د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دې ملت پر پانگه روزل شوی يم

سيدحسين پاچا 14.06.2014 15:01

ډاکټر اشرف غني احمدزی :
د دې ملت پر پانگه روزل شوی يم، ځان يې د خدمت پوروړی بولم
زما ژمنه دا ده چې د پايداره سولې د راوستلو لپاره هر اړخيز کار وکړم. زه د قدرت شوقي نه يم، زه د خدمت شوقي يم

هندي پروفيسور ديکشن مهاجان :
افغانستان لا تراوسه داسې شخص لري چي له ورخه تېرې اوبه راگرځولی شي.

ولقد کتبنا فی الزبور من بعد الذکر ان الارض يرثها عبادی الصالحين
((اکاډميک غني او جنگسالار سيال يی))
د غلو سرلښکر هلته په مزار کې له ملي ارمان ورځپاڼې سره گواښنه کړې چې دا ښکاره د تهران واسلام اباد او د ځېنو اسلامپالو او ستميانو [غلو + داړه مارو] او د ارگ د گډ سازش ښکارندويي کوي، ځکه خو جنرال حميد گل او ملا فضل الرحمن هم په رسنيو کې ناببره راڅرگند شول. فرعون هم د موسی عليه السلام مقابلې لپاره ساحران راغوښتي وو او د هغه پلويان يې د پښو او لاسونو په پرېکولو او په دار ځړولو تهديد کړي وو، خو الله تعالی فرعون هلاک او موسی يې بريالی راويست. اوس د ملت خوښه چې کوم يو ((مقاومتي وفېشني)) او که ((کاري واکاډميک)) غوره کوي؟

فضل الرحمن اوريا :
که خدای ناخواسته، خدای ناخواسته د ډاکټر صاحب اشرف غني ټيم قدرت ته ورسيږي د افغانستان په ټولنه کې به د وينو لښتي وبهيږي
((ملت کارمليان، ستميان، شغله يان، ماويستان، شؤونستان، دوه مخي جاسوسان، غله، جنگسالاران، لوټماران، غاصبان، بېباکان او لنډه غران پېژني. د هولبروک نازولي تر پايه خپل نازولتوب و نامشروع امتيازات غواړي ولو که ولس ته د وينو په بيه هم تمام شي)).
اوريا پوهيږي چې د غني په ورتگ سره به د شمال د منحوسې ټلوالې نامشروع واک ته د پای ټکی کېښوول شي. دوی خپلې ټولې نامشروع لاسته راوړنې په خطر کې ويني چې په کورني او بهرنۍ کچه يې ټول مهم پوستونه له لاسه وځي، نو ځکه د وينو تويولو ته شنه ناست دي. پښتانه په سيستماتيک ډول خالي سلاح او دوی له نوک نه تر وريو پورې مسلح پاتې شول. حکومت او نړيواله ټولنه بايد د دې ځواب ووايی، اپارتايد نور څه ته وايی؟.امرالله صالح په خپله وروستۍ ليکنه  ((د خلکو له کړنو چې پرده پورته شي)) کې ډېرو حقايقو ته اشاره کړې ده،.په کار خو دا وه چې نوموړی (اوريا) څارنوالۍ پوښتلی وای.

يونس قانوني :
هڅه به وکړي چې د ملي مشارکت حکومت جوړ شي. د دې لپاره چې هېڅ نوماند د ماتې احساس ونه کړي، ټولو ته په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړی شي
((نوموړی خپله جنگسالار دی، ځکه خو له خپل جنگسالار سره خواخوږي لري. په بله مانا مافيايي ماويستي کړيو په بېسارې کچه په هر ډگر کې په اخلاقي ډول ماتې خوړلې، اوس د ملي مشارکت، پخوانۍ مصلحتي پالېسۍ او يا د ملي اجماع په نوم په واک کې پاتې کېدل غواړي، ولو که ولس ته د وينو په قيمت هم پريوځي.))

