د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کرکټ په اړه خپل نظرونه دلته خپاره کړئ

ټول افغان 30.05.2011 13:00

د ټول افغان محترمو لوستونکو او د افغان کرکټ مینوالو په دې ورستیو څو ورځو کې د افغان ملي لوبډلې لوبه مخ په زوړې روانه ده، توپوهنه ډیره کمزورې شوې او په نورو برخو کې یې هم ډيره خونده نشته دی، د پاکستا هیواد د دویمې درجې لوبډلې سره یې درې لوبې وکړې او درې واړه د پاکستان د ای لوبډې په ګټه تمامې شوې، دلته د ټولو افغانانو سره په دې اړه ډیرې پوښتنې راولاړې شوي دي د یو لوستونکې په وینا د افغان کرکټ مینوالو هیلې یې د خاورې سره خاورې کړې، د کرکټ مینوالو د ټول افغان څخه په دې اړه وغوښتل چې د کرکټ د مینوالو نظرونو ته د تبصرو کړکوۍ خلاصه کړي چې افغان کرکټ بورډ ته مشورې ورکړي نو دادی ټول افغان د کرکټ د مینوالو په غوښتنه د تبصرو کړکۍ خلاصه کړي خدای دې وکړي چې افغان کرکټ بورډ ته مثبتې مشورې وکړۍ تر څو افغان کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

په دې اړه ستاسو څخه په درنښت هیله کوو چې افغان کرکټ بورډ ته دلته خپل نظرونه ولیکئ او همدارنګه د منفي پواینټونو د منځه وړلو په هکله مثبتې مشورې هم دلته خپرې کړئ.