د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تکړه کيسه ليکونکي محمد عيان "عيان" د لنډې کيسو ټولګې چاپ شوې

لمر مومند 20.07.2012 12:20

C:\documents and settings\administrator\desktop\titles

د هېواد د تکړه کيسه ليکوال محمد عيان "عيان" د لنډو کيسو څلور ټولګې: نرنګى ماما، پېښورۍ پانګه، زمونږ اتل او پردېس شهيد چاپ شوې.

نوموړې ټولګې د روان کال  جولايي په مياشت کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا په وړکوټې کچه، سپين کاغذ او رنګه پوښتۍ چاپ شوي دي.

د ښاغلي عيان لنډې کيسې که له يوې خوا له مينې او عاطفې ډکې دي، نو له بلې خوا پکې د وطنپالنې او پښتونولۍ رنګونه هم خورا ډېر دي. همدا لامل دى، چې له خپل هېواده ډېر ليرې (په هالېنډ کې) يې هم له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره مينه کمه شوې نه ده، بلکې په زړه کې يې ورته لا غځونې کړي دي.

همدا راز ښاغلي عيان په خپلو لنډو کيسو کې د وخت ناخوالو، د ظالمانو ظلمونو او د مفسدينو فساد ته په ډېره هنري توګه نغوته کړې.

د ليکوال د لنډو کيسو تر لوستو وروسته لوستونکى په جرائت ويلاى شي، چې ښاغلى ليکوال د پښتو ژبې د روان کيسه ليکنې د بهير يو سرلارى دى او دا هيله هم کولاى شي، چې که ژوند وفا وکړه، نو په راتلونکې کې به نورې ډېرې په زړه پورې کيسې هم ټولنې ته وړاندې کړي.

مينه وال کولاى شي چې د ښاغلي عيان څلور واړه ټولګې په پېښور او کابل کې د دانش خپرندويې ټولنې له څانګو څخه ترلاسه او خپل ادبي ذوق پرې خړوب کړي.

د ښاغلي ليکوال د نورو برياوو په هيله