د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شهيد اونئ

الحاج فضل الله رشتين 24.09.2010 00:48

بسم الله الرحمن الرحيم
و لا تقولوا لمن يقتل في سبيل الله اموات (ج) بل احيا و لكن لا تشعرون. ( صدق الله العظيم )
او د خداى پاك په لار كښې شهيدانو ته مړه مه وايئ ‘ هغوي ژوندي دي ، ليكن تاسو نه پوهيږئ.
د شهيد د اونئ په مناسبت
په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د تيري خارجي عوامل
افغانستان په لومړئ او دوهمه عمومي جګړه كښې د خپلې بې طرفي سياست وساته ،د بې طرفئ سياست د افغانستان يو عنعنوي سياست وګرځيد . افغان سياستمداران په دې پوهيدل چې افغانستان بايد د شرق او غرب د مسابقو او زور وهلو ميدان ونه ګرځي.
انګريزانو د خپلې سترې مستعمرې ، هندوستان د ساتلو د پاره هڅې كولې تر څو په دې شان وكولاى شي د هند نيمې قارې ته د شوروي اتحاد د نژدې كيدو مخه ونيسي . انګريزانو د افغانستان زياتې برخى له افغانستان څخه جدا كړې تر څو افغانستان ضعيف شي . په دې كښې د افغانستان د وخت دضعيفو حكومتونو تقصير ؤ.

اعلحضرت محمد ظاهر شاه د بې طرفئ سياست د خپلې واكدارئ تر پايه وساته . د اعلحضرت تر پادشاهئ وروسته هيڅوك په دې بريالي نه شو چې د هغه په شان يو دولت جوړ كړي. د سردار محمد داوود په لومړئ دوره كښې روسانو په افغانستان كښې مستقيمه مداخله نه درلوده او جرئت يې هم نه شو كولاى چې مداخله او نفوذ وكړ ي.,
كوم بين المللي سياست چې سردار محمد داوود خان تعقيب كړ هغه چب ته متمايل او د عدم انسلاك سياست ؤ ددغې خط مشې په اساس د افغانستان روابط له له شوروي اتحاد سره پراختيا پيدا كړه . د حكومت له خوا د بى طرفئ او د عدم انسلاك د سياست تبليغ څپله په خپله د امريكې په ضرر او د شوروي اتحاد په نفع تماميده . شوروي اتحاد به هغه هيوادونه د ځان ګڼل چې په نظامي پيمانونو كښې به نه شامليدل. .
د دوهم جهاني جګړې نه پس او په خاص ډول د نظامي پيمانونو د تأسيس نه پس د انګريزانو څخه بر سيره د امريكې متحده ايالاتو او روسانو تر منځ د افغانستان په سر اختلافاتو زور ونيو او پراخ ابعاد يې پيدا كړل .
د امريكې متحده ايالاتو د ډير تردد نه پس په كال 1942 كې خپل سفارت په كابل كښې پرانيست . امريكې د خپلو منافعو د تأمين په خاطر دا كار وكړ .دا ښكاره خبره ده چې كه يو هيوادپه بل هيواد كښې سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، تجارتي منافع ونلري نو هلته سياسي نمايندګي نه پرانيزي ..
روسانو په افغانستان كښې د يوسياسي پلان د ايښودلو بنياد كيښود . ددې پلان عملي كيدل د ديموكراسئ په لسيزه كښې
تحقق پيدا كړ او له دې سره روسانو خپل سياسي نفوذ ټينګ كړ.
د ديموكراسئ په لسيزه كښې د كابل په علمي موسسو كښې روسي استادانو انجينرانو ، د سفارتونو مطبوعاتي نمايندګانو ، ترجمانانو او د ساختماني پروژو انجنيرانو او كارګرانو اطلاعاتي دندې درلودې .
د مثال په توګه موژايوف چې د روسانو د اشغال په وخت كښې د شوري اتحاد سفير شو د پولى تخنيك استاد ؤ .
د تاس د آژانس استازي هم لكه د خپلو نورو همكارانو په سياسي كارونو بوخت وو . ددوي ستر كار د حزب ديموكراتيك خلق د بنياد ايښودل وو . دوي بيرك كارمل ، نور محمد تركي او ددوي ملګرو ته سياسي لارښونې او تعليمات وركول . كله چې تره كی او ببر ك قدرت ته ورسيدل نو همدغه خلك په افغانستان كښې د مشاورينو په حيث و ټاكل شول . دوي د افغانستان د سياسي برخه ليك يعنې سرنوشت په ټاكلو كښې برخه واخستله او د تحميل شويو جمهورو رئيسانو رهبري يې كوله.
مونږ په خپلو سترګو وليدل چې پخوانى شوروي اتحاد په افغانستان كښې څنګه فعال شو، په اقتصادي ، عسكري ، تعليمي او سياسي موسسو كښې يې خلك وموندل او دغه خلك چې افغانان وو ، د روس جاسوسان او خدمتګاران شول او خپل ملي ناموس يې هغوي ته وسپاره ، ددوي دليل دا ؤ چې دوي غواړي د روسانو په مرسته خپل هيواد آباد كړي نو ښايي چې ددى كار د عملي كيدولو د پاره د روسانو هره خبره ومني ، نوګري يې وكړي ، ايډيولوژي ، نظام او اصول يې خپل كړي. ددوي فكر دا

