د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې

نجیب منلی 01.08.2010 22:17

د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې

بشري منابع

نجیب منلی

د کابل د پروسې له پاره د حکومت په جوړو شوو طرحو کې د بشري منابعو موضوع مرکزي حیثیت لري. د افغانستان د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کې هم دې ټکي ته پام شوی و خو هغه مهال لومړیتوبونه په دومره ځیرکتیا نه وو کتل شوي. اوس د لومړي ځل له پاره حکومت ځان ته مشخص، عملي اهداف ټاکلي چې ورته رسېدل هم ممکن دي اود پرمختګ د ارزولو له پاره د شاخصونو د ټاکلو چارې ته هم پام شوی دی.

د کابل نړۍوال کنفرانس ته د حکومت د طرحو د وړاندې کولو پر مهال د مالیې وزیر، ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال وویل : « زموږ د بشري منابعو د پراختیا پروګرام به زموږ ځوانان د نن او سبا د کار د بازارونو له پاره چمتو کړي. موږ به د دوه میلیونه نوو شاګردانو له پاره د ښوونځي په برابرولو لومړنیو زده کړو ته لاسرسی ښه کړو، په راتلونکو دریوکلونوکې به تر څلورسوه زرو ډېرو زده کوونکیو ته د مسلکي زده کړې په برابرولو خپل ظرفیتونه لوړ کړو اود لوړو زده کړو په موسسو کې د ۳۰۰۰۰ نوو ځایونو په ایجادولو به د خپل راتلونکي له پاره پانګونه وکړو.» او «اکثره ویل کېږي چې یوې ښځې ته د روزنې برابرول یوې کورنې ته د روزنې برابرول دي. موږ به د ښځو له پاره تعلیم اومسلکي زده کړو ته د لاس رسي له پاره تدابیر ونیسو.»

پورته یاد شوي اهداف هم منطقي دي، هم عملي بڼه لري او هم د هېواد پر ټولنیز اقتصادي ژوند یې د اغیزو ارزول ستونزمن کار نه دی. د تېرو نهو کلونو له پرمختګونو سره سره،تر اوسه لا د افغانستان ډېر ماشومان په ښوونځي کې نه دي جذب شوي. په راتلونکې لسیزه کې باید افغانستان د دې جوګه شي چې د اوو او شپاړسو کلونو ترمنځ ټول ماشومان یې ښوونځي ته لار و مومي. په دوو کلونو کې د دوو ميليونو ماشومانو له پاره د زده کړې د امکاناتو برابرول د افغانستان د مالي او بشري امکاناتو په چوکاټ کې یو معقول هدف دی. خو دې هدف ته د رسېدو له پاره باید د پوهنې وزارت د اسانه، د عوامو خوشالوونکي خو د دویمې درجې اهمیت لرونکي کارونه د خپلو لومړیتوبونود سر په کتار کې را نه ولي.

په تېرو کلونو کې د ښوونځیو تعمیراتي ستونزو ته ډېره او پېداګوژيکي مسایلو ته لږه توجه شوې ده. د پوهنې وزارت خورا ډېرې پیسې د نصاب جوړولو پر چاروولګولې خودغه لګښتونه هومره ګټور نه وو چې تمه یې کېده. د دې له پاره چې هم د ښوونځیو د جذب امکانات له اړتیا سره تناسب پیدا کړي او هم د هېواد د تعلیم په کیفیت کې ګټور بدلون راشي څوټکي خورا مهم دي:

