د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دایران سفیردي دسپکاوې په تور دافغانستان ځخه وشړل شې

سلام خان 15.01.2011 11:57

له هغی ورځې راهسې چې د ایران اسلامی جمهوریت د افغان سوداګرو د تېلو ټانکرونه درولي او په عین حال کی په افغانستان کی یوه تلویزیونی چینل د ایراني ځواکونو له لوري د مهاجرو افغانانو د بې رحمانه وژلو او ژوبلولو ویډیوګانې خپرې شوي دې، په کابل کې د ایران داسلامی دولت پرضد دهغه هیواد دسفارت په وړاندی درنی مظاهرې جریان لرې او له دغه هیواده غوښتل شوي چې په سره ژمي کې د افغانانو کړاوونه زیات نه کړي او دتیلو تانکرونو دبیځایه دریدو ځخه لاس واخلې،ددغو مظاهرو په باب په افغانستان کی دایران سفر دټولو دیبلوماتیکو قوانینو په خلاف دیوی ایرانی راډیو سره په خبرو کی دافغانستان له حکومت ځخه غوښتنه کړې ده چی هغه کسان ونیسی کوم چی دایران دسفارت مخته یی دایران دورستیو پالیسیو پرضد په مظاهرو کی ګډون کړي دې.
د تېرې پنجشنبی د ورځې لاريونو د ايران له لوري د افغانانو د وژنې هغه پېښه غندله، چې په دې ورستيو کې يې د يوه کورني خصوصي ټلوېزيوني چينل له لوري انځورونه خپاره شوي وو چی دایران دحکومت سرحدی مامورینو دافغانانو پر وړاندی سپکاوی ځخه کار اخستی وو او ايراني چارواکو درواغ بللي وو
د دې ترڅنګ لاريونو پر دې هم نيوکه درلود، چې ايران له تېرو شاوخوا څلوېښتو ورځو راهيسې د ايران په خاوره کې د ننه د افغان سوداګرود تيلو ټانکرونه ايسار کړي دي
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ددغو ټانکرونو دریدل د افغانستان- ايران تر منځ د ټرانزيټي تړونونو پر خلاف بولي او وايي په دې هکله لا هم خبرې روانې دي،او ویلی یی دی چی پا افغانستان کی دسون دتوکو دکمښت دمخنیوې لپاره یی له شمالی ګاونډیو هیوادو ځخه تیل رانیولې دې او په ډیرو نژدو ورځوکی به افغانستان ته را ورسیږې
بل خوا افغان کار پوهان وايي، ايران دا حق نه لري، چې په افغانستان کې د مظاهرو مخه ونيسي
د کابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته ویلی دی، چې که چېرې ښاغلي مالکي دغه خبره کړې وي نو دا يې د افغانستان اساسي قانون سپکاوی کړی. هغه په دې دليل چې د افغانستان اساسي قانون د افغانستان ټولو وګړو ته چې دا قانون او د بيان ازادۍ په رسميت پېژني د سولې مظاهرو او اجتماعاتو حق ورکړی دی
خو ښاغلى ستانکزى وايي چې "دوی کولای شي خپل احتجاج په ډېپلوماټيک شکل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته وړاندې کړي
دایران سفیر مالکی دا مظاهری مغرضانه ګام بللی او ګواښ يې کړی که دده په وينا ددغه مشکوک خوځښت تر شا ولاړ خلک يا عاملين و نه نيول شي، نو ايران به د سون توکو پر ټرانزيټ او له افغانستان سره په يو شمېرو نورو مسايلو له سره غور وکړي،دلته پوښتنه داده چی دسون دتوکو موضوع معلومه ده چی دایران حکومت دخپلو خاصو اهدافو پخاطر دهغوی مخه نیولې ده ولی دیو شمیر نورو مسایلو په باب خوبه دنوموړي هدف د هغو اشخاصو ځخه دا نه وی چی وهغوی ته یی په پټه توګه دخپل نفوذ پخاطر دپیسو کځوړي تسلیم کړي دې او ممکن له هغو ځخه یی دا ګیله وې چی ولی دایران دناروا ګټو پخاطر خپل ځانونه غلې نیولې دي،رښتیا هم همدغسی خبره ده چی دایران دحکومت جاسوسان اوس خپل مورال دلاسه ور کړې دی نه دایران دناروا ګټو ځخه دافغان مظلوم ولس په وړاندی دفاع کولای شي او دافغانانو دپراخو احساساتو تر تاثیر لاندی راغلې دې او نه هم دخپله شرم او خجالتی له وجه چی دایران دپیسو په مقابل کی لري په داخل اوخارج کی دایران دحکومت ددغه ظالمانه حرکت په وړاندی دمظاهره جیانو ملاتړ کولای شې او په دی تشویش سره مخامخ دی چی نه وی بالاخره دایران سفیر ددی ځیری افشاه کړې.
