د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان.کام نوي Server ته كډه وکړه

ټول افغان 03.06.2010 23:19

د ټول افغان ټکی کام ويبپاڼې هېوادوالو ته لا ښه او تېز خدمت وړاندې کولو په موخه نوي Server ته كډه وکړه.

دا پروسه دوه ورځې کېږي چې دوام لري. په لومړيو څو ورځو کې کېدای شي چې درانه لوستونکي او د بلاګونو څښتنان د پاڼو په پرانيستلو او ځانګړو معلوماتو ته په لاس ته راوړلو کې ستونزې ولري او يا هم زړې پاڼې وګوري خو ورو ورو به دا ستونزې حل شي او ټول افغان به تر پخوا چټک وي او وبه کړای شو چې نوي خدمتونه په کې وړاندې کړو.