و چې خپله ملي مفكوره ، دين ، كلتور ، تاريخ ، ملي پيژندنه او هر څه پريږدي او هغه څه قبول كړي چې روسان يې غواړي.
يو ستر فيلسوف محمد مسعود وايي چې : " د دښمن سل پوځونه دومره زيان نه شي رسولى ، څومره چې د ملي پوځ يو خائن جنرال ملت بربادولاى شي . همدا ډول د دښمن سل تبليغاتي دستګاوې د يو ملت فرهنګ ته دومره زيان نه شي رسولاى لكه د يو ناپوه وزير چې له ټولنې سره د ناپوهئ او جهل په لاره كښې مرسته كولاى شي " .
د داوود خان په كابينه او دولت كښې ډير شمير د كى جى بى افغاني جاسوسان وو. كله چې داوود خان په اويايمخ لسيزه ( 1975) كښې سعودي عربستان ، كويت او مصر ته سفرونه وكړل نو له داوود خان سره په هيئت كښې خان محمد جلالر او حسن شرق هم ملګري وو ، دوي د داوود خان اسرار او خبرې كى جى بى ته ورسولى ، بالاخره روسانو د داوود خان د وژلو پروګرام جوړ كړ.

په كابل كښې د شوروي اتحاد سفير ، د شوري اتحاد صدراعظم الكسي كوسكين په افغانستان او د شوروي اتحاد يو شمير نور سياستمداران په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له يرغل سره مخالف وو ، خو ددوي خبره نه منل كيده.

