د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رشوت څه شى دى ؟

الحاج فضل الله رشتين 07.07.2010 20:01

رشوت هغه شى دى چې يو څوك يې په دولت كښې د دولت يو چارواكي ته وركوي تر څو دده غير قانوني كار اجرا شي . د رشوت په وركولو او اخستلو په حق باندې خاورې اچول كيږي او نا حق كارونه اجرا كيږي .
د رشوت حكم څه دى ؟
رشوت اخستل او رشوت وركول په كبيره ګناهو نو كښې شميرل كيږي او د رشوت اخستل او وركول د اسلام په مبين دين كښې حرام ګڼل كيږي : خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
" و لا تاكلوا اموالكم بينكم بالباطل و تدلوا بها إلى الحكام لتاكلوا فريقا من اموال الناس بالإثم و انتم تعلمون"
او د يو بل مال په ناحقه مه خورئ ، او نه هم حاكمانو ته د رشوت په رسولو د خلكو يو څه برخه مال په ظلم اوز ياتي سره خپل كړئ ، حالانكه تاسې پوهيږئ.
پورتنى آيت دداسې يو شخص په باره كښې دى چې د چا حق ورسره دى خو د حق له خاوند سره كوم ثبوت نشته ، ددى كمزورئ يا موقع نه په استفاده دى له عدالت څخه د ځان په ګټه فيصله تر لاسه كوي اوپه دې ډول د بل چا حق غصب كوي . دا ظلم دى او حرام كار دى. د عدالت دا فيصله ظلم او حرام جائز او حلال ګرځولاى نه شي . دا ظالم د خداى په وړاندې مجرم ګڼل كيږي . ( إبن كثير )
رشوت او لعنت :
څوك چې رشوت وركوي او څوك چې رشوت اخلي او څوك چې د رشوت وركوونكي او رشوت اخستونكي تر منځ په ناحقه وساطت يا معامله كوي ، په درې واړو د خداى لعنت نازليږي او د خداى له رحمتونو څخه محروميږي.
تحفې او منصبونه :
داسې ډير چارواكي شته چې خلك ورته د هغه د لوړ منصب په خاطر تحفې او سوغاتونه وركوي . كه دا چارواكي دا تحفې او سوغاتونه د ځان د پاره اخلي يعنې خپل شخصي مال يې ګڼي نو دا په ده باندې حرام دي . دى بايد چې دا تحفې او سوغاتونه دولت ته وسپاري دا ځكه چې دى ددولت چارواكى دى او له دولت څخه معاش اخلي . څرنګه چې دا تحفې ده ته دده د منصب په خاطر وركول كيږي نو ځكه دا تحفې په دولت پورې تعلق نيسي.
داسې ډير وزيران او چارواكي شته شته چې د وزارت او منصب په دوران كښې ورته خلكو تحفې لكه قالينې ، انځورونه ، زينتي څيزونه او داسې نور شيان وركړي وي خو كله چې دى له څوكۍ لر شي نو بيا دا ټولې تحفې او سوغاتونه كورته وړي . دا كار سم نه دى ، دا وزير يا چارواكى بايد دا ټول شيان په وزارت كښې پريږدي .
د رشوت بدرنګي :
رشوت اخستل او رشوت وركول په كبيره ګناهونو كښې شميرل كيږي او رشوت حرام دى . كه قاضي رشوت اخلي ، كه وزير رشوت اخلي ، كه والي رشوت اخلي يا د دولت بل كوم چارواكى رشوت اخلي دوي ټول د كبيره ګناه مرتكب كيږي . ځيني خلك په دولت كښې د لوړو څوكو او پستونو د تر لاسه كولو د پاره رشوت وركوي ، دا هم حرام كار دى. اسلام دا كار منع كړى دى ، ځكه چې دا كار د حق خلاف كار دى . رشوت وركول او رشوت اخستل په يو هيواد كښې د اداري فساد د خپريدو سبب ګرځي . رشوت لكه د سرطان بيماري ده چې د وخت له تيريدو سره د ټولنې ټول بدل ته سرايت كوي او ټول وجود بيماروي . رشوت داسې يو شى دى چې حق په باطل اوباطل په حق بدلوي . حق دار ته ذلت وركوي او بى عزت ته په ناحقه د عزت موقتي مرتبه وركوي . رشوت مستحق خلك له خپل استحقاق څخه محروموي او غير مستحق خلك د استحقاق خاوندان كوي . رشوت شريف خلك په رروسته قطار كښې او غير شريف خلك په وړاندې قطار كښې ودروي .