-          په ټولګیو کې د شاګردانوشمېر، د تدریسي اوتدریسي مرستندویو موادو کمی او په ښوونځي کې د شاګردانو د حضور موده د اوسني تعلیمي حالت سترې ستونزې دي. د ښوونځي په لومړیوکلونو کې زده کوونکی د ښوونکي ډېر پام ته ضرورت لري. په یوه ټولګي کې تر دېرشو ډېر زده کوونکي کښېنول یوازې د ښوونکو سره ظلم نه دی، زده کوونکي هم له لازمې پاملرنې څخه محروموي. له بل لوري که زده کوونکی په ورځ تر پینځوساعتوکم وخت په ښوونځي کې تېر کړي نه شي کولای چې په اغیزمن ډول کافي مهارتونه لاس ته راوړي. ظاهراً، تر اوسه چې دا موضوع ګانې مطرح کېږي نو په لومړي سر کې د ښوونځیو تعمیراتي ستونزې تر هر څه مخکې د چارواکو، اوعوامو، فکر ته راځي. تعمیراتي ستونزې پر خپل ځای اهمیت لري خو کېدای شي چې د حل ګڼې تخنیکي لارې چارې ورته پیدا شي (د ودانیو کرایه کول، موقت سیستمونه ځای پر ځای کول،...) په داسې حال کې چې تر ټولو مهم محدودوونکی فکتور د ښوونکو ټيټ شمېر اومسلکي نمیګړتیاوې دي. د ښځینه ښوونکو شمېر ناکافي نه شو ګڼلای باید چې یوه ټولنیزه فاجعه یې وبولو. په دوو کلونو کې د دوو میلیونو نوو شاګردانوجذبول که د تعلیم په کیفیت کې بدلون را نه شيٍ ممکن کار دی خو د هېواد د بشري منابعو د ستونزې له پاره به سم ځواب نه وي. د افغانستان د پوهنې وزارت باید چې سر له اوسه په زرګونو ځوانان اوپېغلې استخدام کړي او هغوی ته د لنډې مودې د چټکو زده کړو په برابرولو یې د دې جوګه کړي چې د زده کوونکو په مخ کې و درېږي. په اوسنیو شرایطو کې د ښوونکو د جذب چارې په دې نامه محدودول چې څوارلسم یې نه دی لوستی هېڅ ډول معقولیت نه لري. په کلیوالي سیمو کې د ښځینه ښوونکو ستونزه خو دومره ژوره ده چې باید تر ټولو لږ ظرفیتونه هم په ډېر اغیزمن ډول په کار واچول شي. هغه مالي امکانات چې د ښوونځیو تعمیراتي ستونزو ته ځانګړي شوي، یوه ستره برخه یې باید د ښوونکو روزنې او استخدام ته ځانګړې شي.

په دې برخه کې یوه ستره ساده انګېرنه دا ده چې په اوږده مهال کې د موقتو حل لارو قیمت خورا لوړ دی. دا یو واقعیت دی خو په بیړني حالت کې باید بیړنۍ ستونزې پر اوږد مهالې مالي اغیزمنتیا غوره و ګڼل شي. یوه بله ساده انګېرنه دا ده چې د ښوونکو مسلکي ظرفیتونه د تعلیم د کچې په لوړولو کې لوړ اهمیت لري. دا خبره هم سمه ده، خو عجالتاً به دا ښه وي چې د ټيټ مسلکي معیار لرونکي ښوونکي د ګڼوساعتونو له پاره له زده کوونکو سره وي، نه دا چې د لوړ مسلکي معیار لرونکي ښوونکي د ډېر لږ وخت له پاره د شاګرادانو سره مرستې ته چمتو وي. د وخت په تېرېدلو به همدغه د ټيټ مسلکي معیار ښوونکي د خدمت دننه زده کړو له لارې د لوړمسلکي معیار خاوندان شي.

که داسې و ګڼو چې د هرو دېرشو زده کوونکو له پاره یو ښوونکي ته اړتیا ده نو، د افغانستان دیموګرافۍ (د وګړو د شمېر ډېرېدا) ته په پام، باید په راتلونکو دوو کلونو کې، د لومړنیو زده کړو له پاره، کم له کمه سل زره نوي ښوونکي په کار وګومارل شي او په ورپسې کلونو کې هم هر کال د پنځوسو زرو نوو ښوونکو د استخدام له پاره اماده ګي ولرو.

همدا اوس چې موږ څومره د دولسم ټولګي فارغین لرو، څومره ځوانان چې زموږ د لوړوزده کړوسیستم ته لار پیدا کوي او څومره ځوانان چې په تولیدي اوخدماتي سکتور کې د کار بازار ته ورننوځي، د پورته یادو شوو لازمو شمېرو په وړاندې یوه ستره ننګونه ده نو که دا موضوع د بشري منابعو د ودې په ملي پروګرام کې په سم ډول په نظر کې ونیول شي، د ځوانانو د بېکارۍستونزه به هم د یوې مودې له پاره هواره شي.

