د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته څو ارشادي سپارښتنې

سيدحسين پاچا 06.04.2014 19:12

افغانستان په اداري، تعليمي، مالي واقتصادي کچې بيا رغاونې ته يو ښه پياوړي مدبر، قاطع، ژمن او وطنپال مشر ته اړتيا لري

اذ حضر يعقوب الموت، اذ قال بنيه ما تعبدون من بعدي، قالوا نعبد الهک واله ابآئک ابراهيم واسماعيل واسحاق الها واحدا [البقرة: ۱۳۳]؛ قال تزرعون سبع سنين داباً، فما حصدتم فذروه في سنبله الا قليلاً مما تاکلون؛ قال اجعلنی علی خزائن الارض انی [حفيظ عليم] [يوسف : ۴۷ ، ۵۵]

ښه عادلانه اداره، بيا رغاونه، پياوړی اقتصاد او ښه مالي سيستم
که اداره کمزورې او پياوړی اقتصاد ونه لري او هم يې مالي سيستم خراب وي، نو فساد وانارشي مينځته راځي، خلک له ستونزو سره مخامخيږي او حکومت سقوط کوي. کله چې داسې حالات مينځته راځي، نو بيا د علماو او پوهانو دا رسالت دی چې ارام به نه کښيني او د هر ډول فساد وانارشۍ مخه به نيسي

له پورته دريو اياتونو نه دغه نتېجه لاسته راځي  چې :
    •    زده کړه او لورېينه
    •    اقتصاد او عام المنفعه يا ټولگټې پروژې
    •    زراعت ته وده
    •    له هر پلوه پر ځان بساينه او اتکاء
    •    عايد (محصولات)، سپما او ساتنه يې
    •    رڼې مالي سرچينې
    •    ښه مالي سيستم او د پيسو پرځای لگونه
    •    کاري يا مسلکي پوهه او خپل رسالت اداء کول

موږ د ښې حکومتولۍ او د مالي واقتصادي رغښت لپاره دوه بېلگې لرو چې يوه يې د حضرت سليمان عليه السلام او بله يې د حضرت يوسف عليه السلام ده چې د خلکو د خير ښېگڼې لپاره پکې د ښه مالي واقتصادي سيستم لپاره پکې اشاره شوې ده. د څوارلس - پينځه لس کلونو وخت يې تر پوښښ لاندې راوستی. ځکه چې لومړي اووه کلونه خو دوی زراعت ته وده ورکړه. غله يې او گياه يې ذخيره کړه او هم يې د خپل ضرورت په اندازه په ورځني ژوند کې ولگوله. کله چې وچکالي شروع شوه، نو بيا يې له ذخيره شوې غلې نه گټه پورته کړه. خپله يې خپله ټولن پر ځان بسيا کړه او له بهره يې څه راوارد نه کړل. وچکالي نه يوازې د مصر تر قلمرو پورې محدوده شوه، بلکې د مصر پورې نورو اړوندو سيمو ته هم وغځېده. ان تر دې چې ورونه يې له کنعانه د غلې پسې مصر ته دوه ځلې ورغلل. د ورونو خو يې دا تمه نه وه چې يوسف به د دومره لوړې څښتن وي، خو د پلار يې لا تمه وه چې يوسف ژوند دی او د لټون په تمه يې لا خپلو زامنو ته سپارښتنه کوي چې تاسو ځئ، نو په لارو او کوڅو کې درسره خيال ساتئ او پوښتنه کوئ گوندې چې يوسف پيدا شي.

