د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حقوق

الحاج فضل الله رشتين 21.06.2010 16:33

حقوق يوه عربي كلمه ده او د حق د كلمې جمع ده. دا كلمه په هر لحاظ ستره او له مفهوم څخه ډكه كلمه ده.
انساني ټولنه له هر ډول زيان او تاوان څخه ژغورلو او دې ټولنې ته د فائدې رسولو ته حق وائي .
مور او پلار ، استاد او شاګرد ، ښځه او خاوند ، حاكم او رعيت ، مالك او مزدور ، امير او غريب لنډه دا چې د ټولنې ټولې طبقې په يو بل حقوق لري . ددې حقوقو ادا كول په هرچا فرض دي او د اسلام مبين دين ددې حقوقو د اداكولو په اړه سخت تاكيد كړى دى
1- د ټولو حقوقو په سر كښې د خداى پاك حقوق ځاى لري . خداى پاك په خپل مخلوق يعنې خپلو بندګانو باندې ستر حقوق لري يو ستر حق دادى چې
" د الله بندګان د الله بندګي وكړي او له خداى سره څوك شريك نه ګړي ."
الله تعالى په قرآن پاك كښې فرمائي :
و اعبدو الله و لا تشركوا به شيا .( النساء : (6
او د خداى بندګي وكړئ له هغه سره څوك مه شريكوئ .
-2 دوهم حق د رسول الله (ص) حق دى . هر مسلمان بنده ته ښائي چې له رسول الله (ص) سره مينه ولري او د هغه د اوامرو اطاعت وكړي . د رسول الله (ص) حق له عظيمو حقونو څخه ګڼل كيږي او هر مسلمان بنده ته ښائي چې ددې حقونو په ادا كولو كې غفلت ونكړي.
3- په اسلام كښې په اولاد باندې د والدينو حقوق ډير اهميت لري .
و بالوالدين احسنا
او له مور او پلار سره احسان وكړئ.
د والدينو د حقوقو اداكول كوم آسان كار نه دى . هيڅوك نه شي كولاى چې دا حقوق په سمه مانا او په ښه ډول ادا كړي .
هر مسلمان بنده ته ښائي چې د لاندنيو خبرو په نظر كښې نيولو او عملي كولو سره خپل فرض ادا او خپله غاړه خلاصه كړي.
* كله چې مور او پلار زاړه شي نو هغوي ته د اف د كلمې له ويلو څخه ډډه كول.
* په والدينو له قهر او غصې څخه ځان ساتل .
* له مور او پلار سره په ادب خبرې كول.
* د مور او پلار خدمت او اطاعت كول.
* د مور او پلار په حق كښې دعا كول .
دا لاندنئ خبر ې هم بايد په پام كښې ونيول شي.
* په بنده باندې د مور حق د پلار د حق په نسبت ډير دى .
* جنت د مور د قدمونو لاندې دى .
* كه پلار له اولاد څخه راضي او خوشحال وي نو خداى به هم ورڅخه خوښ او راضي وي.
* د مور او پلار د خدمت په نتيجه كښې د خداى په ستر دربار كښې د بنده هره دعا منل كيږي .
* د شرك څخه پس ډيره ستر ګناه د مور او پلار نافرماني ده.
نور حقوق دا دي .
د اولاد حقوق
د خپلوانو حقوق
د ښځې او خاوند حقوق
د حاكم او رعيت حقوق
د مسلمانو حقوق
د خپلوانو حقوق
د كا ونډيانو حقوق
د ميلمنو حقوق
د يتيمانو حقوق
د انساني ورورولئ حقوق
ښه اخلاق
يادونه : په پورتنيو حقوقو ليكنې شوي او په سايټونو كښې محترمو لوستونكو ته وړاندې شوي دي .
دا ټولې ليكنې به سره له څو نويو ليكنو ، په نژدې راتلونكی كښې د كتاب په شكل چاپ شي.
په درناوي
الحاج فضل الله رشتين