تېمرګره: د عوامي نېشنل ګوند په غونډه کې شوي ځانمرګي بريد ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
05.04.2010 12:35د دير اړونده تيمرګره سيمه كې د عوامي نېشنل ګوند په جلسې باندې ځانمرګي بريد 25 مړه او له 100 زيات ټپيان كړل.
بريد هغه مهال شوى، چې د عوامي نېشنل ګوند كاركوونكيو د سرحد ايالت د نوي نوم خيبر پښتونخوا په وياړ يو يوه جلسه جوړه كړې وه.
د چارواكيو په وينا، د مړو شمېره له 25 زياته ده.
له بريد وروسته امنيتي ځواكونو ولكې لاندې اخيستې او سيمې ته د ننوتو او راوتو ټولې لارې يې بندې كړي.
د پښتونخوا ايالت لومړي وزير امير حيدر خان هوتي د بريد غندنه كړې او دا يې د دښمنانو يو ډارن عمل گڼلى دى.