د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان كښې به لوبه كله پاى ته ورسي

الحاج فضل الله رشتين 05.07.2010 12:16

هره لوبه يو پاى لري . هر لوبه غالب او مغلوب لري .كه د فوټبال لوبه ده ، كه د بزكشئ لوبه ده ، كه د منډې لوبه ده او كه بله هره لوبه ده هغه آخر پاى ته رسي ، غالب او مغلوب يې معلوميږي خو په افغانستان كښې د افغانستان د لو بې پاى معلوم نه دى. ډير كالونه تير شول ، يو كال په بل پسې او بل په بل پسې راغلل او لاړل. څومره اخترونه راغلل او لاړل ، څومره پسرلي راغلل او تير شول خو له بده مرغه افغانان نه داخترونو په خوند پوه شول او نه يې هم په آرام فكر سره د ښكليو پسرليو د ښګلا ننداره وكړه.
په افغانستان كښې خارجي جنرالان يو په بل پسې راغلل او لاړل ، هر جنرال كوشش وكړ ، زور يې وواهه ، لاپې يې ووهلې ، غټې غټې خبرې يې وكړې خو د افغانستان ستونزه يې حل نه كړاى شوه .
په افغانستان كښې د خارجي جنرالانو د تغير او تبديل په لړ كښې دادى په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواو عمومي قومندان ماكريستال له خپلې دندې لر كړاى شو او په ځاى يې يو بل جنرال بترايوس وټاكل شو.
ماكريستال د "رولنګ ستون" له مجلې سره يوه مركه و كړه او د امريكې په سياسي چارواكو او مسؤلينو يې سختې نيوكې وكړې. نوموړي د امريكې د جمهور رئيس په مرستيال جو بايدن ، د امريكې د ملي امنيت د مستشار جيمس جونز ، د افغانستان او پاكستان د پاره د امريكې په خاص استازي هالبروك ، په افغانستان كښې د امريكې په سفير ايكنبيري او نورو سياسي مسؤلينو باندې مسخرې او انتقادونه وكړل .
اوس پو ښتنه داده چې د مايكرستال لر كول او د بترايوس ټاكل به د اور هغه لمبې خاموشه كړي كومې چې ماكريستال بلې كړي دي ؟ أيا له دې بدلون سره به په افغانستان كښې لوبه پاى ته ورسيږي ؟
كه څه هم د ماكريستال په ځاى د بترايوس ټاكنه يوه مناسبه ټاكنه ده ، ځكه چې دى يو نظامي شخصيت دى خو په عين وخت كښې يو سياسي شخصيت هم دى . دى كولاى شي د افغانستان په قضيه كښې له ذيدخله سياسي او نظامي خواو سره اړيكې ټينګې كړي او خبرې وكړي ، خو په دى حساس وخت كښې چې په افغانستان كې جكړه په شدت سره روانه ده او دطالبانو قوت مخ په زياتيدو دى، نو د ډيرو سياسي او نظامي كارپوهانو په نظر په نظامي قيادت كښې تغير او تبديل راوستل يوه ستره تيروتنه بلل كيږي.
ماكريستا ل په افغانستان كښې د امريكائي قواو د زياتيدو پلوي ؤ . د امريكې جمهور رئيس اوباما ، د ماكريستال له دى غوښتنې سره سم په افغانستان كې د امريكائي قواو د زياتيدو امر وركړ خو ددغو قواو له زياتيدو سره د طالبانو فعاليتونه هم زيات شول . د 2010 كال د جون په مياشت كښې په افغانستان كښې د ناټو او امريكائي قواو ته سخت ځاني تاوان ورسيد . د احصائيو له مخې د جون په مياشت كښې شا او خوا سل تنه خارجي عسكر ووژل شول .له دى سره په سپينه ماڼۍ كښې د چارواكو تر منځ د افغانستان د لانجې په سر شخړې او جنجالونه پيدا شول او په يو بل باندې د دوي انتقادونو او نيوكو زور واخست . ماكريستال په سپينه ماڼئ كښې په خپلو مخالفينو نيوكې وكړې ، ده دا كار په دې خاطر وكړ چې په افغانستان كښې د اوباما د ستراتيژئ له ناكامئ څخه ځان وژغوري او پړه په سپينه ماڼۍ كښی پر سياستمدارانو واچوي .
