د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بغلان: په وسله واله نښته كې شپږ مړه او دوه نور ټپيان دي

خبريال 16.09.2008 22:13
دبغلان ولايت داندراب ولسوالۍ د بنوپه سيمه كې د وسله والو او پوليسو تر مينځ په نښته كې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند جاويد احمد بشارت وويل چې د اندراب په ولسوالۍ كې د قاچاقبرانو د دوه ډولو تر مينځ نښته كې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي، هغه وويل چې يوتن له يوې خوا او پنځه نور له بلې خوا وژل شوي دي، خو دبغلان ولايت والي عبدالجبار حقبين وايي چې په اندراب كې د پوليسو او قاچاقبرانو تر مينځ په نښته كې څو تنه پوليس اوڅو  تنه قاچاقبران وژل شوي دي، هغه دقيق ونه ويل چې څوتنه پوليس وژل شوي خو زياته يې كړه چې په ټوليزه توګه شپږ تنه وژل شوي دي، د سيمې عيني شاهدان هم وايي چې د وسله والو ډلو په دغه نښته كې له لسو څخه زيات كسان وژل شوي دي.
 خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ددوې طرفدارو د اندراب ولسوالۍ پر ودانۍ په بريد كې شپاړس تنه پوليس وژلي او اتلس نور يې ټپيان كړي دي، هغه وايي چې د په همدې ورځ د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د امنيه قوماندان هم په اندراب كې و چې په وژل شوو كې هغه هم شامل دى، ذبيح الله مجاهد زياتوي چې ددوې طرفدارو په دغه جګړه كې د دولت څلور موټرې هم ويجاړې كړي دي.