-          د تعلیم خصوصي سکتور باید د هېواد د عمومي تعلیمي سیستم یوه نه بېلېدونکې برخه و ګڼل شي چې حکومت یې د نصاب په اړه مسوولیت ولري. د دولتي او خصوصي تعلیمي موسسو تر منځ د همکارۍ روحیه که تقویه شي نو دا دواړه سیستمونه په ګډه د هېواد تعلیمي ننګونو ته په اغیزمن اوبریالي ډول اوږه ورکولای شي.

-          د ښوونځیو تدریسي موادو ته پاملرنه یوه بله اساسي اړتیا ده چې ډېره توجه غواړي. د افغانستان له شرایطو سره برابر تعلیمي نصاب باندې کار کول د هېواد د معارف یو ضرورت دی چې باید له نظره و نه لوېږي خو د نصاب جوړول او تطبیق داسې یوه چاره ده چې وخت نیسي. موږ نه شو کولای چې خپل تعلیمي سیستم د نصاب تر بشپړېدو د نیمه تعلیق په حالت کې و ساتو. د تعلیمي کتابونو د استهلاک موده که را ټيټه شي نو هم به د نصاب د تدریجي تطبیق سره مرسته وکړي او هم به د تدریسي موادو قیمت لږ ټیټ شي یانې موږ ته به دا مجال پیدا شي چې په کافي اندازه تدریسي مواد تولید کړو.

-          د ښوونځیو د ځای ستونزه کېدای شي چې تر ډېره حده په سیمه کې له موجودو امکاناتو څخه د استفادې له لارې حل شي (د کورونو په کرایه نیول، د موقتي ودانیو جوړول). د ښوونځیو له پاره د ځمکې ستونزه هم تر ډېره حده د هغو ځمکو د کارولو له لارې حل کېدای شي چې حکومت یې د خوندي کولو دنده لري (لرغونې ساحې چې په منځمهاله اټکل په کې د کیندنو امکان نه لیدل کېږي).

په دوو یا دریو کلونو کې د لوړو زده کړو د موسسو ظرفیت دومره لوړول چې دېرش زره اضافي محصلین جذب کړي ستره ننګونه ده. په دې برخه کې بریالیتوب نه یوازې دا ایجابوي چې د لوړو زده کړو بودجې ته خاصه پاملرنه وشي بلکې د هېواد د لوړو زده کړو د تنظیم له پاره د قوانینو، مقررو اولایحو بیا کتل هم لازم دي.

څلور سوه زرو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو برابرول چې د هېواد د اقتصاد له پاره څومره ضروري چاره ده هماغومره، د هېواد د تعلیمي نظام په اوسنیوشرایطو کې، ستونزمن کار هم دی. دې موخې ته د رسېدو له پاره باید په څو راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د پوهنې وزارت په زرګونو تنه داسې کسان ومومي او و یې روزي چې وکړای شي دغو ځوانانو ته لازمې زده کړې ورکړي. په دې برخه کې هم د اوسنیو تعاملونو نوښتګر بدلون ته اړتیا ده. د وخت مهارول به په دې برخه کې د پوهنې وزارت له پاره خورا ستره ، له خطره ډکه ننګونه وي.

له بده مرغه د حکومت اوسنۍ طرحې یوه غټه نقیصه لري اوهغه دا چې د هېواد د بشري منابعو وده یې د هېواد په فرهنګي چاپېریال کې نه ده ځیرلې. د وزارتونو هغه کړۍ چې د بشري منابعو په برخه کې کار کوي د فرهنګ وزارت او په تېره د دغه وزارت د ځوانانومعینیت په خپلو کارونو کې نه دي ګډ کړي. د حج اواوقافو وزارت ته هم لازم ځای نه دی ورکړ شوی چې دا چاره به د طرحې تطبیقي اړخ ته ستر زیان ورسوي.

د بشري منابعو د ودې له پاره د افغانستان د حکومت طرح خورا په زړه پورې ده خو که په تطبیق کې یې لازم دقت و نه شي د دغې طرحې د ناکامېدو خطر ډېر زیات دی. دلته هم مالي امکانات په کار دي، هم سیاسي اراده اوهم ټولنیز درایت. د افغانستان حکومت دغه درې عنصره سره یو ځای کولای شي؟ د مالي امکاناتو په برخه کې خو به نړۍوال مرسته وکړي خو هغه دوه نور عنصرونه یوازې د افغانانو وړتیا غواړي.