د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان

05.08.2013 20:45    |   ټول افغان د مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت چارواکي قاچاق کوي!

په دې لیکنه کې د هلمند ولایت د امنیتي ارګانونو ځینې اسناد خپاره شوي چې د مخدره توکو په قاچاق کې د یاد ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې د چارواکو ښکېلتیا ثابتوي.

19.06.2013 08:23    |   ټول افغان ويبپاڼه سوله

د ټول افغان ويبپاڼه چې د ټولو افغانانو د نظرونو او ليکنو په خدمت کې له ۲۰۰۲م ميلادي کال راهيسي فعاله ده د خپلې اسلامي افغاني تګلارې سره سم تل د ټولو افغانانو اندونه په امانت خپاره کړي دي. په دې لړۍ کې یې د جګړې د ټولو خواوو اندونه چې افغاني هويت او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي هم په پوره امانت تر لوستونکو رسولي دي.

26.11.2012 18:56    |   ټول افغان بهیج پښتو فانټونه پر لیکه شول

ډاکټر عبدالحميد بهيج د پښتو شل فونټونه جوړ کړي، ډېر ښايسته دي.دا ټول فونټونه په نړيواله کچه د منل شوو عربي فونټونو له مخې پښتو ته اړول شوي دي، خو د ټولو قالب يو دی، ستره خبره خو يې داده چې ټولې نښې رانغاړي، دا په دې مانا چې هر فونټ څه له پاسه ۱۲۰۰ کرکټرونه لري، حال دا چې پخوانيو پښتو فانټونو له ۲۷۰ څخه زيات کرکټرونه نه لرل.

20.11.2012 20:47    |   ټول افغان خبريال د کندز امنيه قوماندان وژل شوی او په کامه او هرات کې طالبان ژوندي نيول شوي دي

د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې امنيتي څواکونو په طالبانو بريد کړی او طالبانو ته د یې د مرګ ژوبلې زيان اړولی دی. باختر آژانس په خپل يو رپوټ کې ويلي دي چې ملي امنيت او پوليسو په ګډه د کامې په ولسوالۍ کې د طالبانو يو ګروپ چې په پټه یې فعاليت کاوه له مودې راهيسي تعقیب کړی و. په دې ګروپ کې د طالبانو لوړ پوړي سيمه ييز چارواکي شامل وو. بريد د کامې ولسوالۍ د شیرګړ په سيمه کې ترسره شوی دی. ملي امنيت وايي چې یو طالب جنګيالی یې په بريد کې وژلی او بل يې ټپي کړی دی چې ژوندی په لاس ورغلی او وايي چې څېړنې ورسره روانې دي.

28.03.2012 11:09    |   ټول افغان افغانستان سبا پنجشنبه هالینډ سره لوبه کوي

سبا ته د پنجشنبې په ورځ افغانستان د هالینډ سره په دې سفر کې لومړۍ یو ورځینۍ لوبه د شارجې په نړیوال لوبغالي کې تر سره کوي. لوبه به د عربي متحده اماراتو په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو پېل کیږي.

19.01.2012 06:47    |   ټول افغان افغان دولت د حمزه بابا له زوی سره نغدي مرسته وکړه

افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې چې د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال امیر حمزه خان شینواري ځوې مراد شینواری د ناروغتیا خبر شو اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي ته لارښوونه وکړه چې د نوموړي د درملنې لپاره مالي مرسته ورسره وکړي.

12.10.2011 11:08    |   ټول افغان پېښورکې د افغانستان صنعتي او کلتوري نندارتون خبرتيا

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او ثقافت وزارت په مرسته د پېښور په نشتر هال کې د يوې کلتوري نندارتون د جوړولو تابيا کړې ده ـ دغه نندارتون به د اکتوبر مياشتې په ۱۸،۱۷ او ۱۹ نېټه د سهر له ۹ بجو د ماښام تر۷ ب

30.05.2011 12:00    |   ټول افغان د افغان کرکټ په اړه خپل نظرونه دلته خپاره کړئ

د افغان کرکټ په اړه خپل نظرونه دلته خپاره کړئ

30.04.2011 13:27    |   ټول افغان ۷۴٪ لوستونکي باور لري چې په هېواد کې ملي پاڅون ته اړتيا ده

د ټول افغان په يوه ټولپوښتنه کې چې څو اونۍ په ليکه وه ډېری لوستونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د يو عام او تام ملي ولسي پاڅون اړتيا شته دی. دا په داسې حال کې چې يو شمېر عربي هېوادونه پاڅونونه ويني او په مصر او تونس کې بريالي شوي هم دي.

02.02.2011 21:40    |   ټول افغان د ټول افغان نوی ډیزاین

د ټول افغان نوي ډیزاین په اړه ستاسو وړاندیزونه او نیوکې

09.12.2010 22:19    |   ټول افغان په کوپنهاګن کې دجنازې او فاتحې اعلان

فاتحه

20.11.2010 12:09    |   ټول افغان خبري څانګه دلغمان والي:دچاودنو قربانيان ټول ملکي وګړي دي!

