پلخمري : د امریکايانوپه بمبارۍ کې د پښتنو يو ښوونځی او ګڼ شمېر دوکانونه له منځه تللي.
13.12.2010 21:46د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د بغلان ولايت مرکز پلخمري په اړوندو کې د دهنه ی غوري (دانې غوري) د احمدزیو په لوی کلي کې چې ټول اوسېدونکي یې پښتانه دي پر يوه دوه پوړيزه ښوونځي بمباري کړې.
له سیمې نه په رارسېدلیو رپوټونو کې ويل کېږي چې دغو ځواکونو د دوشنبې په شپه ناوخته مهال د احمدزیو کلي په اړوندو درنه بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې ددغې سیمې يواځنی ښوونځی په بشپړه توګه له منځه تللی او ددې ترڅنګ نژدې دېرش دوکانونه هم نړېدلي.
د نقیب الله په نوم د سیمې يوه اوسېدونکي د تليفون له لارې ټول افغان ته وويل چې دغه حمله دومره زوروره وه چې ښوونځی،دیرش دوکانونه او شاوخوا نژدې یوشمېر کورونه په بشپړه توګه له منځه ولاړل او هم په سلګونو کورونه جزوي زیانمن شول.
دی زیاتوي چې په دغه سیمه کې تر زرو ډېر کورونه خو همدا یو ښوونځی و چې ددوی اولادونو پکې زده کړې کولې.
د نقیب الله په وینا به برید کې درې تنه ولسي خلک هم وژل شوي.