د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جهادي وعلمي مشر استاد سياف او اسماعيل خان ته

سيدحسين پاچا 14.03.2014 12:23

ډاکټر محمد مرسي له امريکايي لوړو زده کړو او له قانوني مشروع ټاکنو سره بيا هم په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه چا ونه زغمه، نو تاسو به په دې سپينو ږيرو څوک کله وزغمي؟
خلک به داسې انگيري چې له بابله ((هاروت وماروت)) دلته راغلي

د اخرت د ورځی د پوښتنی له مخی که الله راته ووایی تا ته ضرورت وه ولی کاندید نه شوې نو می ځان کاندید کړ
خو دا هم بايد په ياد ولرې چې د مرحوم حاجي عبدالقدير په وخت کې له ننگرهاره په دې پلمه ووتې چې مسعود به هم د سولې غونډې ته له ځان سره راوړم. له ماهيپره چې تېر شوې، نو مخ دې راوا نه ړولو. خپله هم وتښتېدې، خو مسعود دې هم له ځان سره منکر کړ. هېواد په تېره پلازمينه په اور کې وسوځېده. که الله تعالی د ټاکنو پوښتنه درنه کوي، نو دا به هم درنه وکړي چې ستا په شتون او تپ وتلاش کې سوله کېده او د خپلمنځي جنگونو مخنيوی کېده، نو ولې وتښتېدې، ميدان دې پرېښووه او بېغوري دې وکړه؟

زموږ جهادي مشر چې د هجرت په چاپيريال کې له هر چا مخته ولاړ ان تر دې چي په هغه وخت کې مجاهدين په دوه ډلو ووېشل شول چې معتدل (ميانه رو) او بل يې سخت دريځي (افراطيان)، خو استاد د کابل له راتگ وروسته ډېر ژر مطرح او له نورو ډېرو مخته ولاړ. عربان به چې راغلل، نو استاد پکې تر هر چا ښه زياته تجربه لرله چې څنگه يې پرځان باندې باوري او ځان ته د مرستو په راجلبولو يې راتاو کړي. تر دې چې نوموړي ته يې د ((عمر ثاني)) لقب ورکړ.

له اسماعيل خانه خو گيله په کار نه ده. ځکه چې يو خو جمعيتی او نازولی دی او بيا د افغانستان د غربي حوزې امير ځان بولي چې همدا اوس درې تنه اميران جوړيږي د حزب اسلامي امير، اميرالمؤمنين او خپله امير اسماعيل خان. دوستم اگر چې ښه مخينه نه لري، خو له ولس بښنه غوښتل دا يو اخلاقي کردار دی چې ترسره يې کړ. په داسې حال کې چې زموږ هر يو امير هم له جناياتو پاک نه دی، خو ولې بيا هم ولس خو لا څه ان چې الله تعالی ته هم ځان مأخوذ نه گڼي.

که له بل اړخه ورته ځير شو، نو درست ده چې له يو سره به د ايران او له بل سره به د سعودي ملاتړ او خواخوږي ورسره، خو کاشکې چې دوی خو هم سره په خپلو کې جوړ وای. په داسې حال کې چې سعودي په مصر کې اخوان المسلمين د النور سلفيانو په مقابل کې نه شي زغملی او له دې ويرې يې له جنرال السيسي سره لاس يو کړ ان د کودتا مالي لگښتونه يې په خپله غاړه واخېستل چې کويټ او امارات هم ورسره ملگري دي. اوس خو دا اختلافات دومره ژور لاړل چې سعودي او اماراتو د الجزيرې په سر خپل سفيران بيرته سره وروغوښتل او د مارکېټونو پر ونډو يې هم تاثير پرېستی دی. نه پوهېږم چې دا يارانه به تر پايه شړۍ شي او که نه؟ کله چې واک او گټې په خطر کې شي بيا څوک د اسلام پروا نه لري.

له هراتي اسماعيل خانه خو گيله په کار نه ده، خو تاسو لږ تر لږه استاد او پروفيسور ياست او علمي رسالت لرئ. لومړی خو به دا ښه وي چې نور جومات ته مخه کړئ او پاتې عمر په عبادت کې تېر کړئ نه په سياست کې. بس دی هر څه چې دې وکړل، خو ودې کړل، خو نور بوډا يې او تر وروځو پورې دې وېښتان سپين دي، نو په دې سپينه اوږده ږيره به دې څه وکړې؟ د مشرۍ مزې خو د هجرت په چاپېريال کې همدا تا وکړې.

داسې برېښي چې ولسمشر خورا خطرناکه لوبه مخته کړې چې له يو لورې ځان بېطرفه بولي، خو له بل لورې بيا مشورې ورکوي او خلک د زلمي رسول په ملاتړ ورماتوي، نو دا بېطرفي د پوښتنې لاندې ده.  له قراينو داسې برېښي چې د ولسمشر زړه کله له ارگه کيږي چې ووځي. نوموړی غواړي چې په دې او هغه بيا هم پوره او يا نيمواک د ځان او يا د خپلې کورنۍ او د يوې خاصې مافيا ترمينځ سره وويشي، لکه څنگه چې په بُن کې ورته سپارل شوی هماغسې ناعادلانه او ناانډوله واک ته دوام ورکړي. همدا اوس ارگ د دوو تنو داسې نوماندانو په چوپړ کې دي چې په يو شکل د اشکالو يا په بله مانا سيده او ناسيده له ارگه خړوبيږي، نو دا خپله د ټاکنو پروسه تر سيوري لاندې راولي. خير وبه گورو چې څه پېښيږي؟

دا هم د هېرولو نه ده چې هر يو لوبغاړی بيا په گاونډ او سيمه کې نور خواخوږي لري چې که يو د چا تر شا دريږي، نو بل به هم بيا د بل په خوا کې دريږي او دا لوبه به همداسې دوام لري، نو ښه به دا وي چې د هېواد په ملي کچه فکر وشي او د نورو د گټو لپاره جنگ ته د پای تکی کېښوول شي.

زما مشوره خو دا ده چې ((امانت خپل اهل ته وسپارئ)) په رڼا کې له ځانه بل پر يو مستحق
کس باندې سوچ وکړې. که الله تعالی درنه دا پوښتنه کوي، نو دا به هم درنه وپوښتي چې له تاسو يو بل مستحق هم وو، ولې هغه ته د مصالح علياو لپاره تېر نه شوې؟ ايا دا به درست نه وي چې د خپل جهادي وعلمي رسالت له مخې يو بل مستحق کانديد ته چې د خلکو او ولس په خير وي ورته تېر شې؟ راشه دا قرباني خو ورکړه چې د سبا ورځې له ملامتيا او د الله تعالی له مأخوذيته خو بچ شې.

په درنښت