آسيا ۲۰/۲۰:افغانستان چين ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه
22.11.2009 10:09د آسيا د ۲۰/۲۰ په سيالۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له چين څخه په ۹ ويکټو وګټله. د چين لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړل. افغانستان د چين ټوله لوبډله په ۳۶ منډو وسوځوله او ټاکلی هدف یې په ۴ اورونو کې د یو کس په سوځېدو پوره کړ. د افغانستان ننۍ لوبه د شارجې د الذيد په نامه سيمه کې د الذيد په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. سبا ته د افغانستان لوبه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې کېږي.
هېواد | منډې | اورونه | سوځېدلي |
افغانستان | ۴۰ | ۴ | ۱ |
چين | ۳۶ | ۱۷ | ټول |
په افغان ملي لوبډله کې نوې څېرې عبيدالله کونړی، شبير نوري، او بادشاه حسين دي. ميرويس اشرف هم - چې په ارجنټاين کې د درېم پړاو په لوبو کې لوبېدلی و او وروسته بيا په لوبډله کې نه و - په دې سيالۍ کې شته دی.
کريم صادق چې زيمبابوی او هالينډ په څلور ورځنيو لوبو کې خفه شوی و، په دې سياليو کې شته دی خو ورور یې (هستي ګل ) په لوبډله کې شامل نه دی.
نور لوبغاړي: نوروز منګل، محد نبي، حميد حسن، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، نور علي، شهزاد محمدي، خالقداد نوري، او شاپور ځدراڼ دي.
د يادونې وړ ده چې په لوبډله کې ريس احمدزی - چې د لوبډلی پخوانی کپتان دی - شامل نه دی. دا ځل په لوبډله کې محمد اصغر او دولت احمدزی هم نشته دی.