رشوت په ټولنه كښې د ظلم اوزياتی زياتوي ، رشوت په ټولنه كښې د ولس ګټې په خطر كښې اچوي. رشوت په ټولنه كښې د مفسدينو شمير زياتوي ، رشوت په ټولنه كښې بې عدالتي او بې انصافي پيدا كوي ، رشوت په ټولنه كښې د خلكو تر منځ دښمني پيدا كوي ، رشوت په ټولنه كښې درښتينو خلكو حق ضايع كوي او دروغجنو خلكو ته په ناحق ډول حق وركوي .
د رشوت عظيم مفاسد :
1- رشوت خور ، رشوت وركونكى او ددواړو تر منځ دريمګړى چې وساطت كوي ، درې واړه د خداى له رحمت څخه محروم دي .
2- رشوت د اداري فساد سبب ګرځي او دا هغه سرطاني مرض دى چې علاج يې ډير ګران دى. دا داسې مرض دى چې يو وار د ټولنې د وجود يوه برخه پرې مبتلا شي نو بيا ټول وجود ته ريښې غزوي او ټول وجود خرابوي.
3- رشوت په ټولنه كښې د خلكو تر منځ د مينې محبت احساس وژني ، رشوت په ټولنه كښې د خلكو تر منځ د ورورئ فضا خړه پړه كوي ، رشوت په ټولنه كښې د خلكو تر منځ له يو بل سره د تعاون او همكارئ جوش خروش اوجزبه كمزورې كوي . كله چې په ټولنه كښې د خلكو كارونه د رشوت په وركولو اجرا كيږي هلته بيا سړيتوب او انسانيت خپل ارزښت له لاسه وركوي ، هلته بيا يو انسان بل انسان ته احترام نه كوي ، هلته بيا يو انسان بل انسان ته ارزښت نه وركوي . رشوت وركونكى بيا وايي : " ځه كار مې د رشوت په وركولو اجرار كيږي " رشوت اخستونكې هم وايي : " زه سړى څه كوم ، زه انسانيت څه كوم ، زه همدردي او زړه سوى څه كوم ، ماته پيسې ارزښت لري ، ماته دولت اهميت لري ." له دې تفكر سره انساني ارزښتونه تر پښو لاندې كيږي ، له دې تفكر سره انسان د انسانيت احساس له لاسه وركوي ، له دې تفكر سره د همكارئ او مرستې مفهوم له منځه ځي .
4- څوك چې رشوت خوري او رشوت وركوي دهغوي دعا د خداى په دربار كښې نه قبليږي . هغوي ته خداى پاك د ښې لارې هدايت نه كوي ، هغوي ته خداى په ژوند كښې د رزق توفيق نه وركوي ، دا ځكه چې هغه حرام خور دى او د حرام خور ې په رزق كښې بركت نه پيدا كيږي .

5- د آخرت د رانژدې كيدو يوه نښه داده چې په دولت كښې كار اهل كار ته ونه سپارل شي او نااهل خلك د رشوت په وركولو سره لوى منصبونه تر لاسه كړي ، لكه څنګه چې زمونږ په بيچاره هيواد كښې دا حال دى . : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائلي دي :
" إذا وسد الأمر غير اهله فانتظر الساعة . ( بخاري )
6- د كور هغه مشر ګنهګار دى چې رشوت اخلي او د رشوت په پيسو خپلې كورنۍ ته نفقه برابر وي . رشوت حرام دى او د رشوت په پيسو چې څوك څه اخلي نو هغه هم حرام ګڼل كيږي.
ټولنه او رشوت :
په كومه ټولنه كښې چې رشوت مروج شي نو هغه ټولنه كښې فساد پيدا كيږي ، هغه ټولنه دړې وړې كيږي ، د ټولنې كرامت او عزت تر پښو لاندې كيږي .
هغه هيواد څومره بختور دى چې پكښې اداري فساد ، درغلي او تقلب نشته ، هغه هيواد څومره نيكمرغه دى چې خلك پكښې د قانون له مخې خپل حقوق تر لاسه كولاى شي .
هغه هيواد څومره هوسا دى چې خلك يې پكښې دهوسا او مطمئن ژوند احساس كوي ،
هغه هيواد څومره خوشبخته دى چې خلكو ته پكښې د انصاف او عدالت خوشبختي په نصيب كيږي .
