د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوڅ اکثريت:د افغان د سر سړي د پاکستان د استخباراتو او وسلوال لاسپوڅو له خوا وژل کېږي

ټول افغان 13.09.2010 12:06

د ټول افغان ټکی کام د لوستونکو کابو ۷۰٪ په دې باور دي چې د افغان وطن (ازاد او محکوم افغانستان دواړو) د سر سړي د پاکستان استخبارات او د هغوی وسلوال لاسپوڅي وژني.

د يادونې ده چې يواځې په وزيرستان او همدا راز په کندهار کې په سلګونه پښتانه مشران په ډېره بې رحمۍ وژل شوي دي. له دې برسېره په لويه پکتيا او د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو (شمالي يا خيبر پښتونخوا، منځنۍ يا قبايلي پښتونخو، جنوبي او يا بولان پښتونخوا)  کې دا مهال پښتانه مشران د داسې دښمن هدف ګرځېدلي دي چې ځان نه ښيي.

ټول افغان ځکه د خپلو لوستونکو د اند د معلومولو په موخه يوه ټولپوښتنه په ليکه کړه. ۶۶۶ لوستونکو په کې برخه واخيسته چې ۷۰٪ یې په دې باور دي چې دا بې رحمه او بې زړه وژنې د پاکستان استخبارات او د دوی وسلوال لاسپوڅي تر سره کوي.

۲۲٪ سلنه رايه ورکونکي بيا په دې اند دي چې دا کار په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه ترسره کوي. ۸٪ سلنه رايه ورکونکي بيا دا شک په افغان دولت کوي.

د ټول افغان يادښت:

انلاين ټولپوښتنې يواځې د هغو کسانو استازيتوب کوي چې انټرنټ ته لاسرسی لري. که انټرنټ اسانتياوې راوړي نو بلخوا ته له همدغو اسانتياوو څخه ناوړه ګټه هم اخستل کيدی شي او په ټولپوښتنو کې درغلي هم کيدلی شي. ټول افغان د تخنيکي امکاناتو له مخې هڅه کوي چې د کتوونکو لخوا د هر ډول درغليو مخه ونيسي. خو ځيني وخت تخنيک هم خپلې پولې ته ورسيږي. په دې موخه ټول افغان هر انترنت تړاو ته يواځې د يوې رايې ورکولو حق ورکړی دی.

تاسو کولای شئ په دې اړه لاندې تبصرې وکړئ.