د الله جل جلاله کارو ته گوره چې د يوسف عليه السلام په  وسيله يې خپله کورنۍ يعنې ورونه او پلار او د هغوی مېرمنې او اولادونه يې له لوږې وساتل. له بل لورې يې هغه ورک ورور چې د دوی په ذهن کې نه ورگرځېده چې هغه به د دومره لوړې مرتبې او د عزت څښتن وي. د وچکالۍ له وجهې د غلې د اخېستو او لاسته راوړنې په موخه  ورونه سره په سلطنتي دربار کې ورپېژني.  او بالاخره د وخت په ورکونې سره له هغې خبرې د ((ونحن عصبة)) نه لاس په سر کيږي او اوس دا مني چې ((لقد اثرک الله علينا)) او يوسف عليه السلام ورته د وارخطايي په صورت کې لاساينه او ډاډينه ورکوي چې ((لاتثريب عليکم اليوم)). بښنه ورته کوي او هملته په پادشاهي دربار کې ترې د پلار احوال پوښتي او بلنه ورکوي چې ټول راځئ. کميس يې هلته په مصر کې ورکړ او دوی په دې هيله راځي چې پلار ته د يوسف زيری راوړي او پلار يې په کنعان کې د جنتي کميس بوي حس کوي او وايی چې ((انی لاجد ريح يوسف لو لا ان تفندون)) او هغوی لا بيا هم ورته وايی چې ((انک لفی ضللک القديم)) د هغوی لا باور نه راځي او ورته وايي چې ته لا اوس هم په هماغه مخکېني ((پخوانۍ)) مينه کې يې.

دا موږ ته د دې درس راکوي چې آل يعقوب يعنې له نېکه حضرت ابراهيم عليه السلام نه راواخله تر اسحاق ويعقوب او تر زامنو يې د الله تعالی په لوی ازمايښت کې راغلي وو او بل ښاخ يې بي بيا له حضرت ابراهيم عليه السلامه راواخله تر اسماعيل عليه السلام ومحمد رسول الله پورې چې ذبيحه او د مهاجرت او نورې ټولې پېښې رانغاړي، خو الله تعالی دوی بريالي راويستل. يوسف خپلو وروڼو ته بښنه وکړه او ټولنه کورنۍ سره بيرته يوځای شوه او مصرت ورته الله تعالی وروسپاره. او محمد رسول الله خپل قوم قريشو ته بښنه وکړه او هغوی يې وبښل. بس دی موږ ډېر جنگ وکړو اوس سولې او ملي پخلاينې ته اړتيا ده. په داسې لارو چارو غور وشي چې د هغې په رڼا کې مخالفين هم قانع او د سولې لار خپله کړي. په يو او بل نوم وژنه بس شي. هلته شيطان د آل يعقوب ترمينځ حايل شوی وو او هغوی په تعصب، رخه او کينه کې واقع کړي وو، خو پلار او يوسف صبر وکړ چې په نتېجه کې الله تعالی پلار ته ورک بچی بيرته پيدا، وروڼه سره پُخلا او کورنۍ سره بيرته متحد شوه او شيطان له مينځه ووته. خو فرق يې دومره دی چې هلته حقيقي شيطان حايل شوی وو او انسي شيطان يې ترمينځ نه وو، خو زموږ تر مينځ بيا حقيقي وانسي شيطانان دواړه راننوني. سره له دې چې هلته د هغوی ترمينځ پېغمبر پلار بالذات موجود وو، خو زموږ په مينځ کې خو پېغمبر بالذات نشته، بلکې کتاب الله او نبوي ارشادات خو شته چې د هغوی په تعميل سره موږ هم کولای شو چې د الله تعالی له دغه لوی ازمايښته ځان خلاص کړو او د الله تعالی په فضل وکرم سره به انسي وجني شيطانان هم زموږ له مينځه وځي او ناښاد ونامراديږي به، خو چې موږ لږ خپلو مسووليتونو او مکلفيتونو ته د الهي ونبوي ارشاداتو په رڼا کې فکر وکړو.