د ملت پر وړاندې د خدمت او د مسووليت احساس گران کار دی. بېځايه خاني او مصلحتي پالېسي نه حکومت او نه ټولنې ته گټه کوي. حکومت واداره يو څه خاني ومافيا بل څه دي بايد سره تفکيک شي.

د غلو سرلښکر :
من باور دارم که در دور دوم اشرف غنی احمدزی چنان شکست خواهد خورد واز صحنه ای سياسی کاملاً حذف خواهد شد، زيرا به نظر من اشرف غنی پايگاه اجتماعی ندارد وآن عده از کسانی که از وی حمايت کرده اند بيشتر افکار چپی دارند ومارکسيست بودند.
[[کله چې حق راشي، نو باطل (ناروا) خپله له مينځه ځي، ملت غل ومجاهد پېژني.]]

ذاکريار احمدزی :
هندي پروفيسور ديکشن مهاجان :
افغانانو ډېره طلايي موقع له لاسه ورکړې. په ميليونونو ډالر، د خارجي مؤسساتو پروگرامونه او د جهان د اکثرو هېوادونو ډول ډول مرستې ورسره وشوي، خو لا هم له رنگارنگ ناخوالو سره لاس وگرېوان دي. که چېرې دا ټولې مرستې په صحيح توگه لگولی وای، نو نن به يې هېواد د اسيا د لس غوره هېوادونو په لېست کې وای.
افغانانو ډېره طلايي موقع له لاسه ورکړې. ښايی دوی ته بيا داسې فرصت په لاس ورنه شي. اوبه يې له ورخه تېرې دي او د بيا راگرځېدو لپاره ډېر وخت او يوې سمي ادارې ته اړتيا شته. افغانستان لا تراوسه داسې شخص لري چي له ورخه تېرې اوبه راگرځولی شي.

امرالله صالح :
[[حمايت من از داکتر اشرف غنی به خاطری است که من در وجودش تمام ارزشها را ميبينم. اگر ميخواهيد يک افغانستان مستقل ازاد وبدون تعصبات قومی، لسانی داشته باشيد با ما يکجا شويد واين را هم به ياد داشته باشيد که تمام جهان خوشبين برای برنده شدن داکتر اشرف غنی است. تمام کمکها جلب ميشود به خاطری که يک تيم پاک وبااعتماد از جامعه ای بين المللی را باخود داريم وبرنده استيم، لعنت به کسانی که دامن به تعصب ميزنند.]] خو اوس له خپلې ژمنې اوښتی او بيرته يې د عبدالله پلوي کړې

سرتاج عزيز :
نوی افغان ولسمشر بايد وسله وال طالبان په واک کې د شريکولو په موخه هغوی ته د يو شمېر سيمو حکومتي چارې وروسپاري.
[[ولې وزيرستانونه، خيبر ايجنسي، باجوړ او سوات طالبانو ته نه سپاري؟ منگل باغ يې د څه لپاره ننگرهار ته رااستولی ؟ د نازيان خلک يې له باړې ويستل، باړه دې ورته ورپرېږدي. د پاکستان له سياستوالو لا څه ان چې د ديني بنسټونو له خاوندانو نه يې هم بايد د خير تمه ونه لرو. د زرداري په وخت کې د مولوي صوفي محمد و ملا فضل الله د سوات ، ملکنډ و درگۍ د شريعت نفاذ څه شو؟ ولې پرې حکومت ، سياستوال واسلامپال چوپ دي؟]]

يو اتومي پاکستان له يو ځواکمن پوځي واخوندي نظام سره زموږ په گټه نه دی. نړيوال ذهنيت او خواخوږي لا اوس هم زموږ په تناسب زموږ له گاونډيو سره ډېره ده. دا هله کيږي چې په حکومت کې پراخ اصلاحات راشي او ملي واسلامي روحيه پياوړې شي.

