دردوونکی خبر: افضل شوق مړ شو
13.11.2010 10:30په ډیره خواشينی خبر شوو چې پښتو او پښتانه له یوه بل قلموال څخه بې برخې شول.
دغه ښاغلی افضل شوق و چې نن سهار ( شنبې ورځ د نومبر ۱۳مه) په اسلام اباد کې پرې د زړه حمله شوې او خپل روح یې حق ته سپارلی.
ارواښاد د ګڼ شمېر کتابونو (سفرنامې،ناولونه،شعري ټولګې) ليکوال و چې د پښتو ترڅنګ يې په انګليسي هم کتابونه چاپ شوي.
نړيوال لیکوال ددغه رانه شخصیت قلم ته په ډیر ارزښت قایل ول ځکه نو په ګڼو بهرنیو ژبو کې یې د هغه په اړه يوشمېر کتابونه ليکلي او چاپ کړي ول.
د ټول افغان اداره په دغه درانه غم کې ځان شريک ګڼي او له لوی الله څخه ورته مغفرت دعا کوي.
د ارواښا په اړه نور جزیات د هغه په ویبلاګ کې لوستلی شئ
:afzalshauq.bloguna.tolafghan.com