د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ادبي غونډې خبرتيا

خبريال 26.06.2011 21:32

دافغانستان دپېژندل شوي ملي شاعراوليکوال عبدالباري جهاني سره يو ماښام

درنو هيوادوالواوبهرمېشتو افغانانو!

د اوکـراین هـیواد د ادېسي ښاراوسېدونکوافغانانواوفرهنگپالو پتیلې ده چي ددوه زره یولسم زکال دجولای پراتمه دافـغانستان دوتلي ، خوږژبې مـلي شـاعراولیکوال ښاغلي عـبدالباري جهاني سره د((يوماښام ))ترنامـه لاندي يوه درنه ،پرتمينه،ادبي اوعلمي غـونډه جوړه کړي.  

د ادیسي په ښـارکي اوسېدونکی افغانان اوفرهنگپال ویاړ لري چي دوخت دحـماسو،ننګونو،ملي هڅونواوغورځنگونودراپارونو شاعرښاغلي عـبدالباري جهاني یې پدې علمي اودابي غونډه کښي دگډون بلنه منلې ده.

موږددې درنې غونډي کوربانه،په دې تـوګه تاسوټولواوکراين اوادیسه مېشتو،افـغانانواودادب مينوالوته په ډيره خوښی بلنه درکوو چي زموږ سره په دې ښکلي شاعرانه اوادبي ماښام ناسته کښي چي دافغانستان دپياوړي شاعراوليکوال عبدالباري جهاني په وياړسره راغونډېږوپه خپل گډون سره داعلمي اوادبي غونډه لارنوره هم درنه کاندئ .

ددې درنې اوادبې غونډي په دوهمه برخه کښي به ددی ښکلي اوشاعرانه مـاښـام اروپايي هيوادونه راغلې مېلمانه اودغونډې برخه وال په سويډن کي مېشت افغان ځوان اوخوږژبې سندرغاړی همايون صاحبزی تاسو اغلي اوښاغلي په خپل ښکلي اواز اوپه زړه پورو سندروونازوي .

 وخت: دجمعې ورځ  د ۲۰۱۱ کال د جولای اتمه د ماپښین پنځه بجې

ادرس : ادیسه ښار ، د سووچینکه پرسپیکت ، لومړی شمیره بلاک ، د پولتخنیک انستیتوت هوټل دوهم پوړ

د اړتیا پر وخـت د لاندي شـمیرو سـره اړیکه ونیسی

دیپلوم انجنیر صابر محمد ارمان : 00380635234194

دیپلوم انجنیر میر احمد شاه پښتون : 00380934466933

ډاکټر ادم خان ځدراڼ :380674804052

میرویس سيدزی : 00380674872800

 زلمی حبیبزی :00380637268858

هلمند پردیس :00380678442194

خپل پیغامونه او لیکني پر لاندني ایمل راولیږﺉ

adam_zadran@mail.ru

bahirltd@yahoo.com

helmandperdis@yahoo.com