دلغمان والي محمداقبال عزيزي چې دا مهال دجرمني هيواد په ليدنه بوخت دې دلغمان په مرکز مهترلام کې يې دننيو چاودنو وروسته دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل ددې چاودنو ټول قربانيان ولسي بې ګناه وګړي دي ده وويل په وژل شويو کې يوه وړه ماشومه انجلۍ يوه ميرمن او يو بوډا سړى شامل دي ده وويل نور ټول ټپيان ښځې او ماشومان دي چې دروغتون ته دبيلابيلو ناروغيو د درملنې په موخه راغلي و ده ددولت دمخالفينو دا کړنه په سختو ټکو کې وغندله ويې ويل دې پيښو سخت خواشنيې کړيدې دلغمان والي دغه راز وويل چې لغمان دافغانستان په ختيز کې پروت تر ټول امن او خوندي سيمه ده خو مخالفين غواړي چې ددې ډول پيښو په ترسره کولو سره يې ناارامه کړي ده پر مخالفينو غږ وکړ چې دبې ګناه ملکي وګړيو له مرګ ژوبلې دې لاس واخلي دده په وينا دمخالفينو دا کړنې دخلکو په زړونو کې کرکه اونفرت نور هم زياتوي محمداقبال عزيزي دلغمان پر خلکو هم غم وکړ چې خپل صبر او زغم له لاسه ورنکړي ياده دې وي چې دلغمان د نن ورځې چاودنو پړه ددولت مخالفې وسله والې ډلې طالبانو پر اړه اخيستې او دعوه يې کړې چې په دې چاودنو کې يې ملي پوليسو او دملي امنيت ادارې کارکوونکو ته مرګ ژوبله وراړولې ده دا په لغمان کې دملي امنيت ادارې دلومړي مرستيال ډاکتر عبدالله لغمان تر وژل کيدو وروسته دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې تر ټولو ستره پيښه ده.

16.11.2010 20:53    |   ټول افغان د ملي سرود پر ځای په آسيايي لوبو کې المپيک د شورای نظار سرود وغږاوه

د چين په ګوانزو ښار کې د آسيايي لوبو د پيل په مهال د افغانستان د ملي المپيک کميټې (چې د شورای نظار د متعصب جنرال اغبر او بانډ د ولکې لاندې ده) د افغانستان د ملي سرود پر ځای د شورای نظار يوه ترانه وغږوله چې د افغانستان اساسي قانون، نظام او ولس ته یو ستر سپکاوی او له قانونه ښکاره سرغړونه ده.

13.11.2010 09:30    |   ټول افغان دردوونکی خبر: افضل شوق مړ شو

دردوونکی خبر: افضل شوق ومړ

15.10.2010 00:09    |   ټول افغان ۹۱٪ لوستونکي:د ټول افغان او بېنوا بندول د پښتنو سره د تعصب له مخې شوي و

د ټول افغان په هغه ټولپوښتنه کې چې په حکومت کې د يو شمېر افغان دښمنه کړيو له خوا د ټول افغان او بېنوا د ناځوانه هڅو په اړه شوې وه، ۹۱٪ لوستونکي وايي چې دا کار د دې ملي ويبپاڼو سره د تعصب له مخې ترسره شوی دی.

11.10.2010 21:04    |   ټول افغان له هندوستان څخه پښتانه محصلين ولې شړل کېږي!

د هندوستان پوليسو موده وشوه چې په هندوستان کې بااستعداده او په زده کړو کې بريالي پښتانه له پوهنتونو وباسي او بېرته یې افغانستان ته شړي. دا لړۍ موده وشوه چې روانه ده او اخرنی قرباني یې په ټول هندوستان کې د افغانانو په منځ کې تر ټولو لايقه محصل محمد رياض سادات دی چې هندوستاني پوليسو ورته د اکتوبر په ۱۵مه له هندوستان څخه د وتلو امر کړی دی. محمد رياض سادات تېر کال د پوني پوهنتون له سوداګرۍ په برخه کې په لومړۍ درجه بريالی شو چې په انعام کې ورته د پوني پوهنتون د ماسترۍ بورس ورکړ. نوموړي دای دی ماستري يو سمستر وويله خو اوس ورته له هندوستان څخه د وتلو ويل شوي دي.