قرآن دلته په همدې کيسه کې د رسالت ومکلفيت او د توانايي دوه نورو ټکو ته اشاره کوي : يو دا چې کله چې هغې ورته د ځان لوري ته بلنه ورکړه چې ((هيت لک))، نو هغه ورته په ځواب کې وويل ((معاذ الله)) او استحسان يې ورته ورياد کړ چې ((انه ربی احسن مثوای، انه لايفلح الظالمون)). او بيا يې چې کله هغې د خپل ځان د سپيناوي لپاره ښځې راوغوښتې او د خوراک په وخت کې يې ورته وويل چې ((اخرج عليهن))، نو هغه له کوټې ورته راووته. دلته په دې دويم صورت کې يې واک نه وو، ځکه چې هغه خو مريی وو، خو په لومړي صورت کې د گناه د بلنې په صورت کې يې اختيار خپل وو، نو ځکه يې خپل واک واختيار وکارولو او په دويم صورت کې خو د امر پر ځای کول وو، نو ورته راووته.

نور راځم دېته کله چې قاصد حضرت يوسف عليه السلام ته راغی، نو د ((صديق يعنې ايها الصديق)) خطاب يې ورته وکړ او ترې ويې پوښتل چې ((افتنا في سبع بقرات سمان ياکلهن سبع عجاف وسبع سنبلات خضر واخر يابسات لعلی ارجع الی الناس لعلهم يهتدون))، مانا دا چې موږ ته د دې خوب تعبير يا تأويل او مشوره راکړه چې څه وکړو؟ هغه ورته د خوب تعبير په وچکالۍ کوي چې لومړی اووه کلونه به اوباد وي، خو ورپسې اووه کلونه بيا وچکالي وي او باران به نه وي او بيا به ورپسې ابادي راځي.

هغه مبارک ورته مشوره د کښت ورکړه چې ((تزرعون سبع سنين دابا فما حصدتم فذروه في سنبله الا قليلا مما تاکلون)) د دې پسې به بيا وچکالي راځي بارانونه به نه وي، نو تاسو به بيا چې څه مو ذخيره کړي خورئ ((ثم ياتي من بعد ذلک سبع شداد ياکلهن ما قدمتم لهن الا قليلا مما تحصنون)) يعنې سختي به راځي، خو د دې لپاره به تاسو مخکې له مخکې نه د غلې تياری لرئ. بيا به له هغې پسې ابادي راځي چې ((ثم ياتي من بعد ذلک عام فيه يغاث الناس وفيه يعصرون)). دلته د غلې د سپما، ساتنې لپاره هم اشاره شوې چې ((فذروه في سنبله)) او د خپل ضرورت کارونې ته هم اشاره شوې چې ((مما تاکلون)) ځکه چې ځان خو له لوږې نه شئ وژلی. داسې هم نه چې زموږ خپلې اوبه خوشې روانې وي چې غله دې هم په بيه اخلو او برېښنا دې هم له نورو اخلو. تېل دې هم له نورو اخلو، خو له خپلو نه بايد کار وانخلو.

قاصد ته د خوب تعبير وشو، بيرته ولاړ. بادشاه حيران شو، نو امر يې وکړ چې رايې ولئ زه به يې ځانته رانژدې کړم يعنې واکدار کړم. په بله مانا ټولواک يا کُل اختيار کړم. کله چې حضرت يوسف عليه السلام ورته راوستل شو، نو د هغه ذکاوت وکردار ته وکتل، نو حيران شو، نو ځکه خو يې ورته وويل چې ((انک اليوم لدينا مکين امين)) ته نن له موږ سره ټول اختيار او امين يې. ټول واک واختيار يې ورته په مخکې کېښود يا يې ورته ورکړ، خو هغه ورته وويل چې ((اجعلنی علی خزآئن الارض انی حفيظ عليم)) ماليې سيستم يې غوره کړ. دا ځکه چې ((وکذلک مکنّا ليوسف فی الارض يتبوأ منها حيث يشآء، نصيب برحمتنا من نشآء ولانضيع اجر المحسنين)).

