د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ اماراتو ته سفر کوي
18.11.2009 08:36د کرکټ د بورډ چارواکي وايي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲۰م) د عربي متحده اماراتو په لور خوځېږي او د آسيا په شل اوريزو سيالیو کې به خپله لومړۍ لوبه د چين سره کوي.
د کرکټ چارواکو د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته ويلي دي چې د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۲ د شارجې په الذید کرکټ ويليج کې ده. ملي لوبډله به همدا راز یو شمېر نورې لوبې د شارجې په شارجه کرکټ لوبغالي او د ابوظبي په شيخ زايد لوبغالي کې کوي.
په شارجه او ابوظبي ښارونو کې په لسګونو زره افغانان ژوند کوي او هيله ده چې د ملي لوبډلې د لوبو د کتلو لپاره ډېر افغانان لوبغالو ته ورشي.
په افغان ملي لوبډله کې نوې څېرې عبيدالله کونړی، شبير نوري، او بادشاه حسين دي. ميرويس اشرف هم - چې په ارجنټاين کې د درېم پړاو په لوبو کې لوبېدلی و او وروسته بيا په لوبډله کې نه و - په دې سيالۍ کې شته دی.
کريم صادق چې زيمبابوی او هالينډ په څلور ورځنيو لوبو کې خفه شوی و، په دې سياليو کې شته دی خو ورور یې (هستي ګل ) په لوبډله کې شامل نه دی.
نور لوبغاړي: نوروز منګل، محد نبي، حميد حسن، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، نور علي، شهزاد محمدي، خالقداد نوري، او شاپور ځدراڼ دي.
د يادونې وړ ده چې په لوبډله کې ريس احمدزی - چې د لوبډلی پخوانی کپتان دی - شامل نه دی. دا ځل په لوبډله کې محمد اصغر او دولت احمدزی هم نشته دی.
د سيالۍ مهال ويش:
|