څومره بدبخته هغه هيواد دى چې پكښې فساد دى ، ريا كاري ده ، دروغ دي ، خيانت دى ، رشوت دى ، بى ايماني ده .
څومره بدبخته هغه هيواد دى چې پكښې ظلم او زياتی دى ، بې عدالتي او بې انصافي ده ، حق تلفي ده ، جور او جفا ده ، غريبي او پريشاني ده ، ناروغي او بى وسي ده.
څومره بدبخته هغه هيواد دى چې د غريب او بيچاره حق پكښې خوړل كيږي .
څومره بدبخته هغه هيواد دى چې غريب او بيچاره پكښې دومره څه نه لري چې چاته د تحفې اخستل خو پريږده چې ځانته او خپلو ماشومانو ته يوه مړئ ډوډئ هم اخستلاى نه شي .
رشوت يو داسې مرض دى چې علاج يې ګران كار دى
رشوت يو ستر خطر دى چې ټولنه د فساد لور ته ورکاږي
دا د دولت وظيفه ده چې ددې مرض علاج وكړي
دا د دولت وظيفه ده چې ددې خطر مخه ونيسي
دولت بايد په قاطعيت سره له رشوت خورانو سره برخورد وكړي .
دولت بايد هغه كسان محاكمه كړي چې رشوت اخلي او رشوت وركوي
كه دولت دا كار ونكړي نو هغه بيا نه شي كولاى د دولت بنسټ ټينك وساتي
كه دولت په ټينګ عزم او پخې ارادې د رشوت مخه ونه نيسي نو بيا ددولت بنسټ كمزورى كيږي
او كله چې ددولت بنسټ كمزورى شي نو بيا ددولت ماڼۍ رانسكوريږي.
د خداى پاك رضايت هغه وخت لاس ته راځي چې هر حق دار خپل حق تر لاسه كړي او څوك دى ته پرې نه ښودل شي چې په حق باندې سترګې پټې شي.
خداى پاك فرمائي :
" يا ايهاالذين آمنوا لا تخونوا الله و الرسول و تخونو ا اماناتكم و أنتم تعلمون * و اعلموا أن اموالكم و اولادكم فتنه و أن الله عنده اجر عظيم ."
اى ايمان لرونكو ! تاسې له خداى او رسول ( په حقوقو ) كښې دانسته خيانت مه كوئ او د خپل قابل حفاظت يعنى د امانت په شيانو كښې خيانت مه كوئ . او تاسې دا په دى خبره پوه شئ چې ستاسې مالونه او اولاد د يو امتحان څيزونه دي. او په دى هم پوه شئ چې له الله تعالى سره ډير لوى اجر دى .

د خداى او رسول په حقوقو كښې خيانت دادى چې سړی په ظاهره د خداى او رسول تابع دار او په باطن يعنې خلوت كښې ددې برعكس معصيت كار وسي . د په امانت كښې د خيانت معنى داده چې د يو چا سره د بل چا امانت پروت وي نو په دغه امانت كښې خيانت په كار نه دى . رسل اكرم صلى الله عليه وسلم هم په دى خبره تأكيد كړى چې په امانت كښې بايد خيانت ونه شي او زياته كړې يې ده چې كه څوك امانت دار نه وي نو هغه د كامل ايمان څښتن كيداى نه شي .
د مال او اولاد محبت په عام ډول انسان دى مجبوروي چې خيانت ته لاس واچوي او همداشان يې د الله او رسول له اطاعت څخه په تيښته مجبوروي . نو ځكه الله پاك په قران پاك كښې فرمايلي چې مال او اولاد د آزموينې څيزونه دي ، يعنى د مال او اولاد په ذريعه انسان آزمول كيږي چې آيا انسان د مال او دولت په محبت كښې د امانت او اطاعت غوښتنې پوره كولاى شي او كه نه ؟ كه چيرې انسان د امانت او اطاعت غوښتنې پوره كولاى شي نو هغه په دغه آزموينه يعنې امتحان كښې كامياب دى - كه داسې نه وي نو بيا دى ناكام دى او په دې صورت كښې همدغه مال او اولاد دده د پاره د الهي عذاب باعث كيږي.
د مال او اولاد په محبت كښې بايد سړى دومره غرق نه شي چې د خداى اطاعت او امانت داري ترينه هيره شي او يا د امانت دارئ او اطاعت په كار كښې له بې پروايئ څخه كار واخلي .