د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسيما ثمر په اړه هېښوونکی خبر

خبريال 06.12.2009 19:37

د ازادۍ راډیو په ويب پاڼه کې د افغانستان دبشر دحقوقو کميسيون دمشرې سيما ثمر په اړه يو هېښوونکی خبر خپور شوی چې له یادې سرچينې نه په مننه يې کټ مټ دلته خپروو.

کابلي: سیما سمر د رشوت په بدل کې د جنایتکارانو نومونه له لیست څخه ایستلي دي

د افغانستان د ملي مشاركت جبهې ريس او د ولسي جرګې غړى نجيب الله كابلي خبريالانو ته وويل، چې په نږدې راتلونكې كې به د شاوخوا سلو هغو كسانو نومونه په ډاګه کړي چې د ده په وينا په جنګي جنايتونو، اداري فساد او قاچاق كې لاس لري.

د افغانستان د ملي مشاركت جبهې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون پر ریيسې سيما سمر تور ولګاوه، چې د دغه كميسيون له نوم او حيثيته شخصي ګټه اخلي او په لوى لاس يې د جنګي جنايت كارانو او د بشر د حقوقو د تېرې كوونكو د محاكمې مخه نيولې ده.

د دې جبهې مشر او د ولسي جرګې غړي نجيب الله كابلي په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، دا، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په تېرو اتو كلونوكې د يوه جنګي جنايت كار نوم هم افشا نه كړى شو، علت يې په دغه كميسيون كې موجود اداري فساد دى.

نوموړي وويل، ميرمن سمر د رشوت په بدل كې د جنګي جنايت كارانو له ليست نه د ځينو كسانو نومونه لرې كړي دي: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر

 "دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې يوې ځانګړې محكمې ته به يې وسپارو، دا اسناد ښيي، چې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون له ځينو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نيم لك ډالره باج اخيستى دى او په جنايتونو يې سترګې پټې كړي دي، د څو تنو ليست يې جوړ کړی  دى او د ځينو نورو، چې هغوى هم جنايت كاران دي، ليست يې نه دى جوړ کړی. د بشر د حقوقونو كميسيون په خپله په يوه مافيايي باڼد بدل شوى دى."

 كابلي همداراز وويل، د بشر د حقونو په خپلواك كميسيون او د شهدا ارګناييزشن په نوم ټولنه كې، چې سيما سمر يې مشره ده ، له كونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخيستل كيږي.

هغه وويل، د افغانستان د ملي مشاركت جبهه به، چې له لسګونو سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو جوړه ده، د شاوخوا سلو كسانو، چې ده قومي ټيكه داران او په اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق كې ښكيل وبلل، نومونه هم ډير ژر خپاره كړي.  

د افغانستان دبشر د حقونو د خپلواك كميسيون وياند په سيما سمر لګيدلي تورونه ردوي. 

نادر نادري رسنيو ته وويل، دا تورونه سياسي انګيزه لري او دوى به يې له قانوني لارو ځواب ووايي:

"هغه تورونه، چې ښاغلي نجيب كابلي پورې كړي دي، زموږ له نظره له حقيقته لرې دي. دا تورونه بې بنسټه دي . زموږ په نظر دا تورونه د ځانګړو اوڅرګندو سياسي انګيزو له مخې پورې شوي دي.

د عدالت د تامينولو، د معافيت د كلتور د پاى ته رسولو او په افغانستان كې د جنګي جنايت كارانو عدالت ته دكش كولو په برخو كې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون فعاليتونه لكه لمر روښانه دي. د كابلي د د تورونو د تثبيت لپاره به كميسيون له قانوني لارې عمل وكړي."

 نادر د جنګي جنايت كارانو د نه محاكمې پړه پر افغان دولت واچوله او ويې ويل، د پخوانيو جنايتونو د څيړلو لپاره سياسي اراده اوليوالتيا نه لري، همداراز ځينې كسان هم، چې په دولت نفوذ لري د دې كار مخه نيسي.

 په افغانستان كې ګڼ كسان د تېرو كلونو په جګړو او جنګي جنايتونو كې ښكيل بلل كيږي، خو تراوسه پورې هيڅ كومې ادارې د دوى پر خلاف په كومې ملي او يا نړېوالې محكمې كې په رسمي توګه ادعا نه ده كړې 

--------------------------------------------------------------------------------

د دې سایټ دټولومطالبوحقوق له ازادۍ راډیوسره خوندي دي