د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټايم سيكواير بريد، د پاكستان او متحده ايالاتو ترمنځ تاو تريخوالى زيات شو.

لمر مومند 08.05.2010 12:30

د امريكا د متحده ايالاتو په نيويارك ايالت كې په ټايم سيكواير نومي سيمې باندې بريد كې د پاكستاني الاصله امريكايي (فيصل شهزاد) تر تورن كېدو وروسته، د پاكستان او متحده ايالتو اړيكې يو ځل بيا ترخې شوې.

امريكايي چارواكي وايي، چې فيصل شهزاد په وزيرستان كې ټريننګ كړى دى او له نوموړي سره له وزيرستان څخه مالي مرسته شوې ده.   

همدارنګه امريكايي چارواكي دعوه كوي، چې په ټايم سكواير بمي بريد كې د پاكستاني طالبانو پوره لاس دى، چې له فيصل شهزاد سره  يې مالي مرسته څرګند ثبوت دى.

په يوه رپورټ كې راغلي دي، چې پاكستان له متحده ايالاتو سره د پېښې په څېړلو او پلټلو كې پوره مرسته كوي او 4 تورن كسان يې هم نيولي دي.

رپورټ وايي، چې فيصل شهزاد امريكايي پلټونكي ته دا اعتراف كړى، چې هغه په وزيرستان كې ټريننګ كړى دى.