د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۹۱٪ لوستونکي:د ټول افغان او بېنوا بندول د پښتنو سره د تعصب له مخې شوي و

ټول افغان 15.10.2010 01:09

د ټول افغان په هغه ټولپوښتنه کې چې په حکومت کې د يو شمېر افغان دښمنه کړيو له خوا د ټول افغان او بېنوا د ناځوانه هڅو په اړه شوې وه، ۹۱٪ لوستونکي وايي چې دا کار د دې ملي ويبپاڼو سره د تعصب له مخې ترسره شوی دی.

د بېنوا ويبپاڼه رسما هغه وخت په افغانستان کې د لوستونکو په مخ وتړل شوه چې د رسنيو د څارنې کميسيون ته مارشال فهٍيم شکايت وکړ، د مخدوخ رهين په مشرۍ د رسنيو کميسيون د بېنوا د تړلو پرېکړه وکړه او د مخابراتو وزارت یې خبر کړ چې اميرزی سنګين یې وزير دی، د مخابراتو وزارت بيا لویې څارنوالۍ ته وليکل او د لويې څارنوالۍ له موافقې وروسته یې د بېنوا ويبپانه بنده کړه. د ټول افغان په اړه هم لویې څارنوالۍ پورې مکتوبونه استول شوي و خو بنده نه کړای شوه.

اوس لويه څارنوالۍ وايي چې له هر اړخيزې څېړنې او ارزونې وروسته یې د بېنوا ويبپانه بېرته ازاده کړه.

په ټولپوښتنه کې دا پوښتنه مطرح شوې وه چې: ولې په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا د تړلو هڅې کېږي؟

د لوستونکو رايې په لاندې ډول وې:

ټولې رايې   830
  % 5 په افغان حکومت کې مافيا له رسوايۍ ويرېږي
  % 4 د افغانستان دښمنان د حق هر غږ زندۍ کول غواړي
  % 41 پښتنو سره د تعصب له مخې دا کار کېږي
  % 50 پورته درې واړه یې لاملونه دي

 

د ټولپوښتنې پاڼه