د امريكې دبلوماتان لكه رابرت نيومن په كابل كښې د امريكې سفير ، د سفارت مستشار او نورو دبلوماتانو د افغانستان حكومت ته د روسانوله خوا د خطر خبرداری وركولو ، خو زما په نظر دا خبردارئ تكتيكي شكل درلود .
په 1991 كال ما په پيښور كښې له يوې غربي ژرونالستې سره په پيښور كښې د رسول امين په دفتر كښې وكتل ، هغې يوه خبره وكړه چې په لاندې ډول ده.
امريكې او غربي نړئ افغانستان ته توجه نه كوله ، افغانستان روسانو ته پاتې ؤ ، هر څه چې يې غوښتل هغه يې كول ، افغانستان ته د امريكې د عدم توجه دليل دا ؤ چې امريكې غوښتل روسان تشويق شي او افغانستان كښې نفوذ پيدا كړي .
داوود خان په ظاهر خان تخت واړولو خو امريكې عكس العمل ښكاره نكړ . داوود خان له منځه يوړول شو خو امريكې تر هغه وخته پورې عملي اقدام ونكړ تر څو پورې چې روسانو نظامي يرغل نه ؤ كړی
افغان سياست مدارانو او ديني عالمانو به د ظاهر شاه حكومت د روسانو له خوا خطرونو ته متوجه كولو خو حكومت يې پروا نه كوله .
حضرت صبغت الله مجددي په كال 1959 ميلاي كښې افغانستان ته د خوروشچف له سفر سره مخالفت وكړ خو هغه د همدغه مخالفت په خاطر بندي شو او ډير وخت يې په زندان كښې تير كړ . همداشان كه كوم دولتي چارواكي به له روسانو سره په مذاكراتو كښې له يوې ملي موضع څخه دفاع كوله د هغه ځاى به په زندان كښې ؤ . غلام حيدر پنجشيري د ترانزيت رئيس له شوروي اتحاد څخه له ستنيدو سره سم محبوش شو.
له شوري اتحاد سره د روابطو پراخيدل يو حتمي كار ؤ ـ ځكه چې بله كومه چاره نه وه.
كله چې كمونستانو كودتا وكړه او نور محمد تركى جمهور رئيس شو ، نو يو شمير ملي مشرانو له امريكې څخه وغوښتل چې مداخله او كومه چاره وكړي ، د امريكې حكومت وويل چې امريكه به هغه وخت مداخله وكړي چې روسان په افغانستان نظامي حمله او خپلې قواوې ورداخلې او دا هيواد تسخير كړي .ددې خبرې معنى داده چې امريكې قصدا غوښتل چې د روسانو پښه د افغانستان په خټو كښې ونښلوي او بيا د افغانانو په زور روسانو ته ماته او په ويتنام كښې د خپلې ماتې بدل واخلي.
د امريكې متحده ايالاتو دافغانستان په خاوره باندې د يرغل نه پس له مجاهدينو سره نظامي او مادي مرستې وكړې خو كله چې شوروي اتحاد سقوط وكړ نو افغانستان ته يې شاه كړه.
په 1989 ميلادي كال د فبرورئ په 15 چې د شوروي اتحاد لښكرې له افغانستان څخه ووتلې نو د امريكې د استخباراتو رئيس وويل : " مونږ د كال زر مليونه ډالره افغان مجاهدينو ته وركړې مګر يو ستر كار مو وكړ چه هغه د شوروي اتحاد ماته وه . ددغه كار په مقابل كښې زر مليونه ډالر دومره ډيرې پيسې نه دي."
له هغه نه پس ، امريكې د افغانستان په اړه خپله پاليسي بدله او دا ځل يې خپله پاليسي د كورباچوف له پاليسئ سره همغږې يعنې هماهنګه كړه او داسې پلان تر لاس لاندې ونيول شو چې حكومت د يوې پراخې قاعدې لاندې د نجيب د حكومت په اشتراك جوړ او افغانستان اداره كړي خو دا پلان د مجاهدينو له خوا ناكام كړاى شو .
امريكې او غرب د مجاهدينو د كمزوري كولو د پاره يو سياست غوره كړ چې ددې سياست په نتيجه كښې داخلي جكړه په هيواد كښې پيل شوه .
غرب نور د مجاهدينو اسلامي نهضت ته ضرورت نه درلود نو ځكه يې له هغو ډلو ، افرادو څخه استفاده وكړه چې د مجاهدينو مخالف وو، نن مونږ كورو چې په هيواد كښې مجاهدين او پخواني كمونستان يو ځاى په يو دولت كښې سره ناست او ددولت چارې پر مخ وړي.
په تيرو لسو لسيزو كښې د افغانستان حالت بدلون وموند ، ډيرو باندنيو هيوادونو په افغانستان كښې د مداخلې لار وموندله . د بيلابيلو هيوادونو تر منځ د افغانستان په سر رقابتونه پيدا شول

