د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان مشاور وزير: د ملا برادر نيول كېدا، كرزى عصباني كړى و.

لمر مومند 16.03.2010 16:16

كابل: د افغان ولسمشر حامد كرزي مشاور وزير دعوه كړې، چې د پاكستاني استخباراتي ادارو له خوا د پاكستان په كراچۍ كې د طالبانو د غورځنګ د دويم مشر ملا برادر نيول كېدا، كرزى سخت عصباني كړى و.

نوموړى زياتوي، چې د ملا برادر د نيول كېدا پر مهال افغان دولت له هغه سره پټې خبرې اترې پيل كړې وې .

د يوې امريكايي خبري رسنۍ د رپورټ له مخې، افغان وزير دعوه كړې چې په كراچۍ كې د عبدالغني برادر نيول كېدا كرزى غوسه كړى و. عبدالغني برادر نه يواځې دا چې له افغان حكومت سره پټې خبرې اترې پيل كړې وې، بلكې په نږدې راتلونكي كې د كرزي له خوا په راغوښتل شوې درې ورځنۍ امن جرګې كې يې د ګډون شين كارډ هم رپولى و.

د كرزي مشاور له بهرنيو خبري رسنيو سره د خبر پر مهال، د ځينو ستونځو له لامله د خپل نامه له څرګندولو څخه ډډه وكړه، خو د هلمند ولايت امنيتي مشاور عبدالغتي شمسي سربېره نورو افغان چارواكيو هم له ملا برادر سره د افغان حكومت د پټو خبرو اترو تصديق كړى دى.

د شمسي د وينا له مخې، ملا برادر د افغان حكومت يو وړانديز د طالبآنو شورى ته وړاندې كړى و، خو هغه ملا عمر رد كړ. همداراز د طالبانو په غورځنګ كې دننه د ملا برادر ځينو مخالفينو له افغان دولت سره د هر ډول خبرو اترو او مذاكراتو كلك مخالفت كړى و.