د جرمنی په برلین کې لویه مظاهره وشوه
20.02.2010 20:23د جرمني په برلین کې نن شاوخوا شپږسوه تنوپه افغانستان کې د ناټوځواکونو د حضور پرضد مظاهره وکړه .دا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د موجودیت په وړاندې په یوه لوېدیځ هیواد کې لومړنۍ نسبتاً لویه مظاهره ده.
مظاهره چیان د جرمني له بېلابېلو سیمو څخه د کیڼ اړخي ګوند او د سولې د بېلابېلو ډلو په بلنه په برلین کې رایوځای شوي ول
مظاهره چیانو وروسته د پارلمان او همدا راز د برلین په مرکزي برخه کې د براندینبرګ د دروازې لورته لاریون وکړ
د سولې فعالانو د لاریون په ترڅ کې شعار ورکاوه چې:«نور عسکر مه لېږئ.سولې ته موقع ورکړئ- ځواکونه له افغانستانه وباسئ.»
د دې مظاهرې او لاریون ترتیبوونکو توقع لرله چې په هغې کې به شاوخوا دوه زره تنه برخه واخلي
دافغانستان پر سر دهالنډ کابينه ړنګه سوه
د ناټو تړون غړي هيوادهالنډ ايتلافي کابينه د تيري ورځي ماپښين ۱۲ بجو څخه تر نن سهار ۴ بجو پوري ۱۴ ساعته په روزګان کي د پاته کېدو يا پوځيانو د ايستلو پر سر بېله موافقې د کابينې په ټوټه ټوټه کېدو پای ته ورسېده
د هالنډ لومړي وزير يان بلکننده په سيمه ايز وخت ۰۴:۱۸ په دې اړه په خپله لومړۍ خبري ناسته کي وويل چي نن د ورځي به کابينې د ماتېدو او د کارګرو ګوند استعفا ليک د هالنډ مليکې بياټريکس ته وسپاري
د هالنډ په ايتلافي کابينه کي د روزګان پر سر لانجې تېره اوونۍ هغه وخت پيل سوې چي دهالنډ د کارګرو ګوند د ناټو لخوا په روزګان کي د پاته کېدلو وړانديز رد کړ
د يادوني وړ ده چي ۶۰ سلينه هالنډيان له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو غوښتونکي دي خو د هالنډ حکومت د امريکا او ناټو د خوشاله کولو لپاره په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د پاته کېدو لپاره دلايل لټوي