اوباما د ماكريستال په لر كولو تاسف ښكاره كړ ځكه چې ماكريستال يو تجربه كار او غښتلى جنرال ؤ ، پلار يې هم جنرال ؤ او زامن يې هم د پلار او نيكه لار تعقيبوي ، خو اوباما بله چاره نه درلوده . د امريكې عوام په افغانستان كښې د جكړې له دوام سره مخالف دي ، په سپينه ماڼۍ كښې هم يو شمير سياستمداران ، جكړه د حل لار نه ګڼي .
د اوباما لخوا د ماكريستال لر كول په افغانستان كښې د اوباما د نوې ستراتيژئ ناكامي څرګندوي . ماكريستال په افغانستان كښې د اوباما د ستراتيژئ معمار ګڼل كيده اوس چې ماكريستال كوښه كړاى شو نو دغه ستراتيژي د يو تكړه معمار له شتون څخه بې برخې شوه.
د افغانستان د بې پايانه جكړې په پايله كښې د ناټو د هيوادو ډيرو سياسي او نظامي چارواكو خپلې دندې له لاسه وركړي دي چې له د ې جملې څخه دا څو مهم نومونه د يادولو و ړ دي :

1- مارشال جوب ستير اب :
د روان كال د جون په 13 د سندى تايمز ورځپاڼې دا خبر خپور كړ چې د انګستان صدراعظم ديفيد كاميرون د اردو اركان حرب ( لوى درستيز ) مارشال جوب ستير اب له خپلې دندې څخه لر كړ . ورځپاڼې زياته كړه چې مارشال جوب په دې خاطر تر نيوكو لاندې راغلى ؤ چې نوموړى په افغانستان كې د انګليسي قواو سره په مرسته كولو كښې پاتې راغلى ؤ او نتيجه دا شوه چې په افغانستان كښې 300 انګليسي عسكر ووژل شول.
2- سير شيرارد كاوبر :
د كاردين ورځپاڼې دا خبر ه څرګنده كړه چې د افغانستان او پاكستان د پاره د انګلستان خاص نماينده چې له طالبانو سره يې د خبرو آترو غوښتنه كړې وه ، كله چې دى لندن ته لاړ نو هلته پاتې شو او بيرته سيمې ته ستون نه شو.
كاوبر له طالبانو سره د خبرو آترو پيشنهاد كړى ؤ او په افغانستان كښې يې د ناټو د جنګ د ستراتيژئ په اړه انديښنه ښودلې وه. د كاردين د ورځپاڼې د خبر په اساس د انګستان د دفاع د وزارت اعلان وكړ چې د افغانستان په جكړه كښې 300 انګليسي عسكر وژل شوي او په عراق او افغانستان كښې د جكړې مصارف 20 مليارده انكليسي پونډو ته رسيدلي دي ددې اعلان سره جوخت كاوبر هم له خپلې دندې كوښه كړاى شو.
بله مهمه ستونزه چې ورباندې بحث او خبرې شوي او كيږي هغه د ناټو او امريكائي قواو لخوا طالبانو او مسلح ډلو ته د رشوت وركول دي . دا رشوت ددې د پاره وركول كيږي چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو كښې ميشتو امريكائي او ناټو قواو ته د امدادي توكو لكه ( غذائي موادو ، اوبو او تيلو) موټرې وكولاى شي له خطرناكو لارو څخه چې كنترول يې د طالبانو په لاس كښې دى په آسانه عبور وكړي . دا موضوع شپږ مياشتې تر تحقيق لاندې وه او اوس ورباندې د كانكرس په يوه كميټه كښې خبرې روانې دي . د راپور له مخې د رشوت دا پيسې محلي قوماندانانو ته رسيږي او يوه لويه برخه يې طالبان تر لاسه كوي . ددې معنى داده چې د امريكې د خلكو د ټكس پيسې په غير مستقيمه توكه طالبانو ته ورسيږي.
جنرال بترايوس تيره يكشنبه په كابل كښې د ناټو د قواو قيادت په لاس كښې واخست . نوموړي په دغه مهال وويل چې په افغانستان كښې نهه كلنه جكړه يوې خطر ناكې مرحلې ته ورداخله شوې ده. نوموړي د القاعدې او طالبانو له خوا هغو خطرونو ته اشاره وكړه چې سيمې او نړۍ ته متوجه دي. ده دا خبره هم وكړه چې " مونږ بايد افغان ولس او نړۍ ته څرګنده كړو چې القاعدې او طالبانو ته به اجازه ورنكړاى شي چې په افغانستان كښې ځانته ځالې جوړې كړي ." دده بله خبره د افغانستان د حكومت او خارجي قواوو تر منځ د وحدت او يووالي خبره وه . دده له دې څرګندونې نه څرګنديږي چې د افغانستان د حكومت او خارجي قواوو ترمنځ د هماهنكئ او تفاهم مزي سست دي او ددې مزو ټينكيدو ته سخت ضرورت دى.