د ايران او امريكې تر منځ ، د پاكستان او هندوستان تر منح ، مقصد دا جى هر هيواد د خپلو منافعو دپاره په افغانستان كښې فعاليتونه پيل كړل او دا هيواد يې د خپلو اهدافو د تامين د پاره د رقابت او جګړې ميدان وګرځوولو. ځني هيوادونو په افغانستان كښې د قومي ، نژادي او مذهبي مسايلو لمن پراخه كړه.
ايران ، تركمنستان ، ازبكستان ، تاجكستان ټول خپلې قومي او مذهبي ګټې په نظر كښې ونيولې ، پاكستان د طالبانو تر شاه ودريد ، دا ستر خطر ؤ.
په افغانستان كښې د خارجي هيوادونو مداخلو د افغانانو تر منځ يووالي او وحدت ته سخت تاوان ورسولو.
افغانستان د ټولو قومونو مشترك كور دى ، ټول قومونه سره وروڼه دي ، ټول قومونونه بايد د يو بل احترام وكړي او له يو بل سره بايد د هيواد د ملي ګټو په خاطر تفاهم ولري .
د افغانستان موقعيت بدل شوى دى ، نن مونږ په خپله خوا كښې تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان ، ايران او پاكستان لرو ، كه تاجكستان د تاجك تر شا ودريږي ، ازبكستان د ازبكو ، تركمنستان د تركمنو ، ايران د هزارؤ ، پاكستان د طالبانو نو افغانستان كې څه پاتې شو. .
افغانان ملي وحدت ته ضرورت لري ، دا ملي وحدت په عذر او زارئ لاس ته نه راځي ، د ملي وحدت د تامين د پاره يو ملي نهضت ته ضرورت دى ، دا ملي نهضت بايد داسې توفاني وي چې هر خنډ له مخې لرې كړي. د پښتنو سياسي قوت ته تاوان رسيدلى دى ، تر څو چې دا سياسي قوت اعاده شوى نه وي تر هغه پورې پښتانه د مايوسئ احساس كوي . دا كار بايد پخپله پښتانه وكړي . پښتانه خپل سياسي قوت په خپلو كښې د اتحاد او اتفاق له لارې تر لاسه مولاى شي ، دوي دا قوت په خپلو كې د تفاهم او خبرو له لارې لاس ته راوړلاى شي ، ددې قوت د حاصلولو د پاره يوې سترې ستراتيژئ ته ضرورت تر څو چې يو ستراتيژي جوړه نه شي او اهداف ون ټاكل شي تر هغه پورې هيڅ كار پر مخ تللى نه شي .
كله چېرې د پښتنو سياسي قوت اعاده شي او يو ملي مشر وټاكل نو بيا كولاى شي د نورو سياسي قوتونو سره يو ځاى يو تفاهم ته ورسي. هر څوك دې په دې خبره پوه شي چې تر څو پښتنانه د سياسي قوت خاوندان شوي نه وي نو تر هغه پورې په هيواد كښې سوله راتلاى نه شي . كه پښتنانه د سياسي قوت خاوندان شي نو دا هم د تاجكو ، هم د هزارؤ ، هم د ازبكو او هم د نورو قومونو په ګټه ده ځكه ې پښتانه د هر چا حق وركوي او په حق وركولو كښې خيانت نه كوي . پښتانه د افغانستان د نفوسو اكثؤيت تشكيلوي . پښتانه د مشر ورور حيثيت لري ، او نور ميشت قومونه يې كوچني وروڼه دي ، كه كوچني ورورڼه د مشر ورور احترام ونه كړي نو بيا عدالت او انصاف قايميداى نه شي . مشر ورور هم بايد د كشرانو وروڼو خيال وساتي او هغوي ونازوي ، كه دا كار ونكړي بيا كشران مايوسه كيږي.

