د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزيه!په امریکا کي دافغانستان سفارت ..

سيدحسين پاچا 15.08.2010 17:31

ښاغليه!

په امریکاکې دافغانستان له سفارت څخه ناوړه ګټه اخیستنه

تاسو به هم دغه خبر چې په ويبپاڼو کې خپور شوی لږ تر لږه لوستی وي او که نه وي لوستی، نو ويې لوله.
ايا د افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه اسلامي خو لا څه کوې يو دېپلومات دا حق لري چې د خپل صلاحيت نه ناوړه د سفارت او حکومتي وسايلو نه ناوړه ګټه پورته کړي.
زه حيران ستا دغه دېپلومات ته يم چې دغه دغه محفل د څه لپاره جوړ کړی دی؟ که د افغانستان د استقلال جشن نمانځي، خو هغه بايد چې په ۲۰ يا ۲۱ د اګست باندې يې نمانځلی وای. په هېواد کې د وينو سېلاب روان دی. هره ورځ په لسګونو هېوادوال له دواړو لوريو وژل کېږي او شهېدانېږي، خو ستا د دېپلومات دغه حال دی.
که د خپل زوی او د لور د کوژدې او د واده مراسم يې ول، خو بايد چې په هوټل کې يې ترسره کړی وای، نه په سفارت کې ځکه چې سفارت د يو هېواد د کلتور او ثقافت نماينده ګي کوي نه يې د بداخلاقۍ. نو پوښتنه دا ده چې دا سفارت نايت کلب دی او که دا د يو هېواد سياسي نماينده ګي ده؟
په نوره اسلامي نړۍ کې خلک د رمضارن مبارکه مياشت په عباداتو او د قرآن عظيم الشان په تلاوت او ختمونو نمانځي، خو ستا سفير په ډمتوب ونمانځله او هغه هم بيا د يو داسې کس (هولبروک) سره اوږه پر اوږه څنګ پر څنګ ولاړ دی چې د چا مور هېټلر له جرمني څخه ځغلولې وه نه د افغانستان څخه او نوموړی هغه کس دی چې د هغه نظريه او عُقده د پښتنو په مقابل کې معلومه ده او په حقيقت کې ټول بښتانه يې د پولې دواړو لوريو ته د القاعدې او طالبانو سره په خواخوږۍ متهم کړي دي چې ډېرو خلکو پرې نيوکې هم کړي دي او هغه د پاکستان منافعو ته په افغانستان کې برتري او اهميت ورکړی نه د افغانستان منافعو ته.
يوځل خو امريکايي سفارت هم همدغسې لوبې په کابل کې د خپل کرېستمس په وخت کې کړې وې خير دی که اوس ستا سفير هلته د روژې په مبارکه مياشت کې وکړې. زه حيران يم چې د ده ضمير څنګه د دې اجازه ورکوله. ته چې داسې باکلتوره سفيران لرې، نو ښه به د خپلو مخالفينو سره جوړجاړي ته ورسېږې.
افغانستان دا درې لسيزې بې څښتنه دی، نوځکه خو د هرچا خپله خوښه ده چې څه يې زړه غواړي هغه به کوي. په نوره ټوله نړۍ هېڅوک د خپل شخصي لذت لپاره د سفارتي او دولتي وسايلو نه ناوړه ګټه نه کوي، خو زموږ په ګران هېواد کې هډو دغه اصولو ته څوک پام نه کوي. بله دا چې هولبورک د ولسمشر اوبا د افغانستان او پاکستان لپاره يو مشتورتي استازی دی، نو د يو مشورتي استازي د پذيرايي لپاره نه د سفارت له ودانۍ څخه ناوړه او غير اخلاقي ګټه پورته کول د خپل ځان په ګټه د افغانستان او د امريکا د اساسي قوانينو سره هم اړخ نه لګوي او هغه بيا د روژې په مبارکه مياشت کې په داسې بداخلاقۍ سره.
نو ستاسو پام دغې مسالې ته د اسلامي، اخلاقي او ديپلماتيکي اصولو او هم د يو مسوول ولسمشر په توګه غواړم. هيله ده چې په دې اړه يو عاجل تحقيق او څېړنه وکړې. له يوې خوا چېغې وهې او شخصي کمپنۍ له مينځه وړې او له بل لورې د سفير بداخلاقۍ دې خپل نهايي اوج ته رسېدلي. داسې برېښي چې نه له تا او نه دې د پرسونل سره د ولس د دې يوې لسيزې ناخوالو هېڅ درک او نه احساس شته.

په درنښت