يوه لويه اشاره چې الله تعالی موږ ته په دې خوږې کيسه کې کړې هغه دا چې موږ بايد په هر حال کې له الله تعالی وويرېږو. خپل رسالت ومکلفيت درست ترسره کړو. د خپلو خلکو او ټولنې خيال وساتو او د خپلې ټولنې او خلکو د هوساينې او د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه امکاناتو گټه پورته کړو. د نورو خيراتونو، زکاتونو او د ټکس وماليه پر پيسو ډېره تکيه ونه کړو. خپل وطن بايد پخپله جوړ کړو. خپله يې وگټو او نورو ته يې ورکړو دا ځکه چې ((اليد العليا خير من اليد السفلی)). زمريان چې ښکار کوي، خو خپله يې هم خوري او نورو ته يې هم پرېږدي.

له بده مرغه زموږ گران هېواد چې معنوي ومعدني پلوه يو له شتمنو هېوادو دی، خو موږ لا پخپلو کې سره د نورو په لمسون يو د بل وينو ته ناست يو او د ملي وحدت لار مو لا نه ده راخپله کړې. ملي يووالی زموږ د ژوند تضمين دی. راشئ چې خپلې شخصي، تنظيمي او ډله ييزو غوښتنې پرېږدو او دا د وخت غوښتنه ده چې موږ بايد پخپلو کې سره جرگه شو او سره کښېنو او يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو. د هېواد ټول وگړي سره يو شان دي. يو شان برابر حقوق لري او هېڅوک له چا زيات نه دي. اوس د هېواد بيا رغونه پر موږ حق لري. د دې رغونې لپاره موږ يو ښې حکومتولۍ، ملي يووالي او ښو اقتصادي پلانونو، بيا رغاونيزو پروگرامونو، زده کړې او ښه مالي سيستم او ښې اردو ته ضرورت لرو چې د دې موخې د لاسته راوړنې لپاره په کار پوه او مجربو او مسلکي خلکو ته ضرورت لرو او دا هله کيږي چې موږ کار اهل کار ته وسپارو.

ښاغليه :
ستاسو پاملرنه څو ارشادي سپارښتنو ته غواړم :

    •    له لويي (تکبر يا غرور) به ځان ساتې، ځکه چې په لويي سره انسان په ټولنه گوښه کيږي. خپل اعتبار، وقار او عزت له لاسه ورکوي. ټولنه ترېنه نفرت کوي او تجريديږي. ((ان الله لايحب کل مختال فخور)).
    •    له ظلم نه به ځان ساتې، ځکه چې الله تعالی ظالم نه خوښوي او نه يې مرسته کوي، بلکې د الله تعالی له رحمته لېرې کيږي. ((ان الله لايحب الظالمين)).
    •    عدالت وانصاف به کوي ((فاصلحوا بينهما بالعدل واقسطوا)) و ((ان الله يحب المقسطين))، ((ان الله يامرکم بالعدل والاحسان)).

سئل العلاّمة الألباني رحمه الله
السؤال :
يقول ابن تيمية "إن الله يقيم الدولة العادلة وإن كانت كافرة ولا يقيم الدولة الظالمة وإن كانت مسلمة " نرجوا شرح هذا القول مع بيان الأدلة الشرعية عليه ورأيكم فيه ؟1
الجواب :
أنا لا أستحضر قول ابن تيمية هذا ، ولكن الآية الكريمة التي تقول " وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ " ذكر بعض علماء التفسير هذا المعنى الذي ينقله السآئل عن ابن تيمية رحمه الله ذلك لأن الظلم هو سبب خراب البلاد وهلاك العباد فإذا كانت الأُمة أو الدولة كافرة ولكنها تحكم بالعدل فيما بينها هذا العدل الذي يعرفه الناس بفطرهم وإذا كانوا يحكمون بذلك فستقوم دولتهم وتستمر مدة طويلة والتاريخ يحكم بهذا والعكس من ذلك إذا بغى الحكّام وجاروا على العباد كان ذلك سببا في قيام الثورات وما يسمى اليوم بالانقلابات العسكرية ولم تستقرّ الأوضاع في تلك البلاد حتى يُهلك الناس الشعب الواحد بعضه بعضا ويكون ذلك سببا لفتح الطريق لأمة أُخرى أن تستعبدها ولا شك أن الإسلام جاء بكل ما فيه خير الدّنيا والآخرة ومن ذلك الأمر بالعدل والأمر بإقامة الحدود بين الناس حتى قال عليه الصلاة والسلام " حد يقام في الأرض خير من مطر سبعين صباحا " وما هذا إلا لتحقيق العدالة في المجتمع الإسلامي .
فإذا افترضنا مجتمعا إسلاميا لا يقيم حكم الله عزّ وجل في الأرض وذلك مما لا يمكن إقامته إلا على إقامة العدل بين المسلمين فلا يمكن أن تقوم قائمة هذه الدولة لأنها حين ذاك تحكم بغير ما انزل الله ومن حكم بغير ما أنزل الله فقد عرّض أُمته ودولته للانهيار هذا ما يحضرني الآن جوابا على هذا السؤال الأول . ا هـــــــــ