کله چې حضرت يوسف عليه السلام د زليخا په تور کې په ناحقه زندان ته واستول شو، دی لا ځوانکی وو، خو دا چې د حضرت ابراهيم، اسحاق و د يعقوب په خاندان کې زېږېدلی او راغوټکی شوی وو له طعام مخکې يې لومړی خپلو زنداني ملگرو ته ځان وروپېژنده، چې ما شا ته داسې يو ملت پرېښی چې له خدايه منکر او پر آخرت ايمان نه لري. بيا يې له خپل کورني اصليته خبر کړل چې موږ شرک نه دی کړی. بيا يې په ښه ډول وپوښتل او ښکلی معقول دليل يې ورته وړاندې کړ چې د يو څښتن تعالی پرستش به ښه وي او که د ډېرو؟ د توحيد بلنه يې ورته ورکړه او ورپسې يې ورته د هغوی د خوب تاويل ووايه چې يو به محاکمه او بل به خلاصيږي، د الله تعالی فيصله يې ورته پرېکنده وويله. د وخت په تېرېدو سره يو تاويل ورته بل تاويل ته لار پرانېسته. الله تعالی ورته لومړی زمينه سازي وکړه. پادشاه (عزيز)، حکومت (کابينه) او ټولنه (ولس) يې ورته د خوب د تأويل منښتې ته ذهناً تيار کړل. لومړی يې له تورونو خلاص او هم يې له زندانه سلطنت ته ورسولو. د پلار او د نېکونو او خپل رسالت يې په زندان کې هم خلکو ته ورساوه چې نه يوازې د ځان وکورنۍ د نجات، بلکې د مصر او اړوندو سيمو ناجي هم شو. قرآني تقاضا دا ده چې متهم د لوړ و با صلاحيته مقام لپاره اهل نه دی، په داسې حال کې چې د فرانسې په محکمه کې زموږ د يو کانديد دوسيه لا، لاينحله پاتې ده. د ايټاليا پخوانی لومړی وزير ښاغلی Silvio Berlusconi د ځوانې هنرمندې پېغلې په قضيه کې استعفاء ته اړ شو، ښاغلی کلينټن هم د ورته مشکل سره لاس وگرېوان وو، خو زموږ بيا د جهاد ومقامت له برکته د جمهوري رياست لپاره ځان کانديدوي. په داسې حال کې چې يوسف عليه السلام د پېغمبر زوی، د پېغمبر لمسی او د پېغمبر کړوسی برائت يوځلې له هر اړخيز پلوه وشو. د پادشاه په امر او د کابينې په تاييد راوغوښتل شو او مخامخ يې ترې وپوښتل او د پادشاه د خوب تاويل يې ورته وکړ او هم يې د هغې د تيارۍ لپاره طرحه (پلان/پروگرام) ورته ورکړه. ننني رسنيز ومخامخ تلويزيوني مباحثات، د خلکو او د ولس پوښتنو، غوښتنو او اندېښنو ته ښکاره ومخامخ ځواب هم په همدې لړ کې راځي. کله چې هغه (عزيز) ته د هغه (يوسف عليه السلام) د پوهې، استعداد او ذکاوت پته ولگېده، نو پادشاه (عزيز مصر) ورته ټول واک واختيارات مخې ته کېښوول، خو هغه خزانه (ماليه وزارت) قبول کړ او د فساد واختلاس مخه يې ونيوله. په حقيقت کې حضرت يوسف عليه السلام د جهان لپاره د يو ښه پياوړي اقتصاد بنسټ اېښوونکی، د ښه مالي سيستم طرّاح، روزگار پيدا کوونکی، د زراعت وخپلو طبعي منابعو په کار اچوونکی، د بيت المال د لگښتونو ښه ساتونکی او ښه عادلانه وېشونکی وو. د خلکو او د ملت پانگه يې وساتله. له وچکالۍ وروسته يې هر چا ته د دوی منقول - غيرمنقول ملکيتونه ان تر زېوراتو اوڅارويو پورې بيرته ورکړل او خلک بيرته د خپل عادي ژوند څښتان شول. موږ بيا چور وتالان ته شنه زمريان يو. موږ بايد د گاونډيو، سيمه ييزو او نړيوالو دسيسو په مقابل کې د علم او پوهې په زور له هر اړخيز پلوه ځانونه بسيا او سنبال کړو. د اغيارو لاسونه نور بايد ورلنډ کړو.

