د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د اتلولۍ په مناسبت مبارکيانې او پيغامونه

ټول افغان 14.02.2010 14:15

ټول افغان ټکی کام ټولو هېوادوالو ته د کرکټ د شل اورونو د نړيوال جام د غوراوي  د اتلولۍ مبارکي وايي او د پاک الله ج له درباره ورته د شل اورونو په نړيوال جام کې برياليتوب غواړي.

ټول افغان ټکی کام د سيالۍ له پيله خپلو درنو لوستونکو د لوبې حال وړاندې کړ او په برياليتوب سره یې ځانګړې رپوټونه او د لوبغاړو حال احوال هېوادوالو ته ورسولو. د ډېرو ځانګړو خبري رسنيو لپاره د ټول افغان ځانګړي رپوټونه ګټور ثابت شول. ټول افغان په هېواد کې د رسنيو مننه هم کوي چې د دې په پاڼو خپاره شوي رپوټونه یې د هېواد دننه خلکو ته ورسول.

د سيالۍ د پوښښ په دوران کې ډېر ځلې د ډېرې کتنې د فشار له امله سرور نورو کتونکو ته اجازه نه ورکوله چې ويبسايټ وګوري او همدې فشار زموږ په کار هم څو ځلې اغېزه وکړه او د لوبو په دوران کې مو څو ځل ونه شو کړای چې شېبه په شېبه پوښښ ته دوام ورکړو. د ټول افغان اوسنی سرور په یو وخت د محدودو کتونکو د کتنې وسعه لري. د دې تخنيکي ستونزو له امله له ټولو کتونکو څخه بښنه غواړو.

ژوندی دي وي سرلوړی افغانستان او افغانان

د دې اتلولۍ په اړه ټول افغان ته بېلابېل راغلي پيغامونه به دلته لاندې خپرېږي: