جرمني د خپلو نظامیانو موده يو کال اوږده کړه
27.02.2010 08:58د جرمني پارلمان په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د پاتیدو موده يو کال نوره هم اوږده کړه.
د دغه هيواد پارلمان د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چي د روان کال په ترڅ کي به افغانستان ته ٨٥٠ نور پوځيان هم ولیږی چي په شمالي ولايت کي کندوز کي به له نورو سره ځاى پر ځاى شي.
د جرمني په عامو خلګو کي د افغانستان له پوځي ماموريت سره اختلاف ډېر سوئ وو، خو له دې سره – سره دې هيواد د نورو عسکرو د لیږلو پرېکړه وکړه.
جرمني په افغانستان کي پخوا ٤٥٠٠ عسکر درلوده چي په روان کال کي د نورو په راتګ به ٥٣٥٠ تنو ته ورسیږی.
دراپورونو مطابق له ۲۰۰۱ م کال ځخه تراوسه دجرمنی دنظامیانو له جملی ځخه ۳۶ نظامیان په افغانستان کی په مختلفو پیښو کی وژل شوي دي.

