د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي سرود پر ځای په آسيايي لوبو کې المپيک د شورای نظار سرود وغږاوه

ټول افغان 16.11.2010 21:53

د چين په ګوانزو ښار کې د آسيايي لوبو د پيل په مهال د افغانستان د ملي المپيک کميټې (چې د شورای نظار د متعصب جنرال اغبر او بانډ د ولکې لاندې ده) د افغانستان د ملي سرود پر ځای د شورای نظار يوه ترانه وغږوله چې د افغانستان اساسي قانون، نظام او ولس ته یو ستر سپکاوی او له قانونه ښکاره سرغړونه ده.

پوښتنه دا ده چې جنرال اغبر او ورسره بانډ یې چې کلونه کېږي د ملي المپيک د کميټې سرچينې تالا ترغه کوي چا دومره زړور کړ چې د افغان ملت دا ډول سپکاوی وکړي. په دې کې شک نشته چې د افغان ولسمشر حامد کرزي متذبذب سياستونه او ضعيفه شخصيت د شورای نظار جنګي جنايتکاران دا ډول ناوړه او لنډغري اعمالو ته هڅوي خو د دې کار تر شا د يو سترې دسيسې پيلامه کېدای شي.

د ټول افغان ويبپاڼه د شورای نظار د جنرال اغبر او ورسره نور پردي نوکران چې دا مهال د ملي المپيک په کميټه خېټه اچولې ده او لکه د خپل دادا جاګير یې خوري په کلکه غندي او په دې ستر ملي خيانت هر چوپ او سترګې پټونکی افغان په دې جرم کې شريک بولي او له اړونده چارواکو په کلکه غوښتنه کوي چې جنرال اغبر د ملي خيانت په تور سمدستي له دندې ګوښه او محاکمه کړي.

ټول افغان په ليکه لويې څارنوالۍ ته عريضه کوي چې سمدستي خاين اغبر او خاين بانډ یې ونيسي او د ملي خيانت په تور یې محاکمه کړي کنه په دې جرم کې به ورسره شريک وي.

ټول افغان په چين کې له ټولو افغان ورزشکارانو څخه غوښتنه کوي چې په هغه مسابقو کې چې دوی برخه اخلي بايد د ملي سرود په غږولو اصرار وکړي او د ملي المپيک د متعصبو او جنايتکارو چارواکو دسيسه دې شنډه کړي.

حسبنا الله و نعم الوکيل و نصر من الله و فتح قريب.

په لاندې ويډيو کې په لومړي سر کې افغان ورزشکاران ښودل کېږي چې د ملي سرود پر ځای ورسره د شورای نظار يوه ترانه غږول کېږي.