د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هېواد مشر ته : برېښنايي تذکرې

سيدحسين پاچا 07.12.2014 13:21

د پدرام ((لوچک)) او عطاء ((غل)) لپاره له خپل ملي واسلامي هويته مه تېرېږه! د کرزي ډېرې مردارۍ تا ته پاتې دي چې اوس يې تاسو پاکوئ. ډاکټر نجيب الله ته هم دغسې غول له نورو پاتې وو هغه يې هم په پاکولو لګيا وو چې آخر يې سر هم پکې وخوړ

فلسطين چې په ملګرو ملتو کې د ناظر غړي حيثيت لري، ولې تبعه يې بيا هم خپل هويت لري، د زرتشتيانو لپاره ولې زموږ هويت مسخه شي؟


ښاغليه ،
رسنيو ليکلي چې تاسو د برېښنايي تذکرو وېش لاسليک کړی چې لومړی به په پلا زمينه کابل او بيا به د کابل اړوندو ولسواليو او ورپسې به نورو ولايتونو ته وغځيږي. تاسو ته د هېواد ډيره کي رايه درکړې او دغه خلک ستا مخالف ول، نن دې هم مخالف دي او سبا به دې بيا هم مخالف وي. دوی پخوانی مرحوم پاچا چې خپله ژبه يې ورته د لاسه ورکړې وه ونه زغمه. شهيد داود خان يې ونه زغمه. ډاکټر نجيب الله يې ونه زغمه. ان تر دې چې پخوانی هېوادمشر ښاغلی حامد کرزی يې نه زغمه او مارشال صاحب خو لا په څپېړو هم وهلی وو او د آغلې رابين رافيل په مخکې د ښاغلي حامد کرزي پر څوکۍ کېناسته، چې دا کار پرته له فهيمه دا کار نه شو کولی او هغې ته هم ډېره هېښنده برېښېده چې ولې دغسې آداب واخلاق نه شي مراعتولی او کرزي خپله ناتواني هم منلې وه، نو تا هم نه شي زغملای. دوی دومره بد اخلاقه او بې پرنسيپه دي چې د ولسمشر په شتون کې په ارګ ورختل او د دولت د ودانيو د نيولو ګواښونه يې کول.

درست ده چې تاسو د نړۍ په کچه دويم ستر متفکر ياست او د لوړې کچې زده کړې او ښه کاري تجربه او مديريت او مخينه لرئ، خو ولس به درسره په ملي واسلامي هويت په له منځه وړلو کې پاتې نه شي. د نړۍ زياترو هېوادونو بيرغونه يا ملي او مذهبي بيرغونه لري چې افغانستان يې په سر کې راځي. څومره سياسي ستونزې چې موږ له خپل يو ګاونډي سره لرو، نو همدومره کلتوري ستونزې هم له بل ګاونډي سره لرو. د دوی په اسلام مه تېروځه! اسلام د دعوو claim دين نه، بلکې د عمل action دين دی.

زموږ د شپولې ډګروال صاحب نری چې د پرچم ډلې پورې يې تړاو درلوده او په حربي پوهنځي کې استاد وو. زما د يادښت له مخې چې زه د پينځنۍ (پنجشنبې) پر ورځ له نجم المدارسه کور ته راتلم، نو دی هم د انقلاب په لومړيو کې په هغو ورځو کې شپولې ته راغلی وو او خلک ورته ناست وو او ده ورته د انقلاب د بري په باب د مړو او غريبو خبرې کولې او ويل يې چې ته ګوره چې مړو خلکو په کور کې لورګانې ساتلي دي او غريبو ته يې نه ورکوي او ډېرې پيسې يعنې ولور غواړي، نو دا دی چې د انقلاب له برکته اوس څوک له درې سوه روپيو نه زياتې نه شي اخېستای. د زمکو خبره يې کوله. خدای شاهد دی چې زموږ په ټوله شپوله څه چې په ټوله ولسوالۍ کې پرته د حاجي سلطان محمد، عبدالوهاب خان او د وکيل محمد مير نه زياته زمکه چا نه درلوده. زياترو خو جريب، دوه - درې يا څلور - پينځه جريبه زمکه هغه هم په شريکه په کورنۍ درلوده، خو ده د فيوډالانو، خانانو او ملکانو خبرې کولې.

په دغه مازيګر چې ده خلک راټول کړي وو او يا ورته ناست وو چې هلته زموږ د لکړۍ پلار ((غونچو)) و زوی ((ولايت خان)) هم ورته ناست وو. پلار يې وستاکاري ((آهنګري)) کوله او زوی يې موچيتوب کولو. د ولايت خان خولې اوبه راپرېښې وې چې ګوندې په ريښتيا ښځې ارزانه شوې ګوندې ما ته هم په ارزانه او اسانه پيدا شي. په دې وخت کې زموږ يو مرحوم تره سرکاتب سيد ابوالحسن پاچا هم له ما سره د تحويلدار ابراهيم له بس نه راښکته شو چې هغه له شګې (خېوې / ښېوې) ولسوالۍ نه راغی.

زموږ تره ((کاکا)) هم ورغی او له ډګروال صاحب نري سره يې روغبړ وکړ او ورته يې وويل چې ډګروال صاحب بيا څه خبره ده او څنګه دې خلک راغونډ کړي دي؟ نو هغه ورته لګيا شو او ټوله کيسه يې ورته بيا له سره تکرار کړه، نو هغه ورته وويل چې ډګروال صاحب له دې خبرو تېر شه! دا درته کومه ګټه نه لري او نه د يورپ د هغه وخت د شوروي اتحاد او د ورسره ټول کمونيستي بلاک هغه خبرې ، خيالات و تصورات دلته په دې ټولنه کې نه چليږي. زموږ سر په دې ټولنه کې سپين شو چې مو شل نه کړه. درست ده چې تاسو به هلته د روسيه د مسکو درس ويلي وی او د هغه ځای ژوند به خوند درکوي او د هغوی نظام وسېستم، ميکانيزه او ترانسپورتي سېستم به خوند در کوي، خو تاسو د شپولې درس نه دی ويلی چې دلته هغه خوب وخيال عملي کول خورا ګران دي او ورته په خندا شو او ترې ولاړ. له بده مرغه چې ډګروال صاحب هلته په حربي پوهنتون کې استاذ وو لا تر ننه هماغسې په هماغه خپله رتبه کې پاتې شو او ارتقاء يې ونه کړه، خو جهاديان له مخې جنرالان، مارشالان، وزيران او سفيران شول. ((جهاد)) او ((اسلام)) يې په شرمونو وشرمول.

درست ده چې تاسو ((اقتصاد)) او ټولنپوهنه)) ويلې او پکې ښه پوهه لرئ او ورسره په خوا کې ښه پاکه کاري او د ښه مديريت مخينه لرئ، خو داسې نه شي چې خدای مه کړه د يو لوچک پدرام او د يو غل خطا لپاره مو هر څه په سيند لاهو شي. درست ده چې پدرام به په تهران کې زده کړې کړي وي او غل به د جهاد په پلمه په چور و په تالان کې ښه پوهه لري، خو د خلکو له ذهنيت سره اشنا نه دي. دوی دې هېواد او ولس ته د تهران له سترګيو ګوري نه د افغانيت له پلوه. دوی په روحي ناروغۍ اخته دي چې نجاست يې په وينه او روان کې نغښتی دی. شرک هم نجاست غليظه ده چې په کلام پاک کې مشرکينو ته د ((نجس)) او شرک ته د ((لظلم عظيم)) کليمات کارول شوي. ځکه چې شرک دروني ناروغي ده او درملنه يې يوازې په ((توحيد)) سره کيږي. حسد (کينه / رخه) او تعصب هم دروني ناروغۍ دي. پدرام و عطا هم د ((حسد)) او د ((تعصب)) په ناروغيو اخته دي. په دې يې مه تېر وځه چې تا ته يې ويلي چې ((زه ستاسو په خدمت کې يم)) او د رباني زوی يې در باندې په نوې کابينه کې وګوماره.

