د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنی ژبه زده کړې او ملي یووالی

احمدجان اریوزی 11.04.2011 21:50

د افغانستان اساسي قانون په یو شمیر نیمګړتیاو برسیره په سیمه کې یو ډیر په دموکراتیکو اصولو ولاړ قانون دی.ددی قانون په بنسټ د هیواد ټول وګړي د برابرو حقوقو درلودونکی او د هیواد په وړاندی یو شانته مسوولیتونه لري.
په دی قانون کې هیڅ وګړی په بل وګړي باندې کوم امتیاز نه لري او نه څوک دا حق لري چې د چا روا او قانوني حقوق تر پښو لاندې کړي .د قانون مطابق د چا حقوق په هره بڼه چې وي او یا د هر چا له خوا چې وي تر پښو لاندی کول یو جرم دی.
له بده مرغه په افغانستان کې ددې هیواد وګړي د یو شمیر هغو حقوقو څخه چې په اساسی قانون کې تسجیل شوی دی محروم ګرځول شوی او یا محروم کیږي. دا بهیر کوم ناڅاپي عمل نه دي بلکې دا عمل د ځینو واکمنانو او حاکمه کړیو هڅې دي چې د هیواد خلک د ځینو روا حقوقو څخه بې برخې شي.
یو ددې حقوقو څخه د ماشومانو او یا زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو حق دی. په مورنی ژبو باندی زده کړه یو روا او بشري حق دی چې نه یوازې د افغانستان په اساسی قانون کې ځای ورکړل شوی دی بلکې د یونسکو له خوا دې حق ته ډیره پاملرنه شوي ده او په کال کې یوه ورځ په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د ورځې په نوم تثبیت شوی ده دا په دې منظور چې د هیوادونو چارواکی او د زده کونکو میندي او پلرونه دې ټکي ته پاملرنه وکړي، او زده کونکو ته په مورنیو ژبود زده کړې زمینه برابره کړي.
په دې هر باسواده وګړی پوهیږي چې په مورنې ژبه زده کړه ددې سبب کیږي چې زده کونکی د ښوونکي له خوا په لوست ژر پوه شي . او د کتاب د لوستلو په بهیر کې د لوست مفهوم درک کړي.
کله چې زده کونکي په لوست زر پوه شي نو دده د لوست سره مینه زیاتیږي او دده استعداد په چټکتیا سره وده کوي . هغه ډیر شیان زده کوي.
په دې ډول د ښوونکو له پاره هم ساده ده چې زده کونکي د لوست په مفهوم په خپله ژبه په اسانی و پوهوي . ښوونکي دې ته نه اړ کیږي چې په زده کونکو فشار راوړي او یا یې وترټي .دا ددې سبب کیږي چې د ښوونکو او زده کونکو تر مینځ د زده کړې یوه صمیمانه فضا رامنځته شي.
تجربو ښودلي ده چې په افغانستان کې هغه کسان په علمی ډګر کې لوړو پوړیو ته رسیدلی دی چې په ښوونځی کې یې زده کړې په خپلو مورنیو ژبو باندې کړي دی .
څو کاله مخکې مې زوی ښوونځی تا شامل کړ. یوه ورځ په ژړا کورته راغی.
ویې ویل : پلاره یو ، دوه ، درې او یک ، دو ، سه څه فرق لري؟
ما ورته وویل : هیڅ فرق نه لری دواړه یو شي دي.
زوی مې وویل :که چیرې یو شي وي نو ولې معلمې زه ووهلم او راته یې وویل: یو، دوه ، درې نګو ، یک دو، سه بګو.
د همغې ښوونکي د ترټلو له امله د هلک د ریاضي مضمون څخه زړه تیر شوی دی او نه یې زده کیږي . که چیرې دا لوست په خپله مورنی ژبه وای نو هیڅ ستونزه به موجوده نه وه .
ده ددې په ځای چې د لوست په مفهوم پوه شي لوست یې په میخانیکي توګه زده کاوه. کومه ورځ د پوهنی وزارت هییت ټولګي ته ورغلی و او دی یې پورته کړی و.
هییت ورته ویلی و : د پلانی موضوع په هکله وغیږیږه .
ده هییت ته ویلی و:( ته یې د سر ټکی راته ووایه تر بیخه به یې زه درته ووایم .)
