې خپلې کرغیړنې څیرې د تیرایستونکو مخ پټونو لاندې پټې کړي . د دې ډلو مشران یوازې د هغو پروګرامونو سره سم حرکت کوي چې ورته اړوند د ( د پنجاپ، تهران ) پټو شبکو له خوا ورکول کیږي. دا ډلې د پښتنو د ملي یووالی او موجودیت له پاره ډیرې خطرناکې تمامې شوي دي.
ددې مزدورو ډلو د ناوړو پروګرامونو نتیجه ده چې په پښتنو باندې سور اور بل دی.
اوم: د زیات شمیر پښتنو روڼ اندو اوسیاستوالو بې تفاوتي ، هم ددې سبب شوی ده چې پښتون اولس ونه کولای شي د روانو پیښو او ستونزو په وړاندې غبرګون وښيي.
هره ورځ په سل ګونو مظلوم پښتانه وژل کیږي په افغانستان او سیمه کې پښتانه د خپلو ټولو روا حقوقو څخه بې برخې دي خو پورتنې روڼ اندې او یا په اصطلاح سیاستوال ورباندې خولې پټې او غوږونه کڼوي. دوی اولس او هیواد هیر کړي او پاشیستي پښتون دښمنه کړیو ډوولونه ته ګډیږي.
اتم : د پښتنو له خوا د خپلو اصلي دښمنانو نه پیژندل : تر اوسه په دې سیمه کې اکثریت پښتانه خپل اصلي دښمنان چې عبارت دي له د پنجاپ او د تهران واکمنان او د هغوی ملاتړ کونکي حکومتونه او په افغانستان کې واکمنې پاشیستي متعصبې ډلې دي نه دي پيژندلي .
د دښمن پیژندل نیم بری دي . خو له بده مرغه د پښتنو دښمنان په دې توانیدلي دي چې د پښتنو په وړاندې خپلې کرغیړنې څیرې او ناوړه موخې پټې وساتي .
------------------
د ویلو وړ ده چې هر ملت ، دولت او ګوندونه روانې پیښې د خپلو ګټوله زاویې ګوري. دوی د عمل یوه ستراتیژی لري او د هغې له پاره کار کوي.دوی خپلې ټولنې کړنې د ملي ګټو په بنسټ سره تیاروي.
د پنجاپ لوړتیا غوښتونکي او استعماري ادارې خپلې ګټې د پښتنو په بې اتفاقی او ددې اولس په ټوټې والی او د توند لازو ډلو په ساتلو او ملاتړ کې ګوري .
تهران دې ته کار کوي چې په افغانستان کې خلک په پښتو، ازبکي، پشه یی او نورو ژبو خبرې پریږدي او یوازې په پارسي خبرې وکړي د شعیه مذهب ځواکمن شي او د ایران تر نفوذ لاندې ډلې واکمنې اوسي تر څو په راتلونکي کې دا هیواد اوسنی هویت په بشپړه توګه د لاسه وړکړی.
لویدیز خپلې ګټې د تروریزم ضد په جګړه کې ګوري.
نو لدې امله پښتون اولس باید خپلې ګټې د جګړې د اور څخه د ځان په ژغورلو، د پښتون اولس په یوه هیواد کې راټولیدل ، یووالی او پرمختګ کې وګوري.
په دې ټول پوهیږي چې اوسمهال پښتانه په دې څلورو برخو ( افغانستان ، قبایلو ، بلوڅستان او پښتونخوا کې ) کې محکوم او د خپلو اساسي حقوقو څخه بې برخې دي.دا په دې مانا چې پښتون اولس په دې سیمه کې ټوټې شوی او محکوم اولس دی چې په پرلپسې توګه د سیمې او نړی د استعماري او پراختیا غوښتونکو ځواکونو له خوا ځپل کیږي.
په افغانستان کې تر ډیر بریده د پښتانه د خپلو اساسي او قانوني حقوقو څخه بې برخې او په دې هیواد کې تر ټولو بې واکه، په انکشافي پروژو کې د وړ برخې درلودلو څخه بې برخې دی. تر اوسه پښتنو په افغانستان ، پښتونخوا، بلوڅستان او قبایلو کې دا حق نه دی تر لاسه کړی چې په خپله ژبه ولیکي ، ولولي او یا خبرې وکړي. په لس ګونو زره کورنې د افغانستان د شمال څخه د واکمنو متعصبو پاشیستي ډلو له خوا په زور کوچوول شوي دې چې د هیواد په دننه او یا بهر کې د کړاوه ډک ژوند کوي. په دې ډول په زرګونو کوچیان د افغانستان په شمالي او مرکزي برخو کې د خپلو مېنو او کلیو څخه د واکمنو متعصبو وسله والو ډلو له خوا شړل شوي دي .
د افغانستان پښتانه د کابل اداره یوه ملي اداره نه بولي بلکې دا اداره د متعصبو ډلو تر ژور نفوذ لاندې او د هیواد د خلکو او په ځانګړي توګه د ځان خلاف اداره یې بولي .
په پېښور کې پښتنو حاکمیت یو سمبولیک اړخ لري چې مهم تصمیمونه د پنجاب په واسطه نیول کیږي.
دا چې پښتون اولس د اوسنیو ټولو ستونزو څخه وژغورل شي اړینه ده چې پورتنې ټول عوامل چې د پښتون اولس د پاره د ستونزو سبب شوي دی له منځه ولاړ شي.
پورتنی ټول حقایق دا ټکی په ډاګه کوي چې ټول پښتون اولس د یو ډول ستونزو سره مخامخ او دا اولس یو دښمن لري نو ځکه اړینه ده چې په مجموع کې د ټول پښتون اولس د ستونزو په حل کولو فکر وشي.
اوس د پورتنیو عواملو د له منځه وړلو له پاره اړینه ده چې یاد شوي عوامل په دقیقه توګه وڅیړل شي او د هغه د لرې کولو د پاره بنسټیزې لازې په ګوته شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
--------------
د شرایطو په څيړلو سره سم لومړی هغه لاز چې کیدای شي چې کیدای شي چې د ټولو ستونزو د لرې کولو د پاره دحل کیلي حیثیت پیدا کړي په ګوته شي.
په افغانستان کې یو شمیر پښتو ژبو په اصطلاح کتونکي او یا سیاسي څیړونکي ددې ویلو زړونه نه لري چې ووايي چې اوسنی جګړه یوازې د پښتنو په ضد روانه ده .
دوی دې ته پام نه دی کړی چې تر اوسه د طالبانو په نوم ډلو په تیرو نهو کلونو کې په غیر پښتني سیمو کې کوم جګړایز عملیات نه دي تر سره کړي. او نه القاعده په غیر پښتني سیمو کې جنګیدلي ده . همدارنګه تر اوسه د کوم غیر پښتون وګړي کور بمبارد شوی نه دی.او نه کوم غیر پښتون دطالب په نوم نیول شوی او بندي شوي دي.دا په دې مانا چې دا جګړه د پښتنو په ضدده .یعنې د دې جګړې موخه یوازې پښتون وژنه ، کمزوري کول او یا له منځه وړل دي.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي، پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي او زیار وباسي.پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي، پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري او بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
پورتنیو موخوته د رسیدو له پاره اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې یو پراخ سیاسي ، ټولنیز او تعلیمي غورځنګ پیل شي. داسې غورځنګ چې موخه یې لومړی د پښتنو یووالی او د پښتنو د پاره د یوه واحد هیواد رامنځته کول وي .
تر هغه چې پښتانه په یوه سیاسي پراخ غورځنګ کې سره یو شوي نه وي او د یوه متحد هیواد د جوړولو له پاره یې زمینه برابره کړي نه وي تر هغو به دا روانه تراژیدي چې تر سلو کلونو یې زیات دوام ومونده څو پیړی نوره هم دوام ومومي.
په پښتنو کې د یوه پراخ سیاسي غورځنګ د پیل کیدو له پاره زمینه برابره شوي ده دا ځکه چې د پښتنو په وړاندې د کراچۍ د ښاره تر بادغیس او تر کشمیره پورې پراخه جګړه پیل شوي ده او دا جګړه دوی دې ته اړ کوي چې د پېښو او ناخوالو په هکله فکر وکړي .
په دې مهال کې رسنی د پښتنو په ویښ کولو لوی رول ادا کولی شي . هغه رسنی چې وکولای شی د اوسنی روانې تراژیدی د رامنځته کیدو سببونه ، د پښتنو د ژوندانه اوسنی ناوړه حالت او ددې حالت څخه د رواتلو لارې چارې په ګوته ګړي .
له بده مرغه د پښتنو زیاتره رسنی په هغه لاره روانی دي چې د پښتني ضد ځواکونو له خوا تر ې کار اخیستل کیږي.ښایي دا رسنۍ مزدورې وي او یا تهدید او تطمیع شوي وي.