بله دا چې يو وخت صدرالدين اغا خان د اسماعيلي مذهب يا د اسماعيليانو لپاره د ګلګت ضلعه غوښتله چې صوبه ((ولايت)) يې کړي او د هغې په بدل کې به ورسره سملاسي او هم دوامداره نغدي مرستې کوي او ضياء هم ورسره منلې وه چې اسماعليليت يو رسمي مذهب کړي او هم ضلعه صوبې ته لوړه کړي، خو د هغه وخت د کشمير صدر سردار عبدالقيوم خان ورسره مشوره ورنه کړه او ورته يې وويل چې ((په دې کار به په اسلامي نړۍ کې سخت بدنام او له اعتباره به سلب شې)). هماغه وو چې ضياء ترېنه په شا شو او ګلګت يې ورسره ونه منه. وړم کال پرويز مشرف هم ځان له ګلګته انتخاب کړی وو. موږ هم لږه کې اسماعيليان لرو چې آغلې زهره نادري ستاسو يو له پياوړو ملاتړو نه ده چې خلک ورته درناوی لري، خو عطاء، پدرام او امثالهم ته يې نه، دا ځکه چې دوی دا خاوره خپله خاوره نه ګڼي او حکومت راباندې کوي. واک غواړي، امتياز غواړي، نازولتوب غواړي، معاش اخلي، خو خلک او هېواد د ځان نه ګڼي.

عجيبه وخت راغلی سړی نه پوهيږي چې څه ووايی. د اوباما له راتګ سره اوس په رسنيو کې کله ناکله د سپينې ماڼۍ او د تل ابيب ترمينځ ناندرۍ راپورته شي. خو په عربي کې يو متل دی چې ((کل جديد لذيذ)) اوس د شمال ټلوالې او د سپينې ماڼۍ او د نورو ملګرتيا له جهادي پيره تر دې دمه ښه خوږه ده. کله ناکله په رسنيو کې په تل ابيب يا نتنياهو باندې نيوکې کيږي، خو په شمال ټلواله باندې نه. موږ په حکومت کې بل موازي حکومت نه منلو چې د ښاغلي کرزي هماغه زوړ ميراث دا ځل په بله بڼه راباندې د ښاغلي کيري له لورې وتپل شو. دوی ته ښه پلمه په لاس ورغله چې هر ځل ماتې خوري، نو په يو شکل د اشکالو به دوی په حکومت کې ځانونه ځايوي. دا کار د ملت له وسې وتلی دی. ځکه چې موږ ته د ټاکنو لپاره نور څوک پيسې راکوي، نو څنګه به موږ خپله خوښه وکارولی شو؟ ((سي آی ای په پنجشير کې)) له دې داسې برېښي چې د کريملين او پنتاګون او نورو ذيدخلو هېوادونو په شمول دا ډله له بهر سره د نورو مخالفينو په پرتله زياتې ژورې هر اړخيز اړيکي لري چې هغوی دوی د خپلو ګټو او ستراتيژيکو موخو لپاره د افغانستان په راتلونکو حکومتونو کې له پامه نه شي غورځولی. هر منتخب مشرتابه مجبور دی چې له يو څه احتياط و نرمښت او
يا د ډيره کي په مقابل کې له بې اعتنايي نه کار واخلي. په بله مانا بهرنۍ نړۍ ته دا ډله مطرح ده نه د هېواد ډېره کی، ځکه چې هغوی په دوی کې خپلې ګټې او ستراتيژيکې موخې ګوري، نو ځکه ورته ګران دي.

نوره ستا خوښه چې څه دې زړه غواړي، خو ښه به دا وي چې احتياط وکړې او په لوی لاس ځانته ستونزه جوړه نه کړې او نه مخالفينو ته کومه پلمه په لاس ورکړې.

په درنښت