د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان کې د عبدالغفور لېوال او لال پاچا ازمون نمانځغونډه وشوه

خبريال 30.01.2011 13:21

له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې چې په لغمان کې د سيمنارونو لړۍ پيل شوې دا درېيمه غونډه او دا څل پکې د پښتو دوه پياوړي ليکوالان او شاعران عبدالغفور لېوال او لال پاچا ازمون ونمانځل شول.

غونډه د تېر په څېر د دانش خپرندويې ټولنې او لغمان فرهنګي بهير په نوښت جوړه شوې وه چې د هېواد له ګوټ ګوټ او کوزې پښتونخوا څخه ورته لسګونه شاعران او ليکوالان راغلي ول.

غونډه بيا هم د ماښام په اوه نيمو بجو پيل شوه  چې لومړۍ برخه يې ويناوې، او دويمه برخه يې ازاده مشاعره وه .

د هېواد پياوړي ليکوال او څېړونکي استاد حبيب الله رفيع پخپله وينا کې وويل چې په هېواد کې دېرش کلنې غميزې که څه هم د افغانسنتان ډېرې مادي او معنوي شتمنۍ له خاورو سره خاورې کړې خو تر څنګ يې څينې هستۍ  هم را وټوکېدې چې د پښتو ژبې او ادب لپاره يې نه هيرېدونکي اثار رامنځته کړل.

هغه د پښتو شعرو شاعرۍ او څېړنو په برخه کې د عبدالغفور ليکوال د چاپ شويو کتابونو نومونه واخيستل چې په وينا يې د معاصرو ادبياتو په ډګر کې خورا ارزښتناک اثار دي .

دغه راز هغه وويل چې د نورو څېړنو تر څنګ د فولکلور په برخه کې د استاد لال پاچا ازمون څېړنې او سپړنې د ډېرې ستاينې وړ دي .

د نمانڅغونډې بل ويناوال ژبپوه او ادبپوه  استاد محمد اصف صميم و. هغه د دانش خپرندويې ټولنې او لغمان فرهنګي بهير له لوري ددغسې غونډو او سمينارونو جوړول د هېواد د فرهنګ او کولتور په لا غوړېدا او ښېرازۍ کې مهم ګام وباله .

ده هم د پښتو ادب او فرهنګ په برخه کې د ښاغلي لېوال او ښاغلي ازمون پر ليکلو اثارو لنډې خبرې وکړې او دواړه يې د هېواد د ځوان کول پياوړي او نوښتګر استازي وبلل.

غونډې د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی ډاکټر عبدالغني برزين مهر هم وينا وکړه او د غونډې سمبالوونکو ته يې بلنه ورکړه چې له  لغمانه پرته په نورو سيمو کې هم ورته غونډې جوړې کړي.

هغه د غونډې برخوالو ته هم بلنه ورکړه چې شمال ته ورشي او هورې ورسره په دغسي ادبي او فرهنګي غونډو کې ګډون وکړي. نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې زياته کړه؛ پدې کې شک نشته چې تاسو هم يو څو ناروغان لرئ او موږ هم يو څو ناروغان لرو، راڅئ چې په ګډه  د هغوی ناروغي تر هغوی پورې محدوده وساتو او د يو موټي ودان افغانستان لپاره کار وکړو.   

ښاغلي برزين مهر وويل دغسې غوندې په هېواد کې د سولې او ورورولۍ د کولتور په رامنځته کولو کې ډېر مهم رول لوبولای شي او پر برخوالو يې غږ وکړ چې پخپل منځ کې د يو بل پر وړاندې د زغم کولتور دود کړي.  

ليکوال  او شاعر محمديار يار هم غونډې ته وينا وکړه.  هغه هم د ښاغلي لېوال او ښاغلي ازمون په ادبي او فرهنګي ژوند لنډې خبرې وکړې او  د غونډې پر برخوالو يې غږ وکړ چې ددغسې غونډو تر څنګ د هېواد د هوساينې او ټکاو لپاره په هر ډګر کې خپله ونډه ادا کړي .

د دانش خپرندويې ټولنې مشر او د غونډې يوه سمبالوونکي اسدالله دانش هم غونډې ته لنډه وينا وکړه او ويې ويل چې دانش خپرندويه ټولنه به د نورو ادبي او فرهنګي خدمتونو تر څنګ له لغمان فرهنګي بهير سره يوځای دغسې نورې غونډې هم جوړې کړي .

دغونډې دويمه برخه ازاده مشاعره چې د شپې تر ناوخته روانه وه او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلو مېلمنو پکې خپل شعرونه واورول .

عبدالغفور لېوال د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر او د پښتو پياوړی ليکوال، کره کتونکی اوشاعر دی چې تر دې مهاله يې د  نظم او نثر زيات کتابونه چاپ شوي دي .

دده وروستی چاپ شوی کتاب درېيمه لاره نومېږي چې د افغانستان د ژغورلو او دغلته د سولې او ثبات د راتګ لپاره پکې پر عملي او بالقوه لارو چارو بحثونه شوي دي چې د لوستونکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی .

دغه کتاب د ودان افغانستان ګوند فرهنګي څانګي چاپ او خپور کړی دی .

لال پاچا ازمون د کابل پوهنتون استاد دی چې تر دې مهاله يې د نظم او نثر لسګونه کتابونه چاپ شوي دي . دده وروستی چاپ شوی اثر د ادبياتو په ډګر کې پر يوه نوې موضوع ، يو نوی کتاب دی چې منظوم انڅورونه نومېږي .

د يادونې وړ ده چې دانش خپرندويې ټولنې تر دې وړاندې دنوميالي غازي محمدشاه خان بابکرخېل سيمنار او د استاد محمد اصف صميم نمانڅغونډه هم جوړه کړې وه.