د سیاسي کتونکو په باور په پښتون قوم پورې تړلي رسنی باید د پښتنو په ویښ کونکی او سازمان ورکونکی رسنیو باندې واوړي . دا رسنی خپله ټوله پاملرنه د پښتنو ستونزو حل ته واړوي. همدا رسنی کولای شي چې په ټولو پښتنو کې د کراچۍ څخه تر بادغیس پورې د یوه سراسري غورڅنګ د پیل کیدو له پاره چې د پښتنو ستر مشر خان او عبدالغفار خان یې د رامنځته کولو د پاره کار کاوه زمینه برابره کړي.
دا غورځنګ د سیمه ایزو خوځښتونو څخه سرچینه نیسي. تر څو دا سیمه ایز خوځښتونه په یوه پراخ ملي غورځنګ کې سره یو شي. سیمه ایز خوځښتونه د سیمه ایزو منظمو جرګو په جوړولوسره پیل کیږي او بلاخره د پراخو پښتني ملي جرګو د جوړولو بڼه ځانته نیسي. چې په خپله غیږه کې د ټولوپښتنو استازي راټولوي.
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
تر اوسه یو شمیر په اصطلاح پښتانه سیاستوال دا نشي ویلای :
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څلورو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
زموږ زیاتره سیاستوال ددې په ځای چې د خپل اولس او هیواد د ګټو په فکر کې وي د پنجاب او تهران غوښتنو او ګټو ته پاملرنه کوي.
دا غوړه مال او بې ارادې پښتو ژبي لوړ پوړه چارواکي زیار باسي د روانې جګړې موخه د پښتنو کمزوري کول او د یوه قوم په توګه د هغه موجودیت له منځه وړل دي ، پټه وساتي ځکه چې دوی فکر کوي که چیرې دوی دا ډول څرګندونې وکړي نودوی به هغه د سوال او پښتنی ضد قوتونو له خوا ورکړل شوی څوکې د لاسه ورکړي.
تر ټولو دا اړینه ده چې روڼ اندي کسان اوسنی روان ناورین ، د هغه د رامنځته کیدو سببونه ، او ددې لوی کړاوه د پښتون اولس د را ایستلو لارې او چارې په ګوته کړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتنو ته د اوسنی تراژیدی څخه دژغورلو له پاره خوځښتونه به ددې سبب شي چې د پښتنو سیمه ایز او ملي مشرتوب را منځته کړي.
تیرو کلونو کې په پښتنو باندې د بهر له خوا په اصطلاح مشرتوبونه تپل شوي دی دا مزدور او تپل شوي مشرتوبونو د پښتنو له پاره ډير مضر تمام شوي دي. دا ټولې ستونزې چې اوس خلک ورسره مخامخ دي ددې مشرتوبونو د ځان غوښتنې او غلیمانو ته ددوې د چوپړ نتیجه ده.
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
اوس د پښتنو زیات شمیر لیکوالان ، سیاستوال او روڼ اندي د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان دا مشهوره وینا تکراروي چې ( یا به یو کیږو ، ګني ورکیږو).
خو د دوی تر اوسه کوم د لیدنې وړ سیاسي خوځښت نه لیدل کیږي . لویدیز او اروپا ته تښتیدلو پښتانه روڼ اندې یوازې د څو شعرونو په ویلو او یا غونډو په کولو سره د پښتنو په ناوړه حالت باندې اوښکې تویوي .دوی دا همت نه لری چې خپلو کورونو او کلیو ته راوګرځي او د پښتون اولس په ویښوولو او متحد کولو کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي.
د اوسنی ناورین څخه د پښتنو د ژغورلو د پاره د ځوانانو ځینې واړه خو د ارزښتناک خوځښتونه پیل شوي دي . چې ددې خوځښتونو په وړاندې هم د غوړه مالو، ځان غوښتونکو، ډارنو او په پردیو باندې د پلورل شوو په اصطلاح پښتني سیاستوالو له خوا یو شمیر خنډونه را پیدا کیږي او نه پریږدي چې دا خوځښتونه سراسري بڼه ونیسي.
د ویلو وړ ده چې پښتانه یو پراخ ملي سیاسي او تعلیمي خوځښت ته اړتیا لري چې وکولای شي د استعمار څخه د پښتني خاورې د ازادیدو او یوه متحد هیواد دجوړیدو له پاره زمینه برابره کړي .
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
تر هغه چې ټول پښتانه په یوه هیواد کې سره راټول شوي نه وي تر هغه به په دې سیمه او نړۍ کې د سولې او ارامۍ راتګ ناممکن دي.د ټولو پښتنو سیمو په یوه متحد هیواد کې سره یوځای کیدل یو تاریخي ضرورت دی.