د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اهل اسلام عقيده

الحاج فضل الله رشتين 04.07.2010 12:10

هر څوك چې د اسلامي عقيدې خاوند دى، هغه په دې عقيده لري چې :
خداى پاك يو ذات دى
هغه يواځې او يكتا دى
هغه يو فرد دى
هغه له هر څه بى نياز دى
هغه كوم شريك نه لري
د هغه په شان بل څوك وجود نلري.
هغه وزير نه لري
هغه مشاور نه لري
هغه ميرمن نه لري
هغه اولاد نه لري
د هر څه علم له هغه سره دى .
هغه څه چې پيښ شوي دي او هغه څه چې پيښيږي
هغه څه چې پيښ شوي نه دي
په هر څه باندې پوهيدونكى الهي ذات دى
هغه په هر څه باندې قادر دى .
خداى پاك د ټولو صفتونو حقدار دى .
خداى پاك د ټولو اسماى حسنى حقدار دى.
د ايمان خاوندان د قيامت په ورځ خپل خداى په خپلو سترګو ويني
د الله پاك په ټولو ذاتي ، فعلي او خبري صفتونو هغسې ايمان پكار دى څرنګه چې په قرآن كښې يې ذكر شوى دى.
صرف د خداى پاك عبادت په كار دى.
د بل چا عبادت روا نه دى.
خداى يو دى او شريك نه لري .
سجده يو خداى ته پكار ده.
بل چاته سجده روا نه ده.
يو خداى غني دى
خداى پاك هيچا ته محتاج نه دى .
ټول مخلوق خداى پاك ته محتاج دي .
د الله پاك ټول نبيان بر حق دي.
حضرت محمد له ټولو نبيانو په نسبت برتر نبي دى
هغه افضل اوآخري نبي دى
په ده باندې نبوت ختم دى.
د قيامت په ورځ د اهل توحيد د پاره دده شفاعت حق دى.
قيامت حق دى
له مرك نه پس به خلك له قبرونو را پاڅيږي.
د حساب په ورځ حساب كتاب حق دى.
ميزان عدل د صراط پل ، جنت او دوزخ حق د ي ، په دې ټولو باندې ايمان پكار دى.
د خير او شر تقدير حق دى .
هيڅ شى د خداى د تقدير له دائرې څخه بهر وتلى نه شي.
هيڅ شى د خداى د تدبير نه بغير پيدا كيدلاى نه شي .
د حضرت محمد (ص) وسلم په امت كې له ټولو نه غوره بندګان
حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه دى
له هغه نه پس حضرت عمر فاروق رضى الله عنه دى
بيا ورپسې حضرت عثمان ذى النورين دى
او بيا له هغه نه پس حضرت علي كرم الله وجه دى
ټول صحابه كرام عادل خلك وو
ټولې امهات المومنين پاكې وې
د اولياء كرام كرامات حق دي
دوي ټول الله پاك ته محتاج بندګان دي
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمائي :
تركت فيكم امرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله و سنتي
ما ستاسې په منځ كښې دوه شيان پر ې ايښي دي تر هغه وخته پورې چې په دى دواړو شيانوپه ټينګه پابند ياست تاسې به ګمراه يعنې بې لارې نه شئ د الله كتاب او زما سنت " صحيح حديثونه ".