افغانستان په تاريخ كښې يو شمير ضعيف پادشاهان درلودل چې د افغانانو د وينو په قيمت نه پوهيدل او استعماري قوتونو له دغه ضعف څخه د ځان په ګټه استفادې وكړې ، له بلې خوا پاكستان د اسلام تر نقاب لاندې هماغه د انګريزانو سياست عملي كړ . له پاكستان سره مونږ د ديورند په ګرښه مشكل لرو دا يوه ملي مسئله ده چې كيداى شي د تفاهم او مذاكرو له لارې حل شي . ددې موضوع حل كيدل د پاكستان او افغانستان دواړو په ګټه تماميږي خو په دې شرط چې سياستمداران پاملرنه وكړي ، پاكستان په افغانستان كښې اور بل كړ ، اوس د هغه اور لمبې بيرته پاكستان ته ورسيدې . رحمان بابا وايي :
كر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه كره چې پښه كښې به دې خار شي

د افغانستان په سياسي او تاريخي فلسفې پوهيدل كران كار دى.
په افغانستان كښې د محمد زو د پادشاهې د دورې له ختميدو سره سم دا هيواد د روسانو د افغاني نوكرانو د خيانت او خپله د شوروي اتحاد د تاريخي غلطۍ په نتيجه كښې خراب تراب او برباد شو .
اوس يو مشكل دادى چې پاكستان په افغاني سيمو چې پښتانه پكښې استوګن دي مسلط شوي دا ستر سياسي مشكل دى او ښايي د حل يوه لار ورته وموندل شي.
بل سياسي مشكل دا دى چې يو شمير غير پښتانه افغانان لمسول كيږي ، دې لمسون په افغانستان كښې ملي وحدت ته تاوان رسولى دى ، ددې مشكل د پاره هم حل پکار دى.
له پاكستان څخه ځان ساتل يوه طريقه غواړي ، له ايران څخه ځان ساتل بله طريقه غواړي ، له روس او چين څخه ځان ساتل بله لار غواړي ، د پاكستان سياسي موسسه پخپله په دې وخت كښې د امريكې ېوه پايګاه ده . افغانان بايد چې دغه مشكله سياسي فلسفه زده كړي او د سياسي مشكل د حل د پاره فكر وكړي .


څرنګه چې وويل شو ، دا سياسي مشكل د افغانستان د مختلفو قومونو تر منځ د تفاهم له لارې حل كيداى شي .
احمد شاه بابا او ميرويس نيكه د شخصي تقوى او صلابت په لرلو د لوى افغانستان په جوړولو بريالي شول ، دوي د افغانستان خلك پوه كړل او خلك له دوي سره ودريدل. زمونږ سياسي مشران بايد له تقوى او صلابت څخه كار واخلي . دوي بايد د افغانستان خلك پوه او قانع كړي تر څو ددوي تر شا ودريږي .
مونږ بايد په پرديو دولتونو او خلكو تكيه ونكړو ، مونږ بايد په خپل ځان او خپلو خلكو تكيه وكړو ، كه داسې ونكړو نو د وينو بهيدل به بند نه شي او د شهيدانو ارواوې به ښادې نه شي .
د افغانستان هر ولايت ، هره ولسوالي هر كور شهيدان لري ، د ننګرهار د سرخرود په يوه ولسوالۍ كښې مونږ شهيد عبدالحق ، شهيد عبدالقدير ، شهيد آدم خان شهيد زاهد ابراهيمي ، شهيد رسول خان ، شهيد احمدخان هجرت ، شهيد عبدالله ، شهيد ذبيح الله شهيد عبدالهادي او په زرهاو نور شهيدان لرو ، دا داسې شهيدان وو چې كله به روسانو ددوي نومونه واوريدل نو خوب به ورباندې حرام كيده.
په هيواد كښې 34 ولايتونه دي ، هر ولايت په لس هاؤ ولسوالۍ لري ، د شهيدانو حساب هم څوك نه شي كولاى چې څومره دي . كه مونږ د ټولو شهيدانو يادونه په يو شان ونه كړو نو غاړه به مو بنده وي . كه مونږ د شهيد اونئ لمانځو نو بايد چې ټول ياد كړو ، كه دا كار ونه كړو نو ملي وحدت به هيڅكله تأمين نه شي .
كه مونږ غواړو چې د يو ژوندي او تاريخ ساز ملت په حيث د تاريخ په پاڼو كښې پاتې شو نو ښايي چې خپل پخواني حماسه جوړونكي مشران او شهيدان هير نه كړو . كه مونږ سلطان محمود غزنوي ، شهاب الدين غوري ، ميرويس نيكه ، لوى احمد شاه بابا ، وزير اكبر خان ، مير مسجدي خان ، محمد ايوب خان غازي ، مير بچه خان ، محمد عثمان خان تګابي ، ملا مشك عالم ، شهيد احمد شاه مسعود ، شهيد عبدالحق ، شهيد عبدالقدير ،
شهيد افضلي ، شهيد مزاري ، شهيد داوود خان ، شهيد عبدالأحد كرزي او په لك هاو نور شهيدان او قهرمانان له خپل تاريخ څخه حذف كړو نو بيابه نور د يادولو څوك په تاريخ كښې پاتې نه شي.
زه د كرزي صاحب له دولت څخه هيله كوم چې د شهيد اونئ د افغانستان د ټولو شهيدانو د اراوو دښادولو په خاطر په عمومي يعنې عام ډول ولمانځي او ټولو سپيڅلو شهيدانو ته د ملي قهرمانانو يو واحد لقب ورګړي . كه دولت دا كار نه كوي نو خدجاى پاك خو يې ان شاءالله كوي . له خداى څخه خو لوى او طاقتور څوك نشته.

