د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هيلري كلنټن:كه په ګانده كې پر امريكا بريد وشو، نو خطرناكې پايلې به ولري.

لمر مومند 08.05.2010 08:55

واشنګټن: د امريكا د متحده ايالاتو خارجه وزيري هيلري كلنټن خبردارى وركړى، چې كه چېرته په ګانده (راتلونكې) كې پر امريكا د ټايم سكواير په څېر بريد وشي، نو خطرناكې پايلې به ولري.

نوموړې وايي چې پاكستان بايد د ترهګرۍ پر ضد جګړه كې خپله ونډه نوره هم فعاله كړي.

له يوه امريكايي تلويزيون سره د مركې پر مهال هيلري وويل، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه كې پاكستان فعال رول ادا كوي او بايد دا رول له نور هم فعال او چټك كړي.

ددې ترڅنګ نوموړې وايي، چې كه چېرته په راتلونكي كې پر امريكا باندې د ټايم سكواير په څېر بريد وشو، نو خطرناكې پايلې به ولري.

بل خوا د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه كې پاكستان د ستاينې وړ ګامونه پورته كړي ، خو بايد دا ګامونه نور هم چټك كړي، چې له سيمې ، په ځانګړې توګه له افغانستان و پاكستان څخه، د ترهګرۍ ناسور له بېخه ووېستل شي.