زموږ د گاونډيانو لومړی گوزار به زموږ پر اقتصاد او کرنسۍ وي. افغانان له يوې لورې د ايراني فرهنگي يرغل او له بل لورې د پنجاب د سياسي ستونزې ښکار دي. ارگ ته د غني ننوتل د ايران وپاکستان دواړو لپاره د زغم وړ نه دي. د ډيورنډ د تپل شوې کرښې په تړاو د پنجاب او د ډبل عبدالله پالېسي سره يوه ده چې دا مساله د حکومتونو په کچه هوارول غواړي، خو غني وايی چې دا د حکومتونو نه، بلکې د ولسونو کار دی. زموږ په جهادي ډلو د دې لپاره پانگونه نه ده شوې چې د تهران وپنجاب گټې په خطر کې پريوځي. بنگال خو يې بايلود او کشمير گټلی نه شي، نو چې دا مړۍ خو يې له خولې ونه وځي. د گاونډيو لاسوهنې او د ارگ خباثت په لوی لاس د غني مخه ډب کړې. هر يو خپلې کڅوړې يا پانگونې په خطر کې ويني. پښتانه د اپارتايد ښکار دي. په کمونېزم، اسلامېزم او ديموکراتېزم ټولو کې يې بايللې، نړيوال ذهنيت لا زموږ په اړه سم نه دی ځان پېژندل راته په کار دي. ارگ، تهران واسلام اباد به خپله ټوله هڅه بيا وکړي چې ارگ ته د غني د ورتگ مخه ونيسي. ځکه چې د غني په ورتگ سره به د مافيا غيرقانوني واک ختم او کړه وړه به يې تر قانوني کنترول ومشروعيت لاندې راشي او له مهمو کليدي وزارتونو او سفارتونو  نه نيولې تر ملگرو ملتونو او د نړۍ د ځېنو ځواکمنو هېوادونو سفارتونه او قونسلگرۍ يې له لاسه ووځي، چې له همدغو حساسو موقعيتونو نه دوی نړۍ ته د پښتنو په مقابل کې بد ذهنيت ورکوي. دا بايد له يو تنظيمي او خاني چوکاټه يو سم ملي منظم دولتي سيستم ته راوړل شي


http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/05/140527_im-open-jirga-23.shtml

TOLOnews 01 April 2014 Presidential Debate on Economy and
https://www.youtube.com/watch?v=ZlG2BSSdAZo&hd=1

Ashraf Ghani: How to rebuild a broken state?
http://www.ted.com/talks/ashraf_ghani_on_rebuilding_broken_states

http://www.taand.com/archives/24124
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=14998
http://www.bbc.co.uk/pashto/
http://www.taand.com/archives/23606
د خلکو له کړونو چي پرده پورته شي
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%DA%AB%DA%89%D9%88%DA%89%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81&article=15172


نوټ :
زما اشاره يوازې هغو متعصبو ستميانو او غاصبو مافيايي ماويستانو ته ده چې د پنجشيريانو په پلمه يې د ټولو تاجکو وروڼو حقوق هم غصب کړي دي. نه ټولو ته، بلکې د يو افغان په توگه ورته زيات درناوی لرم. دوی د خپل واک وږي او د چور وتالان په غم کې دي، نه د تاجکو په غم کې.

په پای کې په گرانو هېوادوالو غږ کوم چې د ملي واسلامي گټو د تأمين په پار مستحق کانديد ته خپله رايه وکاروي او خپل ملي واسلامي واخلاقي رسالت د ايماندارۍ و وطنپالنې په پار تر سره کړي. موږ تل د مذهب او هم په يو او بل نوم دوکه وخوړه، خو چې بيا تکرار نه شي.

په درنښت
سيدحسين پاچا
نوټ : د وخت د لږوالي له امله مې ونه شوای کړی چې د ډاکټر صاحب درې تلوېزيوني مرکې ؟ بحثونه راوباسم، خو گران لوستونکي له پورته ليکونو نه گټه اخېستای شي.