30.09.2010 14:07    |   ټول افغان د کابل ولایت د کاندیدانو قسمي پايلې اعلان شوې

د کابل ولایت د کاندیدانو قسمي پايلې اعلان شوې

27.09.2010 09:13    |   ټول افغان نوې ټولپوښتنه: ولې په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا د تړلو هڅې کېږي؟

د ټول افغان ټول درانه لوستونکي اوس کولای شي د ټول افغان او د بېنوا ويبپاڼو د بندولو لاملونو په اړه خپل اند د تازه په ليکه شوې ټولپوښتنې له لارې څرګند کړي. په ټولپوښتنه کې لاندې ټکي مطرح شوي:

23.09.2010 13:33    |   ټول افغان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی

د مخدوم رهين په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په افغانستان کې د ټول افغان.کام او بېنوا.کام د بندولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د رسنيو د شکاياتو د کميسيون له لارې شوې ده او د افغانستان لوی څارنوال الکو ته په دې اړه ليک لېږل شوی دی چې دا اقدام عملي کړي.

19.09.2010 10:46    |   ټول افغان د محمود خان اڅکزي پېژندنه

محمود خان اڅکزی د خان شهيد (عبدالصمد خان) زوی دی او په ۱۹۴۸ ز کال کې د جنوبي پښتونخوا د ګلستان په سيمه کې د پاکستان د اوسني اداري جوړښت په بلوچستان ايالت کې پرته ده زېږېدلی دی. محمود خان په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو لاس ته راوړلو او د جمهوريت د راوستلو په مبارزه کې د خپل شهيد پلار عبدالصمد خان ځای ناستی دی او دېرش کاله وشول چې په پاکستان کې په درې ايالتونو کې د ويشل شوي پښتون په يو ايالت کې د راغونډېدو، د پښتنو په وسايلو او معادنو د پښتنو واک، په افغانستان کې د يو پياوړي ملي حکومت غوښتونکی، او په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو سخت مخالف دی. د محمود خان ملګري وايي چې د دوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (چې محمود خان یې مشر دی) دا نه بدليدونکی دريځ دی او په تېرو دېرشو کلونو کې یې دا دريځ د سياسي او يا بل ډول ګټو لپاره نه دی بدل کړی او نه یې بدلوي.

19.09.2010 09:58    |   ټول افغان لوستونکي: د افغان وطن مشرۍ لپاره محمود خان غوره دی

په هغه ليست کې چې د اته کسانو نومونه ليکل شوي وو او ۱۲۲۸ کسانو رايه کارولې ده محمود خان ۲۸٪ رايې او ورپسې د حزب اسلامي افغانستان مشر چې دا مهال د افغان دولت ضد په وسلواله جګړه بوخت دی ۱۷٪ رايې اخيستي دي. د دولت مشر حامد کرزي او د دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) مشر ملا محمد عمر هر یو ۱۲٪ رايې اخيستي دي چې د ټول افغان د لوستونکو په منځ کې د دواړو د محبوبيت په کموالي دلالت کوي.

18.09.2010 15:59    |   ټول افغان په ختيځ زون کې د ټاکنو د کميسيون مسوول په درغلۍ تورن شوی

په ننګرهار کې يوې باخبره سرچینې ټول افغان ته وويل په ختيځ زون کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مسوول ښاغلي سلېمانزي د يوشمېر ځانګړيو کاندیدانو لپاره په ښکاره کمپاين کړی او د نورو د ځپلو لپاره يې ډول ډول چارې ترسره کړي.

18.09.2010 15:10    |   ټول افغان هزاره رای ورکوونکیوته نیم ساعت زیات وخت ورکړل شو

په هزاره ميشتو سيمو کې تر څلورنیمو او نورو سيمو کې تر څلورو بجو پورې ټاکنې ترسره شوې

16.09.2010 23:45    |   ټول افغان ټول افغان هجري لمريز کليز په ليکه کړ

لوستونکي اوس کولای شي چې په ليکه د ټول کال او يا هم د يوې مياشتې لمريز هجري کليز وويني او ګټه ترې پورته کړي. موږ هيله لرو چې له هېواده بهر او دننه دا کليز د لوستونکو او په ځانګړې ډول مامورينو او ليکوالانو سره د نېټې په پېژندلو کې مرسته وکړي.

13.09.2010 10:25    |   ټول افغان نوې ټولپوښتنه: لروبر افغان دا مهال يو مشر نه لري، د دې مشرۍ لپاره څوک غوره دی؟

په لروبر افغانستان کې دا مهال افغانان (د لوی افغانستان ټول وګړي) يو مشر نه لري او د شنونکو په بارو دا مهال افغانان د د مشرۍ د بحران سره مخ دي چې په يو ټغر یې نه شي راغونډولی. په ازاد افغانستان کې هم ډېر کسان د مشرۍ دعوه ګير دي او دولت او مخالفين په وسلواله جګړه کې ښکېل دي چې ولس یې د وير په ټغر کېنولی، فصل یې ورتباره کړی، کور یې ور وران کړی، او د بهرنيانو په لمن کې يې ورغورځولی. په محکوم افغانستان کې هم ټول افغان د غلامۍ په ټغر ناست دی، په اتفاق نه دی، او په بېلابېلو ملتپالو او غير ملي ګوندونو کې کې ويشل شوی دی.