افغان کار پوهان وايي، چې ایران په دغه خبره سره د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی کړی او ایران دا حق نه لري، چې د افغان مظاهره کوونکو مخنیوی وکړي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران له خوا د تیلو بندولو او افغان کډوالو زورولو مسالې د خلکو غضب راپارولی او د ایران پر ضد یې مظاهرې کړي دي
د افغان حکومت وياند رفيع فردوس د ايراني سفير د څرګندونو په غبرګون کې بي بي سي ته نن وويل د بيان ازادي او د اعتراض حق د هېواد په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوی او حکومت يې پر خلاف ګام نه شي اخيستلای: کابل تهران نه دی! د بيان د ازادۍ په تړاوو زموږ د اساسی قانون له مخې هر څوک حق لري، چې خپل نظر او اعتراض په ډاګه کړي. پر همدې بنسټ موږ به هېڅ داسې کار و نه کړو، چې زموږ له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.
دشاغلی رفیع فردوس داخبره زمونږ ټولو افغانان دزړه خبره ده او په تمامه معنا باید په داخل او خارج کی ورځینی ملا تړ وشې او دایران دسفیر دغه سپکاوی چی د ټولو دیپلوماتیکو مقرراتو خلاف اودیوه سفیر دصلاحیت ځخه بهر دیوه ازاد، مستقیل او خپلواک هیواد دخلګو په باب چی دخپلوحقوقو پخاطر یی په خپل هیواد کی غواړې په کلکه وغندله شې،زما غوښتنه دټولو هغو افغانانو ځخه چی په ځینو خارجی هیوادو کی په مختلفو نومونو اتحادیی او کلتوری ټولنی لری او همیشه دصداقت او وفادرې ډبری په خپلو سینو باندی وهی دغه یی وخت دی چی دایران ددغه ناوړه عمل او دهغه هیواد دسفیر دسپکاوې او سپین ستر ګی په باب باید دافغانستان دخلګو دحقوقو پخاطر بی تفاوته پاتی نه شي او دافغانانو داعتراض اواز په خارجی هیوادونو کی دایران ددولت دسفارتونو په وړاندی دجهانیانو تر غوږوپورې ور سوې،لکه ځرنګه چی په داخل کی ټولو افغانانو په پوره اتحاد او یووالی په یوه اواز دایران دحکومت پروړاندی داعتراض اواز اوچت کړې او ټول جهان ته یی وښودله چی دخارجیانو دپراخو دسیسو او توطیو با وجود بیاهم افغانان داجنبیانو په مقابل کی یولاس او موټی دې،بنا لازمه ده په خارجی هیوادونو کی هم مهاجر افغانان دایرا ن دسفیر دسپکاوي په باب خپل اتحاد او یووالی وښي،فکر کوم چی نور ددی وخت نه وی چی مونږ افغانان دیوه او بل په مقابل کی دپردیو په خوله استیعمال شو او هر کس او ناکس له همدی کبله مونږ افغانان په مختلفو نومونو سره بیل کړې او دخپلو ناروا ګټو په خاطرمو استعمال کړي او په خپل هیواد کی را ته سپکاوی وکړې.
ګرانو افغانانو یقین او باور وکړی که مونږ ټول افغانان ولو دهري ډلی ځخه ځانونه بولو خپلو منځو کی سره یو نه شو ، یوه اوبل ته احترام ونه کړو ، دیوه اوبل عزت او ابرودخپل ځان عزت او ابرو ونه ګڼو ، دافغانستان حیثیت ته اعتبار ور نه کړو او دشخصی ګټو او ځان غوښتنو ځخه تیر نه شو حالات به موتر دې نور هم همیشه خراب اوبدتر وې او هيخ وخت به دښو ورځو ځښتنان نه شو،زما اخری پیام ټولو درنو هیوادوالو ته خصوصا هغوی چی نن ور ځ وخا ن ته سیاست پوهان اوروشنفکران وایی دادی: چی را ځی دیوه واحد،ازاد،مستقیل افغانستان پخاطر سره یو ځای شو او دیوه اوبل له توهین اوتحقیر ځخه لاس واخلو.