د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور: د امريكا د متحده ايالاتو په قونسلګرۍ تر بريد ورسته د ښار امنيت سخت كړاى شو.

لمر مومند 07.04.2010 17:46

پېښور: په پېښور كې تېره ورځ د امريكا د متحده ايالتو پر قونسلګرۍ تر بريد او چاودنو وروسته د ښار امنيت نور هم سخت كړاى شو.

د امنيتي چارواكيو د وينا له مخې، ښار ته د ننوتلو پر مهال د هر موټر او شكمن كس تلاشي اخيستل كېږي. ښار ته،  ځانګړې توګه صدر ته د ننوتونكيو په كلكه څارنه كېږي.

چارواكي وايي چې د ښار په ځينو سيمو كې يې تلاشي عمليات هم پيل كړي دي، خو د خلكو د نيونې  په اړه يې معلومات نه دي وركړي.