د ویلو وړ ده چې د قانون په بنسټ ټول خلک برابر حق لري. په هغه ټولنه کې چې د وګړو حقوق په برابره توګه تامین شوي نه وي په هغه ټولنه د ملي یووالی ټینګول ناشووني. مګر برخلاف په افغانستان کې ځینې متعصبه کړۍ په مورنیو ژبو باندې د زده کړو دحق د تامین د مخنیوي له پاره ځینې بې ځایه استدلالونه کوي دوی وایی چې که چیرې څوک په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي نو ملی یووالی له منځه ځي.
لکه چې د طلوع د تلویزیون یوه مرکچي د پوهنې د وزیر څخه په دې بڼه وپوښتل.
خو د پوهنې وزیر ښاغلی ډاکټرفاروق وردګ ځواب ورکړ چې دا د زده کونکو قانوني حق دی چې په خپلو مورنیو ژبو زده کړه وکړي او د پوهنې وزارت دا مکلفیت لری چې دا حق ورته تامین کړي. هغه زیاته کړه که چیرې د ماشومانو میندې پلرونه دا غوښتنه وکړي دوی اړ دي چې په مورنی ژبه د زده کړو زمینه ورته برابر ه کړي.
همدارنګه د پوهنې محترم وزیر څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت په زده کونکو باندې کومه ژبه نه تپي.
د افغانستان د پوهنې د وزیر خبرې ډیرې په ځای او منطقي وې.
خو یوه پوښتنه پیدا کیږي چې د کابل د ولایت زیاتو برخو کې ، د هیواد په لویدیز او شمال کې کله د ماشومانو میندو او پلرونو عریضې ورکړي دي چې دوی په مورنیو ژبو زده کړې نه غواړي او دوی ته دې د مورنیو ژبو په ځای په پارسي ژبه لوست ورکړل شي .
ښکاره ده چې دا ډول عریضې چا نه دي ورکړي بلکې د هیواد په سلو پنځه نوي میندې او پلرونه غواړي چې د دوی ماشومان په خپلو ژبو زده کړې وکړي .پاتې پنځه په سلو کې داسې کسان دي چې غواړی د دوی اولادونه په یوه بله ژبه زده کړه وکړي دا د دوی خوښه ده.
خو له بده مرغه د پوهنې د چارواکو له خوا پښتو ژبو ، بلوڅي ژبو او یا نورو ژبو ویونکو سیمو ته په قصدي توګه له پخوا څخه کتابونه استول شوي او زیار ایستل شوي چې زده کونکي په خپلو مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې کړي.
په دې سیمو کې بله ژبه په پښتو ، بلوچي او نور ژبو ویونکو زده کونکو باندې په غیر قانوني توګه تپل شوي ده .
د پوهنې چارواکو ته اړینه ده چې کله چې یو ماشوم نوی ښوونځی ته شامل کیږي . پلار ، نیکه او کاکا د نومونو په څنګ کې د مورنې ژبه هم ترې وپوښتي او د هغه سره سم یې ټولګي ته واستوي او که څوک نه غواړي په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي .هغه دې د خپلې خوښې ژبې ټولګي ته واستوي.
په مورنیو ژبو د زده کړو مخه په ډول ډول بڼو سره نیول شوي ده لومړی د پوهنې وزارت پخواني او اوسني چارواکي په داسی حال کی چې په اساسی قانون او په افغانستان کې د ژبو په جغرافیا ښه پوهیږي بیا هم دوی په مورنی ژبه زده کړې په قصدي توګه د یاده ایستلي او په شمال ، لویدیز او نوروسیمو ته یې پارسي ژبه کتابونه لیږلي دي او اوس هم ډیر پښتو ژبو او یا نور ژبو ویونکو سیمو ته په پارسي ژبه د کتابونو د لیږلو بهیر روان دی.
څو کاله مخکې د کابل په ښار کې یوه زده کونکي سره مخامخ شوم.
هغه راته وویل : موږ په ټولګي کې پنځه پنځوس تنه یو ، په دې کې لس تنه په پارسی غږیږي او نور ټول په پښتو خبرې کوو.
خو مخکی له دې چې په ټولګي او یا ښوونځی کې د پښتو ژبو شمیر معلوم کړي . سر ښوونکي ټولګي ته راغله او ویې ویل هییت راځی خو که چا ورته وویل چې موږ په مورنی ژبه لوست غواړو هغه به د مکتب څخه وشړم .
