د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دكندهار پوهنتون ۱۳۲ تنو محصلينو ته د فراغت سندونه وركړل

ټول افغان 02.07.2010 20:14

تيره ورځ تر غرمې ورسته  د كندهار ولايت په منډيګګ ماڼۍ کي د كندهار پوهنتون د محصلينو د فراغت مراسم ترسره سول. دكندهار پوهنتون د محصلينو د فراغت په مراسمو كي دكندهار پوهنتون رئېس ډاكټر حضرت مير توتاخېل، دكندهارولايت مقام مرستيال انجنير عبدالطيف اشنا، اجرائيه رئېس الحاج محمد انس، دولايت مقام مالي اواداري رئېس محمد امين كمين، امنيه قومندان سردار محمد ځاځى، د ښځو چارو سرپرستي رئېسي سهيلا كاكړ او يو شمير نورو دولتي  او غيري دولتي منسوبينو ګډون كړى ؤ.

 كندهار پوهنتون د خپلي علمي غيږي څخه 132 تنه محصلين چي 35 تنه طب، 31 تنه انجنېري، 40 تنه زراعت او 26 تنه د تعليم او تربيې پوهنځى زده كوونكي وه ټولني  ته وړاندي كړل . دكندهار پوهنتون رئېس ډاكټر حضرت مير توتاخېل د فارغه سوو محصلينو كورنيو او ټولو افغانانو ته مباركي وويل او زياته يې كړه(( د يوې ټولنى پرمختګ هغه وخت ممكن دى چي د ټولنى ټول غړي يې په علم او هنر سنبال وي او ټولنى ته سړى هغه وخت خدمت كولاى سي چي د علم هنر ورسره مل وي.))

 د كندهار پوهنتون تير كال يو شمير لاسته راوړني درلودې چي په هغه كي د استادانو د ښه او مسلكي روزني لپاره بهر ته 20 تنه د كرهڼي او اقتصاد په څانګه كي، 11 تنه دانجنيري په څانګه كي، 4 تنه د ښووني او روزني په څانګه كي او 4 تنه د طب په څانكه ليږلي دي، دپوهنځيو په شمير كي زياتوالى، دشپې لخوا د پوهنتون پيلول او د انكليسي ژبي او كمپيوټر پروګرامونه دي. دكندهار پوهنتون رئېس د پوهنتون په پرمختګ كي د مرسته كوونكو ډلو څخه مننه وكړه او د يو شمير ستونزو يادونه( د اوبو د سيستم خرابوالى، برېښنا، لابراتوار او ټرانسپورټ) وكړه او په دې اړه يې د ټولو چارواكو څخه مادي او معنوي مرستي غوښتنه وكړه.

 

دكندهار ولايت مقام مرستيال تعليم يافته ځوانان د ټولنى د ملا تير وبلل او وويل(( تاسي ته ډير لوى مسؤليت در وسپارول سو نو تاسي خپل مسؤليت ته په كتو بايد دې هېواد ته خدمت وكړى او د ټول ولس سره ژمنه وكړى چي تاسي هر ګام پورته كوى هغه دملت په ګټه او پوره ايماندارۍ پورته كوى او د جنګ پر ځاى به قلم ته ترجيح وركوى.)) دكندهار پوهنتون د محصلينو په استازيتوب د انجنېرى پوهنځى يو تن محصل هوتك خبري وكړې او ټول ولس ته يې ژمنه وركړه چي دوى به په پوره ايماندرۍ ټولني ته خدمت كوي.

 دكندهار پوهنتون  په 1369 لمريز كال كي د اوسنى عينو ليسي په تعمير کي د ١٢ محصلينو په درلودلو سره په فعاليت پيل كړى چي دا مهال پنځه پوهنځى(طب، زراعت، انجنېري، ښوونه او روزنه او شرعيات) لري  او ٢٣٠٠ تنه محصلين پكښي په زده كړه بوخت دي.