د سياسي تحليل كوونكو په اند په افغانستان كښې د امريكائي او ناټو د قواو د عمومي قوماندان په حيث د بترايوس ټاكنه به شايد د افغانستان د كشمكش د حل د پاره د امريكې وروستئ هڅه وي . د افغانستان جكړه داسې جكړه ده چې د امريكې او د غربي هيوادو په اقتصادي وضع يې منفي اثر اچولى دى .
خبره داده چې جنرال بترايوس به هم خپلې هڅې وكړي او زور به ووهي خو فكر نه كيږي چې دى به دافغانستان ستونزې ته د حل لار پيدا كړي . كه بترايوس په خپلو هڅو كښې بريالى نه شي نو بيا به څه كيږي ؟
له اوضاع څخه داسې څرګنديږي چې امريكه او ناټو په افغانستان كښې له ناكامئ سره مخ دي . او پرته له دې چې له افغانستان څخه خپلې قواوې بهر كړي بله لار او چاره نه لري .
د افغانستان د حالاتو څيړونكي او سياسي تحليل كوونكي په دې اند دي چې كه چيرې امريكه او ناټو له افغانستان څخه خپلې قواوې بهر كړي نو په دى صورت كښې به يو ځل بيا په افغانستان كښې د كورنئ جګړې د پيل كيدو امكانات برابر شي ، د افغانستان كاونډي هيوادونه به له دى حالت څخه د خپلو منافعو د تأمين په خاطر استفاده وكړي ، طالبان به د پاكستان په مرسته قدرت ته ورسي او له دې سره به د افغان ولس ستونزې نورې هم زياتې شي .
د خپل كور ساتنه او حفاظت په خپلو سړو او خپلو مټو كيداى شي ، په پردو سړو او مټو د خپل كور ساتنه امكان نه لري . د بترايوس په شان ډير جنرالان افغانستان ته راغلي او تللي دي ، بترايوس به هم خپله دوره سرته ورسوي خو په افغانستان كښې به لوبه پاى ته ونه رسي.
كه په افغانستان كښې افغاني هغو جنرالانو ته چې د تجربې خاوندان دي او په كورونو كښې كينول شوي دي ، موقع وركړ شوې وې نو دوي به د خارجي جنرالانو په نسبت ډير كار كړی وې او د امنيت د راوستلو په چارو كښې به يې ډيرې لاس ته راوړنې درلودلاى. چا دا وړاند وينه كوله چې جنرال ماكريستال به په افغانستان كښې د يو كال د تيرولو نه پس له دندې كوښه كيږي ؟ هيڅوك دا پيش بيني كولاى نه شي چې جنرال بترايوس به كله او په څه ډول له دندې ګوښه كيږي . د بترايوس ګوښه كيدل د افغانستان په اوضاع پورې اړه لري . څرنګه چې بترايوس د امريكې د جمهور رئيس له خوا ټاكل شوى دى نو همداسې به د هغه له خوا له كار څخه ګوښه كيږي . دافغانستان جمهور رئيس د بترايوس په ټاكلو او بر طرف كولو كښې لاس نه لري .
ترڅو چې د افانستان اردو په خپلوپښو دريدلى نه وي تر هغه پورې به په افغانستان كښې لوبه پاى ته ونه رسي .
د افغانستان ددفاع وزير ستر جنرال دى ، د افغانستان د مسلح قواو ستر قوماندان د افغانستان جمهور رئيس دى . دوي بايد د اردو د جوړولو په كار كښې هڅې كړې وې . دوي بايد دې خبرې ته متوجه وې چې خپل هيواد او هيوادوال په خپلو سړو او مټو ساتل كيږي . په افغانستان كښې ډير ميړني جنرالان او پوځيان شتون لري ، افغانستان بې سړو او بې مټو نه دى . كه چيرې په تيرو نهو كالونو كښې د اردو د جوړولو د پاره په صداقت او ايماندائ كار شوى وې نو په افغانستان كښې به لوبه سرته رسيدلې وې .