کله چې هییت راغی هغه زموږ څخه وپوښتل چې څوک په مورنی ژبه زده کړې غواړي موږ ددې له پاره چې د مکتب څخه مو ونه شړي موږ وویل چې موږ پارسي ژبي یو او یوازې پنځه تنو ګوتې جګې کړې چې موږ په مورني ژبه لوست غواړو.
په دې ورځو کې یوه ماشوم چې نوی ښوونځی ته شامل شوی و .
ما ترې وپوښتل چې د پښتو په ټولګي کې د نوم ولیکه او که پارسي کې ؟
هغه وویل : کله چې یې په ښوونځی کې راڅخه وپوښتل چې مورنی ژبه د کومه ده ؟ ما وویل پښتو ده دوی راته وویل ( پښتو را چه میکني ، پښتو سخت است . به صنف پارسي برو) . بیا نو زه هم پارسي ته ولاړم.
خو کله چې پلار یې ددې پیښې څخه خبر شو سمدلاسه د ښوونځی ادارې ته ولاړ او په مورنی ژبه یې د زده کړې غوښتنه وکړه.
دا په دې مانا چې متعصبې کړۍ په مختلفو شکلونو سره که هغه د رسنیو له لارې کیږي او یا د دولتي واک له لارې زیار باسي چې په مورنی ژبه د زده کړې مخنیوی کوي.حتی د بې ځایه دلایلو له لارې غواړي په مورنۍ ژبه د زده کړ و مخنیوي وکړي د دوی دلایل بې ځایه او تیرایستونکي دي.
ملی یووالی په دې نه تامین کيږي چې خلک په زور ، چل او نیرنګ سره د خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې کړې.
ملي یووالی هغه مهال موږ کولای شو په افغانستان کې تامین کړو چې د اساسی قانون ټول مواد په ښه ډول سره تطبیق کړو . ملي یووالی د حق په ورکولو سره تامین کیږي د حق په اخیستلو سره نه تامین کیږي.
په نورو ژبو ویونکو زده کونکو باندې د بلې ژبې په تپلو سره ملي یووالی نه ټینګیږي .دا یو د تعصب څخه ډک او د هیواد د اساسی قانون او د خلکو د غوښتنو خلاف عمل دی.
په دې ټول ښه پوهیږي چې په هغه ښوونځیو کې چې په مورنی ژبه زده کړې نه وي په هغه ښوونځی کې زده کونکي ځانونه ټیټ او د ټولنې دوهمه او یا دریمه درجه کسان ګڼي او د محرومیت احساس کوي د دوی دا محرومیت د ملي یووالی د له منځه تللو سبب کیږي.
متعصبه کړیو او ډلو هیره کړي ده چې پکتیکا کې د یوه زده کونکي او په بدخشان کې د یوه زده کونکي چې په مختلفو مورنیو ژبو یې زده کړې کړی دي د دوی په مینځ کې هیڅ کومه بې اتفاقي او دښمني نه شته بلکې دوی دواړه ځانونه د افغاني ټولنې برابر کسان بولي خو هغه زده کونکي چې په مورني ژبه د زده کړو څخه بې برخې دي هغوی ته ځانونه دوهمه کتیګوري کسان ښکاري .
د افغانستان خلک په دې باور دي چې د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکي په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق په تامین کې نا غیړي کوي او که نه اوس به په ټول افغانستان کې دا مسله د اساسی قانون د غوښتنو سره سم حل شوي وای.
په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې والی په هیواد کې ستونزه ګڼل کیږي ، چې دهغې حل کول یوازې د میندو او پلرونو د عرضپاڼو له لارې ناممکن دي بلکې د پوهنی چارواکي باید په دې پوه شي چې د هیواد بشپړه اکثریت خلک په مورنیو ژبو د زده کړو کولو پلویان دی. دا چې ډیر محدود کسان غواړي په بله ژبه زده کړه وکړي دا د دوی حق دی .
د ویلو وړ ده که چیرې د پوهنې اوسنی محترم وزیر وکولای شي د پوهنې په ډګر کې د نورو بریاوو په اړخ کې د اساسي قانون د احکامو سره سم په ټول هیواد کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو زمینه برابره کړي . په راتلونکي کې به خلک د ښوونې او روزنې په ډګر کې د لوی اتل په توګه د ښاغلی ډاکټر فاروق وردګ نوم د تل لپاره په یاد وساتي .
افغان اولس دچا سرښندنې او خلکو او هیواد له پاره کار او زیار نه هیروي.