كوټه: يوې زورورې چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
01.05.2010 09:48كوټه: د كوټې په قمبراني نومي سيمې كې يوې زوروې چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پوليس د وينا له مخې، نوموړې چاودنه د ريموټ كنټرول له لارې شوې، چې له لامله يې د يوه لوړ پوړي پوليس چارواكي په ګډون، شپږ تنه ټپيان شوي دي.
دوى وايي چې نوموړى بم په يوې ركشې كې ځاى پرځاى شوى و، چې د پوليس موټر د تېرېدو پر مهال د ريموټ كنټرول له لارې وچول شو.
د يادونې وړ ده، چې په چاودنې كې پر امنيتي ځواكونو سربېره 2 تنه لارويان هم ټپيان شوي دي.
له چاودنې وروسته پوليسو او نورو امنيتي ځواكونو سيمه تر خپلې ولكې لاندې راوستې او ځاى ځاى يې تالاشي عمليات پيل كړي دي.