    •    له فساد (ورانکارۍ) به ځان ساتې، ځکه چې الله تعالی مفسدين (وارنکاري) نه خوښوي. ((والله لايحب المفسدين)).
    •    له خيانت به ځان ساتې، ځکه چې د الله تعالی خاين نه خوښيږي او نه خيانت خوښوي، بلکې په خيانت سره انسان بې اعتباره کيږي او ذليليږي. ((ان الله لايحب الخائنين)) و ((ان الله لايحب کيد الخآئنين)).
    •    کار به اهل کار (مستحق) ته سپارې، ځکه چې پرته له اهل کاره خپل هدف ته نه شي رسېدای. ((ان الله يامرکم ان تؤد الامانات الی اهلها)).
    •    په ژوند او امورو کې به تفکر او صبر کوې. ((ان الله يحب الصابرين))، ((والله يحب الصابرين))، ((ان الله مع الصابرين)).
    •    الله ته به رجوع کوې. ((والله يحب التوابين)) او داسې نور اياتونه.
    •    هسې بېموجبه له حده زيات به نه خوشالېږې. ((ان الله لايحب الفرحين)).
    •    ايماناً و ديانتاً ، اخلاقاً و وظيفتاً به پاک اوسې، ځکه چې د الله تعالی له هر اړخيزه پلوه ناپاکه خلک نه خوښيږي. ((والله يحب المطهرين))، ((ان الله يحب التوابين ويحب المتطهرين)). او داسې نور.
    •    نېکوکار و مستحسن به اوسې، ځکه چې د الله تعالی نېکوکار خوښيږي. ((والله يحب المحسنين))، ((ان الله يامرکم بالعدل والاحسان)).
    •    پرځای متوکل به اوسې، ځکه چې د الله تعالی متوکلين خوښيږي. ((والله يحب المتوکلين)).
    •    له الله تعالی به په هر حال کې وېرېږې، ځکه چې الله تعالی متقيان خوښيږي. ((والله يحب المتقين)) او ((انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين)).
    •    ترحم او لورېينه ځکه چې ((حدثنا ‏ابن أبي عمر ‏حدثنا ‏سفيان ‏عن ‏عمرو بن دينار ‏عن ‏أبي قابوس ‏‏عن ‏عبد الله بن عمرو ‏‏قال ‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء الرحم ‏شجنة ‏‏من الرحمن فمن وصلها وصله الله ومن قطعها قطعه الله ‏قال ‏‏أبو عيسى ‏هذا ‏حديث حسن صحيح ‏))

په درنښت

نوټ :
له وخت نه مخکې وړاندېينه به گرانه وي، خو له لوراند وبښاند څښتن تعالی څخه ورته د برياليتوب هيله کوم. الله تعالی دې زموږ لپاره ښه کړي. په دې هيله چې موږ يې له پوهې، کاري تجربې او علمي استعداده لازمه گټه پورته کړو. موږ يې هم بايد ملا وروتړو او ټول په شريکه خپل دې جنگ ځپلي هېواد ته په اخلاص او ريښتينولۍ سره له هر ډول سمتي، ژبني ومذهبي تعصب پرته خدمت ترسره کړو.