قتيل صاحب وايي
چې وسله او ناموس ساتي ترې قربان شم
د افغان بچو وركړي په ناموس باندې سرونه
درنه ځار درنه لوګې شم د وطن غيرتي ځوانه
شمله ټيټه د پلار نه كړې اى د تورې پهلوانه
وخت راغلى د غيرت دى ميړانه كړه ميړانه
چې وطن له پاره ومري پرې نازيږي اولسونه
زيړئ تبې باندې مړينه د افغان زلمي پيغور دى
په ناموس باندې شهيد شه چې جنت د شهيد كور دى
هو ! په رښتيا چې جنت د شهيد كور دى ، په جنت كښې ټول شهيدان يو شان دي ، هغه شهيد چې په دې دنيا كې غريب او بې وسه ؤ د هغه ځاى په جنت كې ډير لوړ او معتبر دى ، هغه چا چې په دې دنيا كښې عيش او نوش نه دى كړی او شهيد شوى دى ، هغه ته خداى په جنت كښې هر څه وركوي او ستر مقام او منزلت وركوي .

لنډۍ په پښتو كښې ستر مقام لري ، د شهيد په باره كې هم ډيرې لنډئ شته يو څو يې دا دي :
كه په ميوند كښې شهيد نه شوې
زما لاليه بې ننګئ ته دې ساتينه
ته په سنګر کښې ځان شهيد كړه
زه به خپل شال ستا په زيارت وغوړومه
جانان په جنګ كښې په شا راغی
په پرونئ وركړې خوله پښيمانه يمه
جانانه ښه شوې چې شهيد شوې
زه به دا خپله غاړه هسكه ګرځومه


ددې خوږ شعر څخه هم خوند واخلئ :

ما د لكونو فرندانو قرباني كړيده
ما خپلواكۍ له بې مثاله مهماني كړيده
سر مې داو كړی دى په دين د محمد عربي
مظاهره د نام و ننګ مې افغاني كړيده
زه په دې خاوره كښې لوى شوې لوبيدلى يمه
پلار نيكه مې په دې ملك باندې خاني كړيده
چې افتخار پرې بيا تاريخ د افغانانو وكړي
داسې مې لويه تاريخي جان فشاني كړيده
زه مسلمان يمه افغان يمه آزاد به وسم
دا فيصله مې تر قيامته افغاني كړيده
د حق سنګر ټينګوم د عقيدې په توره
په هر پړاو مې ځكه فتحه آسماني كړيده
جې سرلويي پرې ددنيا مسلمانان كوي نن
ددين په لار كښې ما هغه مسلماني كړيده
په